بې پولې ازادي د نړۍ هیڅ هېواد کې نشته…!

تېر کال دا مهال؛ د بایډن د انتخاباتو له ګټلو وروسته د انتقالي مرحلې په وخت، د جمهوري خواهانو یو ګروپ د امریکا په کانګرس حجوم وروړ.
دا خلک د سیاسي حق لپاره راپورته شوي ؤ، خو مظاهرات یې دې حد ته ورسېدل چې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ ورغلل او هلته یې غوبل وکړ.
د امریکا د حکومت عکس العمل دا ؤ چې پر هغوی یې ډزې وکړې،‌ ځینې یې پکې ووژل او تقریبا ۴۵۰ کسان یې پکې بندیان کړل. دې کې اکثر بندیانو ته د محکمې له خوا له ۱۵ تر ۲۰ کلونو پورې سزا واورول شوه.
آیا دا آزادي ده؟!
همدا لبراله ډیموکراسي ده؟!
د بشر حقوق څه شول؟!
حکومت څه حق لري چې د خلکو مخه ونسي،‌ باید پرېښي یې وای، چې هر څه یې زړه ؤ، کړي یې وای!

نو مسئله دا ده چې د نړۍ په مخ داسې یو هیواد هم نشته، چې هلته هر څه آزاد وي. په اجتماعي لحاظ د امریکا په شان بې پولې آزاد هیواد کې هم داسې شیان شته چې دوی یې سرې کرښې بولي.‌
د هغوی لپاره چې سرې کرښې پاس کوي، نه لبرالېزم شته او نه آزادي! هلته بیا د هیواد سیاسي مصالح او ارزښتونه په نظر کې نیول کېږي.‌
همدا شان هر هیواد خپل سیاسي مصالح او ارزښتونه لري.‌ حتمي نه ده چې هغه دې د امریکا په شان وي.
د ډیموکراسۍ او جمهوریت په تعریف کې باید دا په نظر کې ونیول شي، چې تر کو م حده آزادي د یو ملت په خیر ده.
بې پولې آزاد جمهوریت چې د هېڅ اصولو تابع نه وي، د فلسفو د کتابونو برخه ده. په عمل کې داسې هېڅ شی وجود نه لري.
هغه فردي ازادۍ چې په ټوله کې د ټولنې لپاره مضرې ثابتېږي، باید هېڅکله یې اجازه ور نه کړل شي.

آزادي باید د افغاني او اسلامي اصولو او د ګران هیواد د علیا ګټو په رڼا کې تعریف شي او د هماغه قانون له مخې ورسره چلند وشي.‌

عبدالحی قانت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: