د نړۍ په سیاست پوهېدل ژوره پوهه او دقیقه څارنه غواړي!

عبدالحی قانت
د نړیوال سستم له ټولو لوی جنجال دا دی چې یو هیواد د بل هیواد د ښه او بد نیت په اړه محاسبه نه شي کولای.
له دې امله د نړیوال سیاست په طبعیت عاقل او ستراتیژیک هیوادونه هغه دي چې همېش د خپل دوست او دښمن پر وړاندې خپل لاس کې کارتونه ساتي. خالي لاس نړیوال سیاست کې درېدل داسې دي لکه د فټبال میدان کې چې د لوبغاړو تر منځ د توپ حال وي.
پخوانیو دا تجربه وکړه، په نورو بسپنه شو،‌ ناکام شو. هغوی چې دا کار کاوه له شخصي ګټو پرته یې بل استدلال هم نه درلود، خو هغه څپه تېره شوه، هغه فصل تل لپاره تمام شو. نوی پیل باید ډېر ستراتیژیک او واقعي وي.
له ټولو وړاندې باید په دې پوه اوسو چې نړۍ کومې خوا ته روانه ده، د حکومت پالیسي جوړونکي او ستراتیژستان باید د نړۍ په مسیر باندې پوه اوسي. مونږ سره باید دا غم وي چې د شطرنج په دې ګرم میدان کې زمونږ دانې په څه حال دي!
دا د دې لپاره چې تر څو د نړیوال سستم په رګونو نه یو پوه شوي، نه شو کولای خپله ستراتیژي ورته جوړه کړو.‌
دا مهال زمونږ د بهرني سیاست جوړونکي‌ باید د چین- امریکا رقابت ډېر په دقت مطالعه کړي. د روسیې او امریکا ټکر او د نوي نړیوال نظام په جوړښت باید دقیقه څارنه ولري. دا کار باید له خبرونو او مقالو ور آخوا و څیړل شي.‌ په دې مسائلو باید بحثونه پیل شي.
مونږ د څلورو اتومي هیوادونو، دوه نړیوالو قدرتونو او پنځو لویو سیمه ایزو قدرتونو تر منځ ژوند کوو.
که وطن را پورته کول غواړو، داخلي مشکلات باید حل کړو او منحیث یو ملت (له يخوانیو پرته) باید په شریکه مخته ولاړ شو.‌
د ګران هیواد ستراتیژیک عمق، اهمیت او رامنځ ته شوي زرین فرصت ته چې سړی ګوري،‌ فکر کوي د خوب وخت هم باید په دې فکر تېر شي چې وطن څرنګه له دې سلېښناک ګردابه وویستل شي.
مونږ ډېر کم وخت لرو او بېساری ډېر کار…!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: