افغانستان؛ پر کومه خوا…؟!

محمد آصف آزاد
د تېر ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمایي کې چې افغانستان د ا.ا تر واکمنۍ لاندې راغی؛ ورسره جوخت یو شمېر مغرضو رسنیو، ځینو نړیوالو سازمانونو، ځینو هېوادونو او ځینو مبصرینو د افغانستان او افغانانو سره د دښمنۍ پاللو په لړ کې یوه بله هڅه پیل کړې، چې په خپلو پرلپسې څرګندونو یې هڅه کړې څو د افغانانو په منځ کې وېره او ترهه خپره کړي او د افغانستان داسې انځور خپرولو هڅه یې کړې چې وښیي افغانستان په یوه بد وضعیت کې دی او یا بد او ناوړه لوري ته روان دی.
خو رښتیا څه دي؟! افغانستان له ښه لوري په بد لوري اوښتی او که له بد وضعیته پر ښه لوري تللی؟!
دلته به د تېرو شلو کلونو سره د اوسني وخت د بدلونونو یوازې یو څو بېلګې یادې کړو، چې بیا به د پورتنۍ پوښتنې ځواب موندل شوی وي.
_ د تېرې اوونۍ د امنیتي حالت اړوند د پژواک خبري اژانس خبر خپور کړی. په تېره یوه اوونۍ کې په درست افغانستان کې یوازې دوه نفره سرسري ټپیان شوي.
دا د هغه هېواد د امنیتي حالت اړوند دا ډول خبر دی، چې تېر شل کاله یې، آن د جمهوریت تر وروستیو میاشتو یې په هېواد کې د مرګ ژوبلې شمېر تر دریو سوو رسېده. تېر شل کاله د خونړۍ جګړې کوربه و او د نړۍ له څلوېښتو زیاتو هېوادونو یرغلګر قوتونه پکې په جګړه او وژنه بوخت و. خو د ا.ا په راتګ او د اشغالګرو او د هغوی لخوا د راوارد شوي او تپل شوي جمهوریت او جمهوریتوالو د ټغر په ورټولېدو، په درست افغانستان کې داسې مثالي امنیت، چې د نړیوالو سازمانونو، هېوادونو او مبصرینو په خیال کې لا نه ورته.
نړیوالو چې خپل تېریګر ځواکونه “سوله ساتي” بلل، خو دغو سوله ساتو(!) ځواکونه شل کاله ونشو کړلی چې افغانستان په آمن کړي، سوله ساتل څه چې، سوله یې لا رانه وستلی شوه، پاتې خو یې لا یاتل شول! خو برعکس یې افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې خونړی کوله او شل کاله یې په وژنه او تخریب کې تېر شول؛ خو نن چې ا.ا په دې توانېدلی چې په څو ورځو کې هېواد کې آمن قایم کړي؛ نړیوال دې د منفي پروپاګند پر ځای خپلو تېروتنو ته متوجه شي، په خپلو تېروتنو دې اعتراف وکړي، د ا.ا څخه د ملت په کلک ملاتړ کولو دې اعتراف وکړي او د ا.ا په ځواک دې معترف شي. خو نامرده دښمن د دې اخلاقي جرئت وړتیا نلري، ځکه خو یې برعکس پروپاګند او منفي تبلیغاتو ته زور ورکړی.
هغه مصارف چې د دوی د خپلې ادعا په باور، دلته یې د آمن(!) راوستلو په موخه ترسره کول، خو ونه توانېدل؛ نن چې ا.ا په آمن راوستلو بریالی شوی، اوس که هغه مصارف د افغانستان د ودانولو لپاره نه کوي، نو د افغانستان پر ضد خو دې یې د منفي تبلیغاتو لپاره له مصرفولو هم راوګرځي.
_له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په درست افغانستان یو خپلواک، مقتدر، مرکزي او اسلامي نظام حاکم دی. نه پکې د واک جزیرې شته، نه د افغانستان له منلو انکار شته، نه د افغانستان او افغانانو د امنیت د ننګولو په موخه په کومه خوا کې د بدماشانو د بدماشۍ جرئت شته او نه کوم دښمن ته د افغانستان د وېشلو کوم چانس شته. له یو سره تر بله، درست افغانستان د یوه امیر د امر لاندې، د یوه بیرغ تر سیوري او یو لښکر په غېږ کې آرام او مطمین دی. د تجزیې، نفاق او بېلتون غږونه خاموش شوي او ټول ملت د وحدت او یووالي په رسۍ منګولې کلکې کړي.
_له اوږده ځنډ وروسته افغانستان د پیاوړي مسلمان ملي پوځ څخه د برخمن کېدلو په درشل کې دی. یو داسې پوځ، چې د افغانستان، افغانانو او د افغانانو له ارزښتونو به دفاع کوي. د تېرو شلو کلونو برخلاف، نه به یې کورونو ته پردي راولي، نه به یې د پردیو د امر او خوښی لپاره وژني، نه به یې ارزښتونه ښکنځي او نه به پرې پردي ارزښتونه تحمیلوي. داسې پوځ، چې د هېواد، ملت او د اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د دفاع کولو په ازموینه کې ممتاز بریالي شول او د لسګونو هېوادونو د روزل شوو او په زور و زر سمبالو لښکرو ته یې ماتې ورکړه. داسې پوځ، چې خپلو اهدافو ته ژمنتیا، قربانۍ ته د چمتووالي او د کلک هوډ په لرلو کې بې بېلګې دي.
_د افغانستان سرحدونه د ګاونډیانو د شریرو موخو پر وړاندې تړل شوي او حفظ دي. په لنډو ورځو کې ولیدل شول چې د ا.ا ځواکونو هیڅ لوري ته د دې اجازه ورنکړه چې د افغانستان حریم ته دې ناسم ګام واخلي. پاتې خو لا د شل کلن جمهوریت د دور نادودې شوې.
_له شل کلن ځنډ وروسته د افغانستان بهرنۍ سیاست د افغانستان د ګټو او د افغانانو ارزښتو ته په کتلو وړاندې ځي. د افغانستان د بهرني سیاست ستراتېژۍ به نه د هغه او نه د دغه هېواد د غوښتنو له مخې جوړیږي؛ بلکې په بشپړې خپلواکۍ به د افغانستان د ګټو لپاره جوړیږي. نور به د تېرو شلو کلونو په څېر هیڅ هېواد د دې جرئت ونه کړي چې له خپلې پلازمینې، کابل ته د څه کولو او یا نه کولو امر وکړي. په نړیوال سټېج به د مسلمان افغانستان وړ او رښتینی استازیتوب کوي.
_د تېرو شلو کلونو وروسته لومړی ځل دی چې د غلاوو او اختطاف ګراف تر ټولو ټیتې کچې ته را ټیټ شوی او د ا.ا جدیت ته په کتو، تمه ده چې ډېر ژر به د دې جنایتونو او جنایتکارانو ټغر هم ورټول شي. آن د جمهوریت د وخت اختطاف شوي وګړي د ا.ا د ځواکونو په هڅو موندل شوي او آزاد شوي، غلا شوي اموال پیدا شوي او خپلو خاوندانو ته سپارل شوي دي.
_د ا.ا په راتګ په همدې لومړیو وختونو کې د کابل سلګونه په نشه یي موادو روږي او معتاد وګړي د کابل ښار او شاوخوا څخه راټول او روغتون ته لیږدول شوي، چې خپل عادي ژوند ته د ستنېدو په حال کې دي. خو تېر شل کلن جمهوریت کې یې یوازې له یوې ورځې بلې ته د شمېر زیاتوالی اعلانېده!
_له اوږده ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې د هیواد بودیجه د بهرنیو مرستو پرته د داخلي امکاناتو پر اساس جوړیږي.
_افغان مېرمنې د تېر شل کلن خونړي دور څخه په تر ټولو ښه حالت کې دي. نه یې پر وړاندې د پلار، ورور او زوی د وژنې وحشتناک ظلم ترسره کیږي او نه یې پر کور د بمبارد او چاپې وېره په ذهن خپره ده. د زده کړو او وړ کار لپاره ورته په رښتینې معنا د وړ حالت برابرولو جدي هڅې کیږي.
دا یوازې یو څو بېلګې دي چې یادې مو کړې. اوس پورتنۍ پوښتنه چې افغانستان پر کومه خوا تللی؛ مثبت او که منفي لوري ته؟! ښه ځوابولی شو.
رسنۍ به اوسنۍ حالت د ستونزمن انځورولو هڅه کوي، خو افغانان به تېر نه ایستلی شي؛ افغانان پوهیږي چې د لسیزو ارمان یې پوره شوی. هو، د خپلواکۍ ارمان، د اسلامي نظام ارمان، د سولې او آمن ارمان او… دا ټول هغه ستر ارمانونه و، چې افغانانو ورته لسیزې مبارزه کړې، بېدرېغه قربانۍ یې ورته ورکړي، شهادتونه، زندانونه، هجرتونه او بلها ستونزې او ستړیاوې یې ورته په ځان منلې وې. هوکې، د همدغو ارمانونو لپاره. نن یې چارې داسې مخلص مشرتابه سمبالوي، چې د دې ملت په هر درد او خوښی کې شریک دي، په دین او ارزښتونو ور شریک دي. د جمهوریت د شل کلنې دورې په څېر نه له بهره را وارد شوي، نه له پردیو اغېزمن دي، نه پرديپال دي او نه د پردیو په رنګ کې رنګ دي.
خو د دې مثبتو پرمختګونو علاوه، کومې ستونزې چې شته او ترې په استفاده د ا.ا پر خلاف چې د پروپاګند کولو ګټه اخیستل کیږي؛ راځئ وګورو چې د دې ستونزو پړه د چا پر غاړه ده؟! او ولې د ا.ا پر خلاف ترې د پروپاګند استفاده کیږي؟!
_تر ټولو لومړی نیوکه د اقتصادي ستونزو ده. خو ایا د دې ستونزو لامل د ا.ا راتګ دی او که نه جرړه یې تېره شل کلنه توره او له فساد ډکه دوره ده؟!
تېر شل کاله د نړیوالو د پیسو د راتګ سره سره اقتصادي ستونزې په داسې حد کې وې چې خبره د اولادونو تر خرڅولو، د پښتورګو تر خرڅلاو او د ځان وژنې تر بریده رسېدلې وه.
آن د اقتصادپوه(!) او مفکر(!) اشرف غني په وخت کې، چې د نړۍ بېشمېره مرستې او کومکونه یې هم ترشا و، د ملېشو او وزارتونو معاشات یې هم په پردیو و، خو خپله د غني د تېر کال د اعتراف له مخې نوي سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې وه.
تېر شل کاله سره د ډېرو پیسو د راتګه او د نړیوالو لخوا د افغانستان د ودانولو د غټو دعوو سره سره افغانستان یو داسې روغتون ونه درلود، چې د نړۍ د نورو پرمختللو هېوادونو ته له تګ څه چې، آن ګاونډي هېواد ته د تګ له اختیاجه یې خلاص کړي.
ایا د دې ټولو ستونزو لامل ا.ا دی؟! او ایا د دې ستونزو حل یوازې په څو میاشتو کې ممکن دی؟!
ځواب ښکاره دی چې لامل یې ا.ا نه؛ بلکې هغوی دي چې تېر شل کاله یې د دې هېواد په شتمنیو خېټه اچولې وه. لامل یې هغوی دي چې د فساد اندازه یې په نړۍ کې د لومړي مقام تر ګټلو رسولې وه. او لامل یې هغوی دي چې خپله یې په ارګ کې اتلس ډوله غوښه خوړله؛ خو بیا به یې له ارګه په مړه خېټه او غوړه خوله د افغانانو د نوي سلنه د فقر اندازه اعلانوله.
سمه ده چې د دې ستونزو د حل مسؤلیت اوس ا.ا ته ور ګرځېدلی؛ خو په دې هم هر سالم انسان پوهیږي چې د دې ستونزو حل د یوې او دوې میاشتې کار نشي کېدلی. باور دا دی لکه څرنګه چې ا.ا د نورو پورته یادو شوو ستونزو په له منځه وړلو توانېدلی؛ همداسې به ان شاءالله دا ستونزې هم له منځه یوسي.
خو دا چې د ا.ا پر خلاف د دې پروپاګند هدف څه دی؟!
ښایي امریکا + ملګري یې غواړي چې د دغو وېره خپروونکو تبلیغاتو پواسطه په افغانستان کې د خپلې ماتې څخه د نړۍ پام پر بله کړي، او هغه څه چې شل کاله یې د افغانستان د ودانولو اړوند نړۍ ته کوم درواغ ویلي او شل کاله یې چې په شوو مصارفو کې کوم فساد کړی؛ دې ټولو ته د نړۍ د نه ورپام کېدلو لپاره یې د تبلیغاتو همدا هڅه پیل کړې، څو وښیي چې د افغانستان اقتصادي ستونزې اوسنۍ دي. تر څنګ یې هڅه کوي چې د افغانانو باور پر خپل حکومت کمزوری کړي، له ښه راتلوونکي یې ناهیلي کړي، خپلو مرستو ته یې اړ شوي وویني او بیا په دې سره یې د تل لپاره خپلو غوښتنو منلو ته اړ باسي. خو دوی دې پوه شي افغانانو ته خپله خپلواکي او اسلامي نظام تر هر څه باارزښته دي، پر خپل اسلامي حکومت، پر خپل شتمن هېواد او پر خپلو مټو باور لري او ډاډه دي چې ان شاءالله، د غالب خدای په مرسته به په شته ستونزو بریالي کیږي او دښمن ته نه تسلیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: