د مسکو فارمټ غونډه کې د افغانستان په اړه مهم ټکي

‏د نومبر په ۱۶مه نېټه د مسکو فارمټ څلورمه غونډه تر سره شوه. به دغه غونډه کې د روسیې، هند، چین، پاکستان، ایران او د منځنۍ آسیا هیوادونو استازو شرکت کړی ؤ.،
د افغانستان ټولو همسایه هیوادونو په لاندې مسائلو اجماع اعلان کړه.
‏۱ له یوه آزاد، پر امن،‌ متحد، مستقل او په اقتصادي لحاظ پیشرفته افغانستان څخه ملاتړ.
۲ د افغانستان له حکومته د ټروریزم او مخدره توکو په ضد مبارزه کې د لا پیاوړتیا غوښتنه.
‏۳ د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د دریم هیواد (امریکا ته اشاره ده) نظامي تآسیسات نه منل.
۴ په اقتصاد، زراعت او د مخدره توکو او ترورېزم له منځه وړولو کې د افغان حکومت قوي بسپنه او ملاتړ.
‏۵ افغانستان څخه د حکومت په اډانه کې د قومونو د لا نور شمولیت غوښتنه.
۶ له امریکا د افغانستان د شتمنیو د آزادولو غوښتنه.
۷ افغان حکومت ته اقتصادي ملاتړ او بشري مرستې کې د لاس ورکولو اعلان.
۸ له امریکا څخه د افغانستان د شل کلنې خرابۍ د غرامت غوښتنه.
‏۹ د مسکو له فارمټ څخه په آینده کې د بین الأفغاني ډیالوګ د ابتکار اعلان.
۱۰ د ټولو همسایه هیوادو تر منځ افغانستان حکومت ته د ملاتړ په باب خپلمنځۍ همکاري او له ملګرو ملتونو د افغانستان قضیې لپاره د یو جلا ګروپ جوړونې غوښتنه.
‏د مسکو فارمټ بحث تر ډېره د افغانستان د قضیې په باب مثبت او ښه ؤ. د فارمټ له ټولو مهمه نکته ۳مه نکته ده. روسیې، چین او نورو ټولو هیوادونو پاکستان ته د دې سګنال ورکړی چې امریکا سره په تعامل کې په داسې څه سلا نه شي چې د افغانستان ملي امنیت ته خطر وي.
دغه غوښتنه سیمه د خپل امنیت په خاطر کوي.
د هرې ورځې په تېرېدو پاکستان د افغانستان قضیه کې خپل اهمیت او باور له لاسه ورکوي.
په ټوله کې د سیمې اجماع په طبعي ډول د افغانستان ملي ګټې ساتي.
مونږ خپلې کورنۍ وظیفې لرو چې باید تر سره یې کړو.
پای

راپور: عبدالحی قانت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button