سره صلیب: کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد کې د دوی امنیت خوندي کړی دی

عزم (سه شنبه، ۲۱مرغومی، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سره صلیب له استازي سره لیدلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د نړیوال سور صلیب استازي الوا فیلیون د کورنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه، چې په ټول هېواد کې یې د دوی امنیت خوندي کړی دی.

الوا فیلیون زیاته کړه: موږ له دېرشو کلونو راهيسې د افغان معلولينو ته خدمات وړاندې کوو همدا ډول په افغانستان کې په ۲۳ روغتونونو کې خپل صحي خدمات مخکې وړو. :«موږ د هېواد په ټولو زندانونو کې د بنديانو لپاره غذايي مواد تهیه کوو او اماده یو چې د کورنیو چارو وزارت د بندیخانو لپاره د ساتونکو پوليسو لپاره په روزنيزو کورسونو کې مرسته وکړو.»

د خبرپاڼې له مخې، د کورنیو چارو وزیر د سور صلیب استازي وهڅول چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. «نړیوالو بشري ادارو ته ښه فرصت دی چې د افغانانو سره مرسته وکړي ځکه اوس د دوي امنیت تضمين شوی او د هېواد په هر ګوټ کې ډاډه خپل فعالیت ترسره کولای شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: