پۀ اونیزه في البدیهه مشاعره کې شریک شوي بیتونه!

 

۱۶/ربیع الثاني/۱۴۴۴

ـــــــــــــــــــــــ
بیت!
چې بې تا ګرزم پۀ سېل د نوربهار کې
سره لـمـبه وینـم د اور پـۀ لاله زار کې
محمدي صاحبزاده (رح)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستا په څېر مې پرې دردمن زړګی راټول دی
دې تا ټولې نښې شته دي په چنار کې
همت کوچی

برخمن چې کله ستا لۀ یارانې شؤم
نرۍ غاړه هسکه وړم د عشق په ښار کې
ګُمدل

ستا دعشق لمبه مې بله ده په زړه کي
ملامت نه یم د وصل په اصرار کې
مولوي مامون

سلګۍ ؤ زبېښم پۀ شونډو کې زړګکه !
څومره زور دی ستا د وصل انتظار کې !!!
منصور درمان

ستا څه خيال دی چې ستا هجر مې زغلمی!!؟
دا چې ناست يم له جهانه په کنار کې
نور قانع

اې! زما د زړګي مثل به موجود وي:
چې خزان دې پرې راغلی وي بهار کې؟
اسرار عواد

له ما مه کوئ دا تمه چې به ښه شم!
ما بایللی زړه د مینې په قمار کې !!
طالب کریمي

د دې ګونګ ماښام وروستۍ شېبې خونکارې
هېڅوک نشته،سر مې پاتې دی په دار کې
احمدالله نثار

چې د ژوند خوښۍ له ځمکې ځمکې ولي
دومره زور پروت دی دزړونو په ازار کې
محمودي انصار

ستا د مينې په تور دار ته لبيک وايم
څومره خوند شته د همدې جرم اقرار کې
محمدصادق طارق

چې دي غلي راته وکتل سېراب شوم
څومره خوند دی ستا د سترګو په خمار کې
م هاشم ذاکر مهاجر

ملغلرې دي دا ستا پر بارخُوګانو
که دانې دي راڅرګندې پۀ انارکې
بدري تکل

زړۀ مې اوړي او را اوړي محترمه!
ستا د تورو بڼورو سترګو تار کې
جهادي عمري

تکرار هر څومره چې ښۀ وي خو خوږ نۀ وي
یو ستا نوم دی؛ چې ډېر خوږ دی په تکرار کې!
نقیب الله حنیف

چي را وګورې غمجن زړۀ مي خوشحال شي
څۀ کمال شته ستا دسترګو په دېدار کې؟
درمل عرفان

ستا په مخ کې ښکلیه خپله څهره ګوري
د هیندارو سوداګر نسته په ښار کې
عنایت الله عرفان

ستا خبرو کې چې کوم خوند څېښتن ایښی
هغه نشته په رباب کې، په ستار کې
عابد ځواک

چې په نه دید یې عشاق ورته لوګی دي
څه بلها خوند به یې پروت وي په دیدار کې
مشهود

څومره سخت یې په زړګي باندې جانانه
راته یو ګل دې ډالۍ نکړو بهار کې
بدرالدین ځلاند

لاس مې رېږدي، د لیکلو تَوَان نشته
رانه ورکه یې د سترګو په غبار کې
عبدالوهاب مومند

ما به کډه لاوختي وای ورنه کړې
که مې زړه پاتېدای نۀ ستا په دیار کې
رحماني اشنا

لږ دمه شه، انتظار وکه لالیه
لږ درګورم، خَیَر نسته په تلوار کې
امین زرګر

زه ساده وم چې طلب مې له هرچا کړو
نور د میني کچکول نه نیسم په لار کې !
غالب خوستی

ستا هجران لکه قاتل راپسې ګرځې
ژوند به څنګه تيروم په دي انګار کې؟
الحاج احمدی

دومره اوښکې مې له سترګو پسې تللي!
چې د یار انځور مې رسم شو رخسار کې!
منصور طالب

خوبه! بس دی خدای لپاره راته راشه
بیا مې سترګې خوبه! درد کوي سهار کې
عمر حماس

اوس د عقل او د پوهې قدر نشته
اوس يوازې قدر پاتې دی دينار کې
احسان ژمن

د سنګر په لېونو کې چې کوم خوند وو
ما و نه ليد د ښارونو په هوښيار کې
اکرام الدین مفتون

څۀ د امن سړه پاکه هوا لګي
څۀ ذوق پروت دی د بلبلو په چغار کې
دانش ملنګ

د وطن د ترقۍ خبري کیږي
د بمونو بحث نه کيږي اخبار کې
خالد أنس

چې سپېرې دښتې په ګلو کړي رنګينې
هر وګړی د وطن زموږ معمار کې!
عرفان الله عرفاني

ستا د مستي خپلواکۍ ویاړ مي نصیب شو
ځکه وړم ګلان هیواده په چلتار کې
حنیف مظهري

د ميوند د ملالۍ ادې بچي یو
موږ کړې وینې وچې هر یو استعمار کې
فکرمل طالب

په چوکیو کې بیخې نه موندل کیږي
چې کوم خوند پروت و دتورو شرنګار کې
طالب سحر

لۀ هغو يارانو مۀ اړوئ سترګې !
در سره چې وو پۀ جنګ ، چاپه ، بمبار کې
وصاف

پام! چې کار مو له شِعار نه بدل نه شي
فرق را نه شي په ګفتار او په کردار کې
راشد کامران

دا لباس د ملنګۍ راته زېور دی
دې لباس سره مو ژوند وي په وقار کې
عبدالقديم نظام

د ژوندي عمر به څه عمري شان وو!
څۀ جلال جمال یې پروت دی په مزار کې
خالد منعم

شېرېنو دې مبارک شه مومن خانه
خنجرونه دې چې ښخ کړل په ښامارکې
م ذاکر مهاجر

د باطل سټ مو وهلی له پیړیو
لا پروت هغه زور زمونږه په تلوار کې
محسن احسان

انالحق چيغي مي وکړلې له ذوقه
شيخه دومره زور دي هم نه وو پۀ دار کې
مفتي لاهوتي

نړيوال ورته اوس ښکته پورته کېږي
دومره رُعب اللّٰه ايښی دی‌ دستار کې
عاطف لاروی

تا چې مټې دي رانغښتې آبادۍ ته
برکت دې شه واکمنه په هر کار کې
مخبت وردګ

دحريت ليلی مو شنه ده له خندا نه
زِیّادَت یې ربه راوله سينګار کې
حيدري جان

خدایه زمونږ ازار دي هم په ورپسې شي
څه لیدلي دي دنیا زمونږ ازار کې
سنګرمل مهربان

بل ارمان مې په زړه نشته زما ربه
چې شم شمار دشهیدانو په قطار کې
مسجون

ښکلا ګلاني په انګار کي غواړي داسي
شازلمي مو شفه او ورځ کرځي په ښارکې
حافظ کامیاب

داسې یو نیم پکې خامخا پیدا شي
ګني نۀ وي سخاوت هر یو مالدار کې
اسد صارم

حق خبره هېڅ اثر ورباندي نکړي
زړۀ چې پټ شي د ګناوؤ په غبار کې
سعید مل

د ګناه پېټي مې واړه دې راوړي!
سر مې ایښی دی خالقه ستا دربار کې!
صفي الله رائد

د اورښت، اولاد او مال ژمنه پرې شوې
څښتن ايښی څومره زور په استغفار کې
عمر غاور

که پرېږدې مې نو مې داسې پرېږده ګوره
چې تکليف نشمه ستا د نوم تکرار کې
م نور قانع

ګلاب ګل او هم سپوږمۍ ورته عاجز دي
دومره حُسن دی دیار په سپین رخسار کې
شفق

پۀ بښنې! ستا د خوږ حسن ښکلا ته
پاتې راغلمه د سترګو پۀ مهار کې
بدري تکل

سړى وژنې! جااار يارکه په شنو سترګو
زړونه وړې په يوۀ ديد په يوۀ وار کې
معاويه زيارمل

زه دي غواړمه له خدایه په زاريو
په ماښام کې، په غرمه کې، په سهار کې!
محبوب شاه آغا

په خبرو به دې زړۀ ته لار پیدا کړم
ډېر تأثیر لرم لالیه په ګفتار کې!
مسرور غزنوي

چې ژوندی وم, د أنې حيثيت مې نۀ و
اوس مې څله جوړوې شور په مزار کې
تراب تګابی

هم زورېږم او نه لاس ترې ټولوی سم!
پوروړی یم د عِشّق په کاروبار کې!
خالد إحسان

ته زما اصرار لوی عیب ګڼې، خو خپله
مبتلاء یې د ديدن په احتکار کې
محمودي انصار

ما څو ځله زندګي له لاسه ورکړه
تا لیدلي یاره څه دي په اِنکار کې
یعقوب شجاع

د عزت او د ذلت فیصلې رب کا
هر څۀ مۀ ګڼه درهم او پۀ دینار کې
منصور درمان

چې عمل یې پر خپل علم باندې نه وي
څه توفیر دی په عالم او په حمار کې؟
راشد کامران

پای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button