د قاضي شریح د واده ګټوره کیسه!

حامد افغان
مشهور هوښیار او عالم قاضي شریح رحمه الله د بنو تمیم قوم یوه ښځي سره واده وکړ چې “زينب بنت جرير”، نومیدله، دی وایي: کله مې چې هغه د هغې له تره وغوښتله وروسته د بنوتمیم قبیلې د ښځو د زړونو سختي رایاده شوه، نو پښېمانه شوم! نیت مې وکړ له واده مخکې یې طلاقه کړم! خو ځان سره مې وویل چې اوس دې یي، له واده وروسته به ګورو، که ګذاره نه کیدله نو طلاقه به یې کړم.

قاضي شریح کیسه غځوي او له واده وروسته پړاو ته ځي، دی زیاتوي: د واده په اوله شپه چې ورسره یوځای شوم، دوه رکعته لمونځ مې وکړ، الله نه مې د هغې خیر وغوښت او له شره مې پنا وغوښتله، چې سلام مې وګرخوه، شا ته مې وکتل هغه هم په لمانځه راپسې ولاړه وه!

قاضي شریح زیاتوي: لمانځه نه چې خلاص شوو، ورنږدې شوم، هغې راته وویل: ابو امیه څو خبرو ته مې غوږ ونیسه! نو لنډه خطبه یې وویله: الحمدلله أحمده وأستعينه، وأصلي على محمد وآله. وروسته یې زیاته کړه: زه ستاسره نابلده یم، ستا اخلاق نه دې راته معلوم، هغه څه راته ووایه! چې تا ته خوند درکوی؛ نو هغه به زه کوم او هغه هم راته ووایه، چې تا ته خوند نه درکوي، نو هغه به زه نه کوم.

قاضي شریح وایي: هغې زیاته کړه: زه اوس ستا په واک کې یم، زما سره به هغه ډول چلند کوې چې الله امر درته کړی، چې هغه په ښه توګه له ځان سره ساتل دي او یا په نېکي سره پرېښودل دي (إمساكٌ بمعروف أو تسريحٌ بإحسان)، دا خبره مې درته کوله او له الله نه زما و ستا لپاره بښنه غواړم.

قاضي شریح وایي ما ورته وویل: الحمدلله أحمده وأستعينه، وأصلي على النبي وآله وأسلم. وروسته درته وایم چې تا کومې خبرې وکړې که په دې خبرو ثابته او ولاړه پاتې شې؛ همداسې غوره چلند به درسره وکړل شي او که داسې ونه اوسې بیا به دا خبرې پر تا دلیل یي، ماته دا او ها کارونه خوند راکوی او فلان و بیستان خوند نه راکوي او بله دا که زما ښه کار دې ولید یادوه یې او که بد دې ولید پټوه یې.

قاضي شریح وایي: زینب زما سره شل کاله ژوند وکړ، په دې شلو کلونو کې مې یو ځل غوسه ورته وکړه، هغه هم دا نه وه ګرمه، ما ظلم وکړ!

قاضي شریح رحمه الله زیاتوي: زما یو ګاونډی و، هغه به خپله مېرمن وهله! د هغه په اړه مې یوه ورځ دا څلوریزه وویله:

ژباړه: سړي مې ولیدل چې خپلې ښځې یې وهلې، که ما چرته زینب وهله نو لاس مې دې شل شي.

زینب لمر ده او ښځې ستوري، کله چې لمر راوخیږي ستوري نه ورنه ښکاري.

رأيتُ رجالاً يضربون نساءهم
فشُلّت يميني حين أضرب زينبا

فزينبُ شمسٌ والنساءُ كواكب
إذا طلعت لم تُبدِ منهُنَّ كوكباً

العقد الفريد لابن الحماد الحنبلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: