د قوشتېپې کانال او خودکفاء افغانستان!

ذبیح الله نوراني
افغانستان څۀ له پاسه څلور لسیزې کيږي، چې د کورني جنګ، بهرني اشغال او د بدبختو ناورینونو له امله له هر راز بنسټیزو پروژو له افتتاح او جریان څخه لرې ساتل شوی و، کۀ د عام المنفعه اساسي کړنو تکل به کوم چا مطرح کړ، له داخلي او بهرني مزاحمتونو سره بۀ مخ شو، ځکه چې د افغانستان پۀ ښېرازۍ کې د مغرضو ګاونډیو پر ژرندو اوبه درېږي او په داخل کې یې د اجنټانو مالي منابع وچېږي، دې څلورو لسیزو، زموږ هېواد د اقتصادي پرمختګ پۀ ډګر کې یوه پېړۍ شاته وغورځاوه.

افغانستان تر اوسه د خپل ولس اولیه خوراکي موادو”اوړه، غوړي او د څښاک صحي کافي اوبو” له پلوه ځان بسیا نه دی.

د دوو لسیزو اشغال پر مهال د سېلاب په شان د نقدي مرستو تورُّم، زموږ خلک داسې بې زحمته آموخته کړل، چې د هېواد سوکالۍ او ملي رفاه لپاره یې سوچ هم نه کاوه او د ډالرو پړسوب هر څه ور څخه هېر کړي ول.

مغرضو او حریصو ګاونډیانو په هر زون او ولایت کې ملک‌الطوایفي او د قدرت جزیرې جوړې کړې وې، چې مبادا نظام د بنسټیزو کارونو طرحې رامنځ‌ته نکړي. خپله نظام هم د اوبو پر سر ځګ ته ورته و، چې اداره یې په خپل واک کې نه وه ځکه د آمریکایي اشغال ائتلاف پر اساس رامنځته شوی و او د ملی ادارې ممثل نه و، همدا لامل و، چې ولس یې هم شاته پرېښوده او ا.ا.آ ملاتړ یې وکړ او د جمهوري په نامه نظام د ا.ا.ا پر وړاندې له ننګوونکي سقوط سره مخ شو.

د غربي اشغال‌ګرو په اټکل داسې ښکارېده، چې د اوسني اسلامي نظام په راتګ او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به هرڅه له منځه لاړ شي او اسلامي نظام به د تېرجمهوري نظام له ړنګېدو سره سم له انزوا او فروپاشۍ سره مخامخ شي، چې په نتیجه کې به یو ځلې بیا بهرني هېوادونو ته د مداخلې، هجوم او استثمار چانس په لاس ورشي او افغانستان به له یو بل ناورین سره مخ شي.

د همدې هدف لپاره امریکایي اشغالګرو او د هغوی متحدینو د خپلو هېوادونو دروازې د افغانانو پر مخ پرانیستې، افغانان یې د یو پراخ تبلیغاتي کمپاین په نتیجه کې وهڅول چې خپل هېواد پرېږدي او د آمریکا په ګډون نورو بهرنیو غربي هېوادونو ته مخه کړي، چې دا پروسه یې اوس هم جریان لري او هره ورځ ګڼ افغان ځوانان د ټولنیزو رسنیو او تبلیغاتي دستګاوو په مټ هڅوي، چې د نظام پر وړاندې داسي څه وکړي، چې هغه غبرګون ته مجبور کړي او دوی له یوې خوا تبلیغاتي شخوند پرې ووهي او له بلي خوا یې د ایستلو لپاره د ابزار په توګه وکاروي.
اسلامي حکومت هم په آرامه پاتې نشو او د خپلو هېوادوالو د هرډول هوسایني او پرمختګ لپاره لاس په کار شو، د خپلو هېوادوالو لپاره یې ډاډمن امنیت رامنځته کړ او د هېواد په کچه یې د قوشتېپې کانال په شمول داسي ستري پروژې پیل کړې چې د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې یې ډیر کم ساری لیدلی شو.

په لومړي ځل یې له داخلي عوائدو بودیجه تصویب کړه او د ټولو پیل شوو پروژو بشپړ مالي لګښت یې له همدې داخلي بودیجې څخه تمویل کړه چې هم یې ولس ته کار وموند او هم یې د خپل اولس ښه راتلونکی تضمین کړ.

د قوشتېپي کانال کومه عادي خبره نه ده او نه هم په عادي بودیجې یې د سرته رسولو چاري بشپړېږي، بلکي د دې پروژې د پای‌ته رسېدو لپاره داسې بنسټیږې چارې او لوی تعهد ته اړتیا ده چې پولادي عزم ولري او لکه د غره زغم یې په وړاندي ټولې ننګونې پای ومومي، تبصره نه اوږدوم راځم د قوشتیپې د کانال وروستیو پرمختګونو او د ولس قضاوت ته!

د قوشتېپې کانال مساحت:
د قوشېپې کانال د اوسنۍ طرحې او تخنیکي ډیزاین له مخې ۲۸۵ کیلومتره طول “اوږدوالی”، ۱۰۰ متره عرض “پلنوالی” او ۸.۵ متره عُمق “ژوروالی لري، چې د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ څخه پیل، د حیرتان په ریګونو د دولت آباد او بلخ ولسوالیو، د جوزجان فیض آباد، آقچې او یو شمېر نورو سیمو باندي تېرېږي او بالآخره د فاریاب تر اندخوی ولسوالیو پورې کابو دری میلیونه جریبه زراعتي ځمکه خړوبولی شي.

د کانال وړتیا:
دا کانال د دې وړتیا لري، چې په یوه ثانیه کې ۶۵۰ متره مکعب اوبه انتقال کړي، چې په یوه کال کې د ۶ اعشاریه پنځه مترو په لوړوالي سره د لس میلیارده متره مکعب اوبو د انتقال ظرفیت لري.

د کانال د یوکال بودیجه:
ا.ا.ا د ۱۴۰۱ لمریز کال بودیجې لپاره په مقدماتي توګه د ۶ میلیارده افغانیو معادل بودجه پۀ پام کې ورته نیولې ده.

د کانال مهم موارد:
د قوشتېپې کانال چې په شپږو کلونو کې به بشپړ شي، نور واړه نهرونه او د بلخ ولایت سیمو د خړوبولو لپاره وړې ضمیمه یي پروژې هم لري، چې د دې سترې پروژې په اکمال سره به په هېواد کې د زراعت، غلو او نورو زراعتي تولیداتو په برخه کې یو ستر انقلاب او بدلون را منځ‌ته شي. د دې پروژې په اکمال سره به د غَلو او زراعتي تولیداتو په برخه کې هېواد په ځان بسیا او د غَلو صادرات به هم ولرو.

دا کانال به د زراعت تر څنګ د سیمې سمسورتیا، چاپېریال ساتنې او ښېرازۍ په برخو هم مهم رول ولري، حتٰی د اقلیمي تغییراتو او روڼوالي باعث هم ګرځي.

افغانستان د نړۍ په کچه د اوبو لرونکو هېوادونو په سر کې ځای لري، چې بد بختانه زموږ زیاته سلنه اوبه ناشکره هېوادونو ته ور روانې دي، چې ان‌شاءالله د اوبو په مدیریت کې به د هېواد په کچه کوټلي ګامونه واخلو او د مؤظف تخنیکي ټیم له خوا پر عملي او تطبیقي طرحو کار جریان لري.

د کانال پړاوونه:
د قوش تېپې کانال دری پړاوونه لري، چې لومړی پړاو یې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د آمو له سیند څخه پیلېږي او د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ ته رسېږي. د دوهم پړاو اوږدوالی ۱۷۷ کیلو میتره دی چې د بلخ له دولت آباد څخه ‏پیلېږي، د جوزجان ولایت له آقچې ولسوالۍ څخه تېرېږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسېږي. درېیم پړاو پر زراعتي ځمکو د فرعي کانالونو د تقسیم دی. دغه پروژه به په شپږ کاله کې تکمیلېږي چې د لومړي پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې نیول شوی دی.

د دې کانال له برکته به د زراعتي ځمکو د خړوبولو تر څنګ، زراعتي فارمونه هم ولرو چې تر څنګ به یې په مجموعي توګه میلیونونه خلکو ته د ځمکې، سرپناه او اشتغال زمینه هم برابره شي. وطن به ان‌شاءالله د خودکفایۍ لور ته ځي، بهرنیو مرستو ته به نور محتاج نه و او افغانستان به د سیمې په کچه د غَلو مهمو صادراتي هېوادونو په ردیف کې راځي.

د کانال اوسنۍ چاري او تازه پرمختګونه:
د قوشتېپې کانال پروژې لومړي فاز کار، چې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، پۀ ۱۰۴ نقطو کې له کلدار ولسوالۍ څخه تر دولت آباد ولسوالۍ پورې، عملا اوس جریان لري.
۳۲۰۰ تنه کارکوونکي په ساحه کې، سره له ۲۲۵۰ عرادو ماشین آلاتو د پروژې په چارو کې په کار بوخت دي.
تر اوسه پورې د ۲۲کیلومتره کانال کار بشپړ شوی، چې ۳۳میلیون متر مکعب خاوره ترې انتقال شوې ده.
فعلا د آمو په څنډه صفري نقطه کې، د اوبو پر سربند د ۲۵۰ متره په امتداد د آمو سیند د ننه د اوبو د لوري د تغییر لپاره کار جریان لري.

د حیرتانو سړک په اوږدو کې د دوو پلونو د جوړولو کار، چې یو پُل حیرتان ـ مزارشریف د ترانزیت سړک لپاره او بل د رېل پټلۍ لپاره دی پۀ دوو نقطو کې؛ جریان لري او هره ورځ څلور سوه زره متره مکعب خاوره ترې کیندل کېږي.
دا رقم د تغییر وړ دی او موږ هره ورځ سل زره متره مکعب خاوره تر خپل ورځني پلان زیات کار کوو، دا په دې معنا چې موږ به د الله ج په مرسته دا پروژه تر ټاکل شوي وخت مخکې پای ته رسوو.

موږ هره ورځ پانګه‌والو شرکتونو ته په اوسط ډول تر ۳۰دېرش میلیون افغانیو زیاتې پیسې ورکوو.
پۀ ټوله کې د پروژې د چټکۍ چارې ۳۰% اټکل شوې، چې دا زموږ د خلکو او ا.ا.ا مشرتابۀ ژمنتیا څرګندوي.

پای

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button