عمري عدالت په قاموس او اصطلاح كې! / دوهمه برخه

جبريل سعد
عدالت د اسلام په تاريخ كې نه د كوم شخص او نه هم د كوم نظام ځانگړنه وه او نه به شي، بلكې عدالت يواځي الهي دی، اسلامي دی او شرعي دی چې له عمر رضی الله عنه مخكې او وروسته هم د شرعي احكامو په تطبيق سره پلی شوی، خو هغه مبارك يې د خپلې خدای ج ور كړې وړتيا، زړورتيا، اخلاص، فراست، تدبر، تخنيك، جدي پام، احتياط او نورو هغو صفاتو له مخې چې د هغه شخص لرل؛ د پلي كولو ځانگړی روش درلود او د دې ځانگړتيا موارد يې هغه عام څه نه و چې نورو هم پكې عدالت پلی كړی و او اوس يې اسلامي امارت هم پر اسانۍ پلي كوي، بلكې د عدالت ځانگړنه يې همدا وه چې د خپلو ښو مواصفاتو په لرلو يې د هغه موارد له نورو بېل و، په دې مانا چې د عام عدالت او شرعي احكامو د پلي كولو، د هغو عملي كولو او د هغو تر عملي كولو يې په شخصي صفاتو پورې تړليو مواردو كې عدالت ته ځانگړې پاملرنه درلوده چې له ده پرته نورو نه لرل يا هم وركې پاتې راغلي او بيا راتلونكو خلافتونو او اسلامي حكومتونو ته هم أُسوه وگرځېد، همدا يې پر عدالت د ډېرې پېژندنې رمز او راز دی چې عمري عدالت په اسلامي خلافتونو او حكومتونو كې نوم لري، خو اوس چې د شرعي عدالت يواځي په عام شرعي حكم كې د تطبيق زړه وشي؛ نور آن نه لاهم د عام عدالت تطبيق بشپړ شوی وي، نه ورته لاسرسي وي او نه پكې د عمر رضی الله عنه د ځانگړي روش تر مواردو ور رسېدلی او پلی شوی وي، بلكې همغو مواردو كې بېخي دلته شرعي عدالت وي نه او نه تطبيق شوی وي، خو پر اصطلاح بياهم عمري(بشپړ د عمر رضی الله عنه له روش سره سم)عدالت بلل كېږي.
كه دغه اصطلاح په دې مانا وي چې د عمر رضی الله عنه عدالت او پر پله يې اسلامي امارت پلي كړيو شرعي احكامو كې عدالت له اسلامي او شرعي عدالته جلا او غوره گڼل كېږي(چې دغه فكر عامول او خلكو ته يې احساس وركول د نننيو اسلام دښمنه كړيو د فكري جگړې يوه برنامه ده)، نو دا څرگنده گمراهي او بېلاري ده او كه لږ تر لږه له اوسنيو وضعيتونو سربېره د اسلامي امارت كړنې او لاسته راوړنې د شرعي عدالت په پلي كولو كې د عمر رضی الله عنه له روش او د لوی ملاصاحب له داعيې او فكر سره بالكل سم د شرعي عدالت تطبيق او عمري عدالت گڼو؛ دا هم سمه نه ده چې له يوې خوا ښايي له نيمگړتياو سربېره د نظام تزكيه(د خدای په نزد پاك ښودنه)وي او له بلې خوا يې عمر رضی الله عنه ته نسبت كېدو او د لوی ملا صاحب رحمةالله عليه دې ټكو(ماته له خپل نوم څخه حيا راځي…)ته پر كتو خدای مكړه د دواړو ارواوې پرې ازار شي. حضرت عمر فاروق رضی الله عنه او ملا محمد عمر مجاهد رحمةالله عليه دواړه په تاريخ كې پر توندۍ، سخت مزاجۍ او جديت پېژندل كېږي او د كلك ايمان ترڅنگ پر همدغه صلب صفت يې د عدالت ځانگړی سبك، داعيه او فكر ولاړ و چې د ايمان داعي پكې هر وخت نرمۍ ته هڅول، خو كه به پر همدې صفت عمل د ايمان د داعي غوښتنه وه، بيا يې جديت كړی دی او د هر وخت مسلمانو مشرانو ته يې د ايمان داعي او د هغه پر غوښتنه د عمل درس پرېيښی دی.
۱- خوراك څښاك پر ښي لاس كول سنت دي او يو مؤمن خامخا بايد پر ښي لاس خوراك وكړي، خو چې بيا هم يې پر چپ لاس كوي؛ عمر رضی الله د ايمان داعي په غوښتنه آن د لاس ډوډۍ او د خولې په گوله(شخصي او كورنۍ موضوع)كې ور لوېږي او لومړی دوه ځله په نرمه، خو درېيم ځل په خوشكه ورته وايي: پر سم لاس يې خوره !، وروسته يې لامل پوښتي او چې ورته مالومېږي د سړي لاس د موته په جگړه كې شل شوی دی؛ د اوښكو په بدرگه يې لومړی د ژوند چارو پوره كولو څرنگوالی ترې پوښتي، ترلاسه كړيو ځوابونو ته يې پر كتو ورته د خدمت كونكی-سورلۍ-خواړه منظوروي او ترې د خپلې ناخبرۍ له امله د بښنې په غوښتلو يې رخصتوي. درس: په عمري عدالت كې طبيعت د شريعت تابع وي، شريعت د سړي طبيعت وگرځي او په شتون كې يې لكه چې سړی خپل مزاج او طبيعت بيخي لري هم نه او چې رښتيا هم څوك اميرالمؤمنين او شرعي خليفه وي؛ د انساني توان تر بريده مسئوليت لري هرڅه، هرچېرې او هر وخت خپله او په مستقيم ډول وڅاري. ۲- له اسلام راوړلو وړاندې او غالباً په ماشومتوب يې كسرا باچا له يوې بوډۍ مېرمنې سره د ځمكې معامله كړې وه چې له مخې يې ياده مېرمن د باچا شاهي ماڼۍ مخته خپلې ځمكې ته غوا تېرولی شوه، خو يوځل د ماڼۍ مخ ته غوا خوشيي وكړل او يو پوځي سر ترې پرېكړ، كسرا چې په معامله كې ځان پړ وليد د خپل پوځي سر يې پرېكړ. د عمر رضی الله عنه په خلافت كې يو تن والي د يوې عېسوۍ ښځې ځمكه د جمات تر يوه څنډه لاندې كړه، له خبرېدو سره سم ورته ليكي: تر موږ(اسلام/شريعت)د كسرا باچاهي پر عدل ولاړه نه وه. والسلام !، والي صاحب ته يې ليك همدې جمات كې د مازديگر اوداسه او لمانځه تر منځ ورسېد، رنگ يې ژېړ واوښت او لينگي يې ورېږدېدل، عېسوۍ مېرمنې ته يې كړه: لمونځ وكړم كه همدا اوس د جمات دغه څنډه ونړوم؟ درس: عمري عدالت كې آن د يوې عېسوۍ ښځې پر يو گوټ ځمكه د خپل والي پر مرگ گواښنه او د جمات يوه برخه نړول و. ۳- كوچي اسلام منلی او د عمر رضی الله عنه رعيت گرځېدلی و، نو كه څه هم يې د ورور قاتل و او(له امله يې)اوس چې عمر رضی الله عنه ورته وايي ډېر مې بد درڅخه كېږي، بيا هم همدغه د ورور قاتل ترې په ملنډو پوښتي: ستا دغه بد راتلل مې دې په واكمنۍ كې كوم حق كمولی شي؟ د نه ! ځواب په ترلاسه كولو د جريان تر وروستۍ شېبې لا هم كوچي په پارونكې بې پرواهۍ ورته وايي: چې حق مې نه كموي او ته زما په اړه خپل مسئوليت ته ژمن پاتې شې؛ نور دې د بد راتلو پروا هم نلرم. درس: عمري عدالت كې دې د ورور قاتل يواځي او يواځي بد اېسولی شو، كه څه هم د ټولې اسلامي نړۍ باچا هم، د شرعي عدالت نوښتگر او په اسلامي نظام كې يې د پلي كولو بنسټگر عمر رضی الله عنه هم يې او ياد قاتل دې لازيات وهم ننگوي او پر دغه پرهر دې مالگې واچوي. نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: