أموي خلافت:  (۳۰مه برخه)حضرت معاویة رض او د خپل زوی یزید لپاره یې د بیعت اخیستل

حضرت معاویة رض په لومړی وختو کي دا فکر نه درلود چي ځوی یي دده و روسته خلیفة سي ، مګر وروسته تر 50کال د هجرت چي کله ده ولیده چي مشران صحابه کرام لکه سعد بن أبي وقاص ، سعید بن زید ، أو همدا ډول حضرت حسن بن علي رضي الله عنهم او نور جلیل القدر صحابه وفات سوه ، او یزید هم د قسطنطنیي په محاصره کي ښه کردار أداء کړی وو ، نو په همدي وخت کي دا فکر ورسره پیدا سو چي ځوی یي یزید بن معاویة له ده وروسته خلیفة المسلمین شي.
له بل پلوه د شام د خلګو هم رغبت وو او ډیر حرص یي وو چي خلافت په بنو أمیه وو کي پاته شي ، أو په شام کي د خلافت د میراثي کیدلو فکر هم موجود وو ، یعني چي پلار یي خلیفه وي د هغه وروسته یي ځوی مستحق د خلافت دی ، البتة په حجاز کي بیا و دي مفکوري ته په ډیره بده سترګه کتل کیده ، هغوی بیا په دي فکر وه چي خلافت میراثي نه ، بلکي د أهل الحل والعقد له طرفه به څوک د خلافت لپاره انتخابیږي.
وبالجملة د شام خلګو قاطع تصمیم ونیوه چي د معاویة رض ولي العهد به یزید وي ، یعني د حضرت معاویة رض وروسته به یزید خلیفة المسلمین وي.
د شام وروسته حضرت معاویة رض و مدیني منوري ته د یزید سره د بیعت کولو په هکله یو خط د مقدمي په توګه و خپل والي مروان بن الحکم ته ولیږه ، په دي خط کي داسي راغلي وه ( عمر مي تیر شوی ، د وفات وخت نیږدي بولم ، او سخته ویره لرم چي زما وروسته به د أمت په مینځ کي اختلاف پیدا سي ، نو عزم مي کړی چي په خپل ژوند کي یو څوک د خلافت لپاره متعین کړم ، ته د مدیني و خلګو ته زما دا خبره ورسوه ، چي هغوی کوم عکس العمل وښود بیا ما پري خبر که) په لومړی خط کي یي د یزید یادونه نوه کړي.
بل خط یي ور ولیږه ، په هغه کي یي د یزید یادونه کړي وه ، د مدیني خلګو چي د یزید نوم واورید مخالفت یي وکړ ، کله چي حضرت معاویة رض خبر سو نو فیصله یي وکړه چي خپله به و حجاز ته ځي أو دا مسئله به حل کوي.
نو په 56 کال د هجرت د رجب په میاشت کي د حجاز په طرف روان سو ، کله چي عبدالله بن عمر او عبدالرحمن بن أبي بکر أو عبدالله بن الزبیر خبر سوه نو له مدیني منوري څخه ووتل ، و مکي مکرمي ته ولاړه ، حضرت معاویة رض و مدیني ته راغی او خلګ یي را ټول کړه ، بیا یي ټولو ته د یزید سره د بیعت ترغیب ورکړ ، په دا ځل د مدیني خلګو هم بیعت وکړ ، هیڅ چا یي مخالفت ونکړ.
له مدیني وروسته حضرت معاویة رض و مکي مکرمي ته ولاړی ، عمره یي أداء کړه ، چي کله له عمري فارغ شو عبدالله بن عمر رض یي را وغوښت او ورته ویي ویل أی ابن عمره تا و ماته ویلي چي ته نه غواړي یوه شپه په داسي حال کي تیره کړي چي أمیر دي و نلرې ، ګوره چي د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق لکړه ماته نکړې ، او مخالفت جوړ نکې ، عبدالله ابن عمر رض ورته وویل ( أبو بکر أو عمر هم پلرونه وه ، بلکي ستا تر ځوی یي ښه ځامن درلوده ، خو هغوی کله هم داسي ونکړه چي د خپلو ځامنو لپاره بیعت واخلي ، مګر بیا هم که د أمت اجماع پر یزید وسوه زه ورسره موافق یم ) په دې خبره یي حضرت معاویة رض خوشحاله سو ، او ورته ویي ویل چي الله تعالی دي درڅخه راضي راسي ، ستا څخه مي همدغه توقع وه.
بیا یي عبدالرحمن بن أبي بکر رضي الله عنه راوغوښت أو خبرې یي ورته شروع کړي ، مګر عبدالرحمن بن أبي بکر په ډیره تونده لهجه سره د حضرت معاویة رض خبرې ور قطع کړي او ورته ویي وویل چي په هیڅ صورت د یزید سره بیعت نه مني ، او د جنګ أخطار یي هم ورکړ ، بیا یي ورته وویل چي خبره و شوریٰ ته پریږده ، دا غوره ده ، حضرت معاویة رض ورته وویل چي د أهل الشام په مخکي خپل مخالفت ښکاره نکړې ، هسي نه چي قتل دي کړې.
بیا یي عبدالله بن الزبیر رض را وغوښت ، حضرت معاویة رض ورته وویل چي ددي مخالفت أصل سبب ته یې ، ابن عمر او ابن أبي بکر هم تا و مخالفت ته هڅولې دي ، ابن الزبیر رض ورته وویل چي دا أوس له خلافته استعفیٰ ورکړه او خپل ځوی را مخ ته کړه چي بیعت ورسره وکړم ، مګر د ځوی سره دي أوس بیعت ځکه نکوم چي ستا څخه مي د رسول الله صلی الله علیه دا حدیث أوریدلی که په یوه وخت کي له دوو أمیرانو سره بیعت وسو د دوهم سر ور پري کړئ.
له پورته مناقشو څخه معلومیږي چي د هغوی اعتراض د یزید پر شخصیت نه وو ، بلکي پر دي وو چي ولي خلافت خانداني أو میراثي شي ، ولي خبره د خپل وفات وروسته و شوریٰ ته نه سپارل کیږي ؟
دا د هغوی خپل نظر وو ، حضرت معاویة رض بیا خپل نظر درلود ، هغه دا چي د خپل وفات وروسته یي د احتمالي مشکلاتو مخه په خپل ژوند کې نیول ، أو هغه وخت په یزید کي هم هغه ذمیمه صفتونه نه وه موجود شوي کوم چي د حضرت معاویة رض د وفات وروسته پکښي پیدا سوه ، نو بناءا دا مخالفت د نظریو وو ، هر یوه خپل ځان ته نظر درلود ، نو ځکه حضرت معاویة رض مجبور نه وو چي له خپلي خبري تیر شي.
– الدولة الأموية للصلابى.
– ﺩﺭاﺳﺔ ﻓﻲ ﺗﺎﺭﻳﺦ اﻟﺨﻠﻔﺎء اﻷﻣﻮﻳﻴﻦ.
– ﻣﺴﻨﺪ ﺃﺣﻤﺪ.
– اﻟﺒﺪاﻳﺔ ﻭاﻟﻨﻬﺎﻳﺔ.
– ﺣﻠﻴﺔ اﻷﻭﻟﻴﺎء.
– ﻣﻮاﻗﻒ اﻟﻤﻌﺎﺭﺿﺔ ﻓﻲ ﺧﻼفة يزيد.
– ﻣﻘﺪﻣﺔ ﻓﻲ ﺗﺎﺭﻳﺦ ﺻﺪﺭ اﻹﺳﻼﻡ.
عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: