کډوالو وزارت: په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په ستونزو له ایراني چارواکو سره خبرې شوي دي

عزم (سه شنبه، ۲۱مرغومی، ۱۴۰۰ل): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په ایران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د افغان کډوالو په ستونزو خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران له بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره لیدلي دي او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو به ستونزو یې ورسره خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ایراني لوري ورته د ستونزو د هواري ژمنه ورکړل شوې ده.

له پاکستان وروسته ایران هغه هېواد دی چې ډېر افغان کډوال پکې اوسېږي. ایراني چارواکو له دې وړاندې هم د افغان کډوالو د شته ستونزو د حل ژمنه کړې وه؛ خو تر اوسه دغه ستونزه حل شوې نه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: