غزل / محمودي

 

زندګي د حیرانۍ په اور کې سوځي
زړه د سترګو دبدۍ په اور کې سو ځي

حسدګرو ته بس دا سزا کافي ده
چې زموږ د خوشحالۍ په اور کې سوځي

د خزان توره دَوره دې بیا را نشي
چې تنکۍ تنکۍ غوټۍ په اور کې سوځي

چې د خپل چم د ښایست سوداګران وو
اوس هغه د پښېمانۍ په اور کې سوځي

‏د توپیر دمړو ایرو پوکي ته ناست دي
دوی د دغې بدبختۍ په اور کې سوځي

چاپلوسي او کبر دوې داسي بلا وې
چې انسان دتباهۍ په اور کي سوځي

محمودي ځکه اوس سوې نغمې وايي
ستا د یاد دډیوه ګۍ په اور کې سوځي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: