غزل / محمودي

شغلې یې څومره ژر ژر ټولېدلې، پټېدلې
څېرې لکه هندارې ماتېدلې، پټېدلې

پېریان د تور تمو به، له هر لوري راروان شول
چې کله دسپېدو سپینې څنګلې پټېدلې

یوه دنیا خبرو به مي زړه وو پړسولی
خو چاته مي له خولې نه را وتلې، پټېدلې

زما سوې سلګۍ افسوس افسوس د درباریانو
په کړسنده خندا کې ورکېدلې، پټېدلې

زه ناست دخپل باور سیوري ته ومه،خو هغوی به
اوبه تر بوسو لاندي تېرولې، پټېدلې

لنډي لنډي قدونه او دهیلو لوړې څوکې
په نه څه به له سترګو پټېدلې، پټېدلې

لامل یې محمودي ډارن احتیاط و، او یا مینه
چې زده کیسې له مانه، تښتېدلې پټېدلې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button