ایا د شکر ویستلو وخت نه دی؟!

محمد آصف آزاد

الله جل جلاله فرمایي: (لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيدٌ.)
“كه شكر و باسئ؛ نو پر تاسې به لا زياته پېرزوينه وکړم او كه د نعمت ناشكري وکړئ؛ نو زما سزا ډېره سخته ده.”
موږ د یوه مظلوم ملت په توګه، د یو داسې ملت په توګه؛ چې شاوخوا نیمه پېړۍ کې د نړۍ د دوو یرغلګرو زبرځواکونو د یرغل او حملې سره مخ شو، د یو داسې ملت په توګه چې څو ځله ورباندې د پردیو نظامونو او پردیو مفکورو د تحمیل هڅه وشوه، د یو داسې ملت په توګه چې پردۍ په توپ و ټانګ سمبالو لښکرو زموږ آزادي سلب کړه. زموږ امنیت یې له منځه یووړ. او…
او لنډه دا چې له موږ یې د هرې خوښۍ او نېکمرغۍ د اخیستلو او تروړلو لپاره خپل ناولي لاسونه را اوږده کړل او هره بدبختي یې چې په توان پوره وه، زموږ ټاټوبي ته یې راوړه.
موږ د یو مسلمان، په دین او ازادۍ مین ملت په حیث مبارزه وکړه. قربانۍ مو ورکړې، ستونزې مو وګاللې او په ازغنو لارو مو قدمونه واخیستل؛ خو د مهربان رب بېشمېره حمد و ثنا دې وي، دا ګالل شوي تکالیف او زحمتونه، دا نذرانه شوي سرونه او دا قربانۍ او سرښندنې عبث نشوې. مهربان رب خپل رحم وکړ او دا په ازغنو لارو او په سکروټو پوښلو لارو اخیستل شوي ګامونه بلاخره هدف ته ورسېدل. نو اوس چې د شکر ویستلو وخت را رسېدلی؛ نه ښایي چې د رب جل جلاله شکر وکړو؟!

که د یو ګوتشمېر هغو کسانو چې په پروني ناورین حالت کې یې خپل شخصي مفاد و، د هغوی له پروپاګند او چیغو تېر شو؛ نو یقیناً چې نن ورځ موږ له ټولې نړۍ څخه نېکمرغه ملت یو. باور وکړئ نن ورځ پر موږ باندې الله تعالی خورا لوړ او قېمتبها نعمتونه لورولي _بویه چې شکر یې اداء کړو_؛ داسې نعمتونه، چې ځینې یې د نړۍ هیڅ ملت نن ورځ نلري او اوږده موده د یوه دغسې نعمت ترلاسه کولو په هیله دي؛ خو نن زموږ _الحمدلله_ د اوږدې زمانې، آن د لسیزو آرمان پوره شوی. نو ایا د شکر ویستلو وخت نه دی؟!

_نن موږ د اسلامي نظام غوندې د بېساري او نننۍ نړۍ کې د نایابه نعمت څخه برخمن یو. نیږدې نیمه پېړۍ مو د همدې ارمان لپاره مبارزه وکړه، هر رنګه قربانۍ مو ورکړې، هر رنګه تکالیف او دردونه مو وزغمل؛ ترڅو همدا هدف ترلاسه کړو، ترڅو د اسلامي نظام څښتنان شو او تر څو د لسیزو ستړیاوو او کړاوونو وروسته د اسلامي نظام سیوري ته دمه شو!
هوکې، نن مو همدا ارمان پوره شوی او دې ستر هدف په ترلاسه کولو توانېدلي یو.

_نن ورځ موږ په رښتیني معنا د خپلواکو او مستقلو ملتونو څخه یو؛ په داسې حال کې چې نن په نړۍ کې اکثریت شمېر هېوادونه په داسې حال کې د آزادۍ ورځې لمانځي، چې په حقیقت کې آزاد نه دي او غلامي یې لکه د لمر ټولې نړۍ ته ښکاره او واضحه ده. آن اړ شوي چې د آزادۍ رښتیني او حقیقي تعریف ته بدلون ورکړي!
خپلواکي؛ هغه چې دې حُر او آزاد ملت ته دومره محبوبه ده، چې په هیڅ قېمت یې ور باندې معامله نه ده کړې او هیڅ زور او قوت ته تسلیم شوي نه دي؛ ترڅو دا خپلواکي ترې واخلي. د دې ملت تاریخ شاهد دی او نړۍ هم پرې شاهده ده چې دې ملت د آزادۍ لپاره همېشه بې سارې او په هر حالت کې مبارزې او سرښندنې کړي. لله الحمد، نن په ټوله معنا موږ آزاد ملت یو او خپلواکي مو د هیڅ لوري او قوت تر سیوري لاندې نه ده.

_نن ورځ موږ د بې ساري امن او سولې له نعمته برخمن یو؛ داسې نعمت چې د نړۍ ګڼ شمېر ملتونه یې په ارمان دي، آن همدا موږ یې هم لسیزو داسې ارمان کړی، چې یوازې وچه ډوډۍ او اوبه مو غوښتې، خو چې آمن او سوله مو لرلې وی؛ نن یې لله الحمد لرو!
همدا څه باندې کال وړاندې مو هیڅ ځای امنیت نه و خوندي؛ خو نن هر ځای خوندي او ډاډه یو.

دا یوازې یو څو بېلګې وې؛ که یوه شېبه فکر وکړو او متوجه شو، وبه وینو چې د مهربان رب په څومره لویو لورینو کې پټ یو!

نو بیا یې وایم چې، ایا د شکر ویستلو وخت نه دی؟!
ایا دا کوچنۍ لاسته راوړنې دي؟!
ایا اوس هم د دې ټولو لویو نعمتونو له پام غورځول او نامناسبه شکایاتونه د دې نعمتونو ناشکري نه ده؟! یا الله! دا یو څو ناشکره وګړي د دې ملت څخه نه دي؛ دا مسلمان ملت له تا راضي دی، ته راضي شې!
ربه! موږ به ستا د دې لویو نعمتونو او لورینو څرنګه شکر اداء کړی شو؟!
یا ربه! تا لره دې بېشمېره حمد او ثنا وي!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button