د لويديځ رسنيز بنسټونه!

ابوالياس جهادوال
څرنګه چې په تېرو ليکنو کې د استعماري رسنيو د فعاليت او په سړو او تودو جګړو کې له هغو څخه د استفادې څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل، نو په دې ليکنه کې مو هڅه کړې څو هغه مهمو بنسټونه معرفي کړو چې د نړۍ په کچه رسنيز مرکزونه کنټرولوي.
لويديځ استعمار د رسنيو رول ته په کتو، له هغو څخه د خپلو موخو د تحقق له‌پاره د استفادې برخه کې ښه تجربه لري، له همدې کبله يې له رسنيو څخه اغېزناکې استفادې او د مخالفو رسنيو د کنټرول او سانسور له‌پاره ځانګړي سازمانونه لري او په دې برخه کې يې مهم ستراتيژيستان او متخصصان په دندو ګمارلي چې له ځينو هغه څخه يادونه اړينه ده.
ټایم وارنر يا (AOL) بنسټ: د( AOL)بنسټ چې د « آنلاين امريکا» شرکت په نوم هم يادېږي، هغه مهال ډېر مشهور شو چې په ۲۰۰۰ کال کې يې د ۱۶۰ ميليارد ډالرو په ارزښت د ټايم وارنر شرکت وپيره. دغه بنسټ اوس‌مهال تر ټولو ستر رسنيز شرکت ګڼل کېږي چې رئيس يې « استيوکييس» او اجرائيه مدير يې « جرالدلودين» دی. دغې کمپنۍ اوس‌مهال د فلم بازار او سي ان ان ټيلويزيوني شبکې په شمول د نړۍ ډېری سترې انټرنيټي او رسنيزې شبکې تر خپل انحصار لاندې راوستي. تايم وارنر شرکت له اسرائيلو سره د هر اړخيز ملاتړ له امله د ياد هېواد صدراعظم بينامين نتنيايو څخه د جوبيلي جايزه هم ترلاسه کړې ده.
نيوزکارپوريشن بنسټ:
« نيوزکارپوريشن» د نړۍ په کچه د رسنيو هغه ستره امپراطورۍ ده چې کیث روپرت مرداک ( Keith Rupert Murdoch) له‌خوا اداره کوي. هغه په ۱۹۵۶ کال کې د ساندی‌تایمز (The Sunday Times) ورځپاڼې په پيرلو سره چې د استراليا په لويديز کې يې فعاليت درلود، پر رسينو د کنټرول په برخه کې خپلې هڅې پيل کړې او وروسته يې د يو شمېر نورو رسنيو په پېرلو سره چې د استراليا نیو سوث ولز، کویینزلند، ویکتوریا او شمالي برخو کې فعاليت درلود، د رسنيو په برخه کې د نفوذ لروونکي کس په توګه خپل نوم ثبت کړ. هغه په ۱۹۶۰ کال کې د دیلی میرر (Daily Mirror)ورځپاڼې په پيرلو سره د دې وړتيا ومونده چې له خپلو رسنيزو سيالانو سره سيالي وکړي. نوموړي همدارنګه په نيوزيلند کې د دامینیون (The Dominion) په نوم ورځپاڼه هم وپېرله او په ۱۹۶۴ کال کې يې د (The Australian) په نوم ورځپاڼه تأسيس کړه چې په ټوله استراليا کې خپريده.
نوموړي په ۱۹۷۲ ـــــ۱۹۷۴ کلونو کې د (Mirror) په نوم ورځپاڼې په پيرلو سره خپل رسنيز فعاليت بريټانيا ته هم وغځاوو. دغې ورځپانې په ۱۹۹۷ کال کې ۱۰ ميليونه لوستوونکي درلودل. د نوموړي اړوندو رسنيو په ۱۹۸۰ ـــــ۱۹۹۰ کلونو کې د انګلستان له محافظه کار ګوند څخه ملاتړ کاوو خو د تاچر او جان ميجر له واکمنۍ وروسته د کارګر ګوند ملګری شو. هغه همدارنګه د بريټانيا پخواني لومړي وزير توني بلير سره هم ژورې اړېکې درلود. هغه په ۱۹۹۰ کال د اسکای تلويزيون په نوم يوه سپوږمکيزه شبکه جوړه کړه چې له بي بی سي سره يې په ګډه د بی‌اسکای‌بی (BSkyB) په نوم خپرونې کولې.
مرداک په ۱۹۷۳ کال کې د «سن آنتونیو اکسپرس-نیوز»، « استار» او « نيوپورک پست» رسنيو په پيرلو سره د امريکا رسنيز بازار ته هم لار ومونده او په ۱۹۸۶ کال کې يې د فاکس نيوز ټلويزيونې شبکه هم راونيوله.
نوموړي همدارنګه په ۱۹۹۳ کال کې د ستار ټي وي هنګانګي شرکت په يو ميليارد ډالر وپيره او په دې سره يې په آسيايي هېوادونو کې هم رسنيز فعاليت پيل کړ چې دا د ۳۰ هېوادونو په پوښش سره په ختيځ کې تر ټولو ستره سپوژمکيزه شبکه بلل کېږي.
نيوزکارپوريشن په ۲۰۰۵ کال کې د اينترميکس ميډيا او آی‌جی‌ان‌اینترتینمنت شرکتونه هم وپيرل چې په هغو کې (MySpace.com) ويب سايټ او نورې ټولنيزې شبکې او ويب سايټونه هم شامل وو . له دې سربېره يې له ترکي پانګوال احمد ارتګون سره په ګډه « تي جي ار تي » ترکي ټلويزيوني شبکه هم وپيرله.
له دې سربېره فارسي ون ټيلويزيوني شبکه چې په ۲۰۰۹ کال کې يې له متحده عربي اماراتو څخه خپرونې پيل کړي چې په فارسي ډبلي سريالونو خپرونو سره په ايران، افغانستان او تاجکستان کې ډېر ليدونکي لري، هم په مرداک پورې اړه لري چې موبي ګروپ او سټار رسنيز ګروپ په مرسته د سعد محسني په نوم يو افغان توکمه استراليايي له‌خوا اداره کېږي. د يادونې ده چې موبي ګروپ په افغانستان کې هم د طلوع، طلوع نيوز، لمر په نوم ټلويزيوني شبکې او د آرمان او آراکوزيا په نوم راډيويي چينلونه لري.
په دغه پانګوال پورې اړوندې رسنۍ له فاکس نیوز، د شلمې پيړۍ فاکس(20th Century Studios ) په شمول يوازې په امريکا کې د ۳۵ ټلويزيوني شبکو او د « نيويارک پست» او « ټايمز» په شمول ۱۷۵ ورځپاڼو سره د نړۍ ۷۵ خلکو ته لاسرسی لري.
مرداک د ویکلی استاندارد، وال استریت ژورنال و فاکس نیوز شبکو په مرسته د امریکا متحده ايالتونو د ۲۰۰۳ کال ټاکنو کې د جمهوريت غوښتوونکي ګوند نوماند جورج ډبليو بوش سره د خلکو ملاتړ په جلبولو کې مرسته وکړه. نوموړي په دغو ټاکنو د ويکلي ستنډرډ ورځپاڼې د ۶۵ ميليونه تېراژه وړيا وېش سره ۵ ميليونه ډالر ولګول. له دې سربېره د اسرائيلو سخت ملاتړی هم بلل کېږي.
مرداک د يوې څېړنې په ترڅ کې چې په ۲۰۱۷ کال کې د فوريز بنسټ له‌خوا ترسره شوه، د ۱۳.۱ ميليار ډالره شتمنۍ سره د نړۍ ۹۴ یم او د امريکا ۳۴ ام شتمن کس او ۳۵ ام اغېزناک کس ونومول شو.
سوروس بنسټ (Soros Foundation):
دغه بنسټ چې اصلي نوم يې (Open Society Institute (OSI دی، په مجارستانی توکمه امريکايي يهودي جورج سوروس پورې اړوند دی چې د پانګونې او بشري حقونو مطالعاتي سازمان په نومونو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د صهيونيزم ايډيالوژي د پرمختيا له‌پاره کار کوي. د سوروس بنسټ کاري بهير داسې دی چې لومړی په بېلابېلو هېوادونو کې مطالعاتي مرکزونه فعالوي او له هغه وروسته د مرکزي دولت مخالفانو په ارزونې او دولت ضد مطبوعاتو په ملاتړ سره سپينو او آرامه انقلابونو ته زمينه برابروي. د دغه بنسټ د فعاليت اصلي حوزه د منځۍ آسيا هېوادونه او قفقاز دی.
سوروس بنسټ د آذربايجان، ‌ارمنستان، ‌ازبكستان، اوكراين، ‌تاجيكستان، روسيه، گرجستان، قرقيزستان، ‌قزاقستان و مولداوي په شمول د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې استازولۍ لري. دغه بنسټ د رابرت مرداک ( د خبري رسنيو يهودي امپراتور) تر څنګ په نړۍ کې دويم رسنيز سازمان دی چې تر ټولو ډېرې ټلويزيوني شبکې، خبري اژانسونه، سايټونه، ورځپاڼې او خبرپاڼې لري. خو يوازينی توپير يې دا دی د مرداک ( مردوخ) رسنيز فعاليت ښکاره دی خو سوروس بنسټ تر ډېره هڅه کوي چې دغه کار په پټه ترسره کړي. خو دا ښکاره خبره ده چې په ۲۰۰۴ کال کې يې په آذربايجان کې ۲۰ خبري مؤسسې تر پوښښ لاندې راوستې وې.
دغه بنسټ په ۲۰۰۳ کال کې په ګرجستان کې د (Rose Revolution) مخملي انقلاب په برخه کې مهمه ونډه درلوده. نوموړي د ګرجستان د وخت ولسمشر شواردنادزه ( (Shevardnadze مخالفانو په ملاتړ ۲۰ ميليونه امريکايي ډالر ولګول. که څه هم شواردنادزه د متحده ايالتونو ملاتړی هم وو او په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان لويديز يرغل پر مهال د امريکا په ملاتړ دغه هېواد ته خپل سرتيري لېږيدولي وو، خو دا چې له متحده ايالتونو سربېره له روسيې سره هم د نېږدې اړېکو او دوه مخي سياست پر مخ بيولو تورن وو، نو ځکه خو لويديز استعمار هغه د خپلو مغرضانه هدفونو د تحقق پر وړاندې خنډ وباله او د راپرځولو په هڅه کې شو.
د معلوماتو پر بنسټ سوروس بنسټ د ۵۰۰ زره امريکايي ډالرو په پانګونې سره د ګرجستان «روستاوی ۲ » ټلويزيوني شبکې له لارې خلک دې ته هڅول چې د دولت پر ضد پاڅون وکړي. د سوروس فعاليت په ګرجستان کې تر هغه دوام وموند چې د شواردنادزه حکومت يې راوپرځيد.
د سوروس فعاليتونه دومره اغېزناک وو چې د دولت په کابینه کې څور تنه وزيران ( د ښوونې او روزنې، عدليې، ماليې او د ځوانانو او ورزش وزارتونه) هغو کسانو ته ورکړل شو چې پخوا يې په ياد بنسټ کې دنده ترسره کوله.
له دې سربېره په ۱۹۹۷ کال د دغه بنسټ فعاليتونه د سويل لويديزې اسيا هېوادونو ته وغوځول شول او په يادو هېوادونو کې د « پرانيستې ټولنې» په نوم دفترونه پرانيستل شول چې دغه هېوادونه له اقتصادي او مالي ستونزو سره مخ وو.
له دې سربېره ياد بنسټ تر اوسه په آذربايجان کې ۲۰ ميليونه ډالر د دولت ضد رسنيو او سازمانونو پر فعالولو لګولي.
همدارنګه ياد بنسټ له هغو مؤسسو او مرکزونو څخه هم ملاتړ کوي چې په ايران کې د ګډوډيو رامنځته کولو برخه کې کار کوي چې ټولو مهم يې د ويلسون په نوم مرکز دی چې هدف يې د ايران شته نظام پر ضد د يوې رسمي شبکې جوړول دی.
وايکام (Viacom ) شرکت: په امريکا کې دويم لوی رسنيز شرکت دی چې د CBS په شمول يو زيات شمېر ټلويزيوني شبکې په واک کې لري. دغه کمپنۍ چې اوس‌مهال د « سامنر ردستون» يهودي له‌خوا اداره کېږي، د خبرونو، مسيقي، هنر، ورزش او کميډي پروګرامونو په برخه کې د امريکا په کچه تر ټولو ستره کمپنۍ يادېږي. «سی.بی.اس»، «ام.تی.وی»، «نیكلودئون»، «كمدی سنترال»، «وی. اچ. وان»، «سی.ام.تی»، «اسپایك.تی.وی» هغه تلويزيوني شبکې دي چې د دغه شرکت تر مديريت لاندې فعاليت کوي.
برتلزمان(Bertelsmann AG): د دغې امريکايي رسنيزې کمپنۍ د آلمان هېواد په گوترزلوه ښار کې او د خپرونو ډېری تمرکز يې له امريکا څخه بهر په نورو هېوادونو باندې حتی ځينې ورته غيرامريکايي کمپنۍ وايي. دغه کمپنۍ په ۱۸۳۵ کال د کارل برتلسمان له‌خوا تأسيس شو د « رندوم هاوس» په نوم انتشارات هم په واک کې لري چې هر کال د نړۍ په کچه په ميليونونو ټوکه کتابونه خپروي. له دې سربېره د ګرونراونديار شرکتونه( اشترن مجلې ناشران)، آر تي آل راډيو ټلويزيوني او يو زيات نورې رسنۍ په دغه شرکت پورې اړه لري. دغې کمپنۍ په ۲۰۱۱ کال کې ۱۲۶٫۵۰۰ کارکوونکيو ۱۹ ميليارده يورو عوايد ترلاسه کړي وو.
جنرال الکتريک(General Electric) شرکت: دغې کمپنۍ په ۱۸۹۲ کال کې تأسيس شوه او په ۱۹۱۹ کال کې يې د « امريکا» په نوم راډيو هم فعاله کړه چې تر ډېره يې پر مټ خپل محصولات بازار ته ور پېژندل. دغه شرکت د «ان بی سي» او کلمبيا پيکچرز ټلويزيوني شبکې هم په واک کې لري. دغه رسنيز شرکت د امريکا جمهوريت غوښتوونکي ګوند کلک ملاتړی ګڼل کېږي چې په ۲۰۰۰ کال ټاکنو کې يې له جمهوريت‌پال ګوند له نوماند سره ۱.۱ ميليارد ډالر مرسته وکړه.
والت ديزني(Walter Elias “Walt” Disney) شرکت: دا هم د نړۍ په کچه ستر رسنيز او د فرهنګي توکيو د توليد شرکت دی چې يهودي « ميخاييل اينزير» يې رئيس دی. دغه شرکت په ۱۹۹۴ کال داسې محصولات بازار ته وړاندې کړل چې تر ډېره يې سياسي انګيزه درلوده او خلک يې فحشاء ته هڅول. د دغې کمپنۍ توليدي کارتوني فلمونه هم تر ډېره د لويديزې نړۍ کلتور ترويجوي چې تر ډېره د ماشومانو پر اخلاقو ناوړه اغېز کوي. دغه شرکت په خپلو توليدي محصولاتو کې تر ډېره د صهيونيستي مفکورې ترويج له‌پاره کار کوي او په وروستي اقدام کې يې د امريکا فلوريدا ايالت په يو نندارتون کې چې د ۸ ميليون ډالرو ټوليز لګښت جوړ شوی او ۱.۸ ميليونه اسرائلو ورکړي وو، بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه معرفي کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: