د بشري مرستو په لړۍ کې ۳۲ مېلیونه مرسته کابل ته رارسېدلې ده

عزم (سه شنبه، ۲۱مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک وايي، د بشري مرستو په لړۍ کې ۳۲ مېلیونه امریکايي ډالرو مرسته کابل ته رارسېدلې ده.

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ مېلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرسته کابل ته رارسېدلې ده. «د افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی د کابل له هوایي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک  (AIB) پورې د یادو نغدو پیسو د لېږد چارې تر سره کړې.»

په خبرپاڼه کې ویل شوې، د افغانستان بانک د هر هغه بشر دوستانه ګام څخه چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او په دې برخه کې به خپل اغېزناک رول تر سره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: