د صحرا زمری!

سید عمر بن مختار په ۱۸۶۲م زیږدیز کال د لیبیا هیواد طبرق ته څیرمه نړۍ ته سترګې غړولي، لومړنۍ زده کړي یې د خانقا په مدرسو کې سرته رسولي ، دا مدرسې د افریقا د صوفیانو مجاهدینو له لوري اداره کیدلې او ددې ډلې مشر سید محمد بن علي سنوسي رحمة الله علیه وو، تر هغه وروسته عمر مختار د لوړو زده کړو لپاره د جبل الاخضر په سیمه کې د القصور خانقاه مدرسې ته لاره پیدا کړه او هلته یې د استادانو څخه د زده کړو وروسته خپله هم د ښوونکي په دنده پیل وکړ چې د ۱۹۱۱ زیږدیز پورې همالته بوخت وو.
په ۱۹۱۱ زیږدیز کال کې ایټالوي ښکیلاک پر لیبیا حمله وکړه او د خلګو ازادي یې وننګوله عمر مختار خانقاه پریښوده ، د پردیو د ایستلو لپاره یې وسله پورته کړه او د ایټالوي استعمارګرانو په وړاندې یې مجاهدین را غونډ کړل.
یوازې په په شلو میاشتو کې د مقاومت او استعمار تر منځ دوه سوه درې شپیته ( ۲۶۳) ځله نښتې وسوې چې هر ځلي دښمن ته د عمر مختار دوی له اړخه درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل دا ځکه چې د سیمې د صحرا سره پوره بلد و او د دښمن د را ګیرولو ښه تاکتیکونه یې جوړولی شول.
جګړه وغځیده عمر مختار پوره شل کاله له ایټالوي استعمار سره مبارزه وکړه ، په وروستي ځل جګړه کې چې د دښمن د قواو او د عمر مختار د ډلې تر منځ ونښته د ۱۹۳۱ زیږدیز کال د سپتمبر په یوولسمه نیټه د پنځوسو په شاوخوا کې مجاهدینو په دښمن برید وکړ له سختې جګړې وروسته ډیرمجاهدین په شهادت ورسیدل تر څو دښمن د عمر مختار د سورلۍ آس ټپي کړ او عمر مختار یې په سخت زخمي حالت کی ونیوو او دا په داسې حال کې وه چې دښمن هیڅ نه پوهیده چې دا عمر خوړلی سپین ږیری چې دوی نیولی دا به د مجاهدینو زړور مشر عمر مختار وي.
سره له دومره ډیر عمر ، کمزوري او زخمي بشر دښمن د صحرا دغه میړنی زمری په لویو لویو ځنځیرونو وتاړۀ ځکه هره ګړۍ یې د ځان کاږلو او خلاصولو شونتیا وه ، د ډیرو ربړونو ، پوښتنو او ګرویږنو وروسته یې په صحرایي محکمه کې د اعدام پریکړه ورباندې وایسته ، کله چې یې د وروستۍ غوښتنې پوښتنه ترې وکړه هغه دغه ایت شریف تلاوت کړ: (انا لله و انا الیه راجعون – ژباړه: موږ د الله تعالی یو او هغه ته ور ګرځو) د ۱۹۳۱ د سپتمبر په ۱۶ مه او د ۱۳۵۰ هجري سپوږمیز کال د جمادي الاول په لمړۍ نیټه په عام محضر کې د ماسپښین په پنځو بجو په دار وځړول سو
ترتیب: محمد جاوېد حنيف

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: