ولې له نقد ډاریږو؟

لیکنه: شیخ سلمان عوده
ژباړه: نبراس الحق عزیز

✓ نقد بل څه نه دی، نصیحت دی. امر بالمعروف او نهي عن المنکر هم بل څه نه دی، نقد دی.

✓ انسان کامل نه دی، تېروتنې ترې کیږي، همیشه اصلاح او لارښوونې ته اړتیا لري، ځکه خو (ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر ويامرون بالمعروف وينهون عن المنكر). په ټولنه کې د داسې خلکو شتون اړین دی چې غلطیو ته دې متوجه او د خیر سپارښتنه درته وکړي.

✓ ډیر خلک له نقد ویریږي، فکر کوي چې دا د حاسد او کینه ګر انسان کار دی. دا مفهوم باید بدل شي. خلک باید وپوهیږي چې نقد له محبت څخه راټوکیږي، دوست هغه دی چې درسره رښتینی وي، نه هغه چې ستا هره خبره تصدیق کړي.

✓ تیروتنه منل د انسان کمال، عقل، ستروالی، نارینتوب او شجاعت ښيي.د انبیاوو او صحابه وو په سیرت کې د تیروتنو د منلو ګڼ مثالونه شته.

✓ نقد منل او په خپلو تیروتنو اعتراف د دښمن پر مخ دروازې تړي. که ته خپله غلطي ومنې مخالفینو ته به هیڅ چانس په لاس ورنه شي چې ستا پر ضد ترې استفاده وکړي.

✓ خو ځیني خلک په تیروتنو سربېره هغه توجیه کوي هم، تفلسف پکې کوي. که اړتیا پیښه شي نو د شرعي نصوصو څټونه ورتاووي او په دې پسې ګرځي چې یوه شاذه فتوی راپیدا کړي ترڅو خپله غلطي پرې توجیه کړي.

✓ د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مسلمانانو همیشه د اصلاح، توجیه او رغوونکې نیوکې دود ساتلی او دا یې د اسلامي امت د بقاء اساس ګڼلی دی. خو متاسفانه نن اسلامي امت –پرته له استثناء- له سر نه تر پښو پورې ټولو د نصیحت او سالمې نیوکې زغم له لاسه ورکړی دی. په استاذ او معلم بده لګیږي چې شاګرد یې غلطي ورسمه کړي. عالم او ملا ښه نه ګڼي چې یو مقتدي ورته د یوې غلطۍ د سمونې سپارښتنه وکړي. همدا تعامل د حکومتونو او ولسونو ترمنځ هم دی.

✓ په اسلامي امت کې نن ورځ نقد ته د سپکاوي او توهین په نظر کتل کیږي. وجه یې دا ده چې نه دوی په نصیحت روږدي دي او نه یې غوږونه د نقد له اوریدو سره اشنا دي.

✓ کله کله اړتیا وي چې نقد او نصیحت په مخفي ډول وي. یو انسان به پټه ګناه کوي او ته به یې د ټولو خلکو په وړاندې رسوا کوې، دا پکار نه ده. خو د ښکاره غلطیو او پرلپسې تکراریدونکو تیروتنو په وړاندې ښکاره نصیحت ګټور دی.

✓ نقد لکه طبي معاینات؛ مخکې له دې چې مرض په ناسور بدل شي، انسان علاج ته متوجه کوي.

✓ که نصیحت او نقد نه وي ځای یې مدح او ستاینه ډکوي. په ستاینه کې افراط انسان مغروره کوي او لا یې په غلطیو ټینګوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدح کې له افراط او مبالغې منعه کړې ده.

✓ مذموم نقدونه هم شته. هغه نقد ښه نه دی چې د انسان شخصي ژوند هدف ګرځوي. یا په واقعیتونو ولاړ نه وي. یا یوازې نیمګړتیاوو پسې ګرځي او په نیکیو سترګې پټوي.

✓ په هر صورت، مسلمان باید د ټولنې په اصلاح کې مثبت رول ادا کړي، که هر منکر ویني باید مخه یې ونیسي (په نبوي اصطلاح: من رای منکم منکرا….) او (یا په معاصره اصطلاح) نقد پرې وکړي، خو په دې شرط چې نیت یې اصلاح وي او اسلوب یې مناسب وي.

✓ همدا شان مقابل لوری هم باید نیوکه په ورین تندي وزغمي او خپل توهین یې ونه ګڼي. همدا د صحابه کرامو رضي الله عنهم صفت او عادت و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button