له هيواد څخه د ځوانانو فرار، زموږ ګټه که تاوان؟

فاتح افغان
له هيواد څخه د خلکو د فرار موضوع تقريبا نن صبا هر مجلس کې ګرمه وي، ځينې ملګري په ډير جسارت او بې باکۍ سره وايي، دا فاسقان، مفسدين او د کفارو غلامان دې خدای ټول وباسي، دوی له اسلامي نظام څخه تښتي.
راځئ په دې اړه د امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه د ژوند يوه وروستۍ توصيه ورپسې د فقهاو رحمهم الله يوه تعليل ته تم کيږو، بيا به فيصله وکړو چې د ځوانانو خاصتا د کدرونو فرار زموږ پر ګټه دی که تاوان؟ راځئ.
له زخمونو يې وينې روانې وې، طبيب ويل ټپونه يې د رغيدو نه دي، مرګ يې حتمي دی، خلکو د سترو خدمتونو او د شهادت د مرګ مبارکيانې ورکولې، هاخوا د کور له منځه د وير او ساندو غږونه پورته کيدل.
په دې پوره باوري و چې نور يې د ژوند وروستۍ شيبې دي، نو ځکه يې خپل زوی ته سپارښتنه وکړه: ام المؤمنين ته ووايه چې عمر سلام وايه، داسې مه وايه چې امير المؤمنين سلام وايه، ځکه زه نور امير المؤمنين نه يم.
په دغو سختو شيبو او د مرګ په سکراتو کې امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه د اسلامي نظام د راتلونکي غم اخيستی و، نوي ټاکل کيدونکي امير ته يې يو څه توصيې وکړې چې يوه يې دا ده.
وَأُوصِيهِ بِذِمَّةِ اللَّهِ، وَذِمَّةِ رَسُولِهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُوفَى لَهُمْ بِعَهْدِهِمْ، وَأَنْ يُقَاتَلَ مِنْ وَرَائِهِمْ، وَلاَ يُكَلَّفُوا إِلَّا طَاقَتَهُمْ) صحيح البخاري.
ژباړه: (او راتلونکي امير ته) د الله تعالی د ذمې او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ذمې (اهل ذمه و) په اړه توصيه کوم چې پر عهد ورسره وفاء وکړل شي، د هغوی په دفاع کې جګړه وکړل شي او له خپلې وسې پورته مکلف نه کړل شي.
ابن حجر رحمة الله عليه د مهلب په حواله وايي : په دې حديث کې په عهد باندې وفاء او په سمه توګه د چارو د عواقبو سنجولو ته هڅونه ده.
له دې حديث څخه يې معلومولوی شو چې د امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه څومره د تصميمونو او سياستونو عواقب سنجول، او له هغه کاره يې راتلونکي خليفه ته د ځان ساتلو توصيه کوله چې ناوړه عواقب يې لرل.
هغه ټينګار کاوه چې اهل الذمه بايد په دار الاسلام کې د عزت او خونديتوب احساس وکړي، په وړاندې يې بايد داسې مالي سياست غوره نشي او نه دومره بوج پرې واچول شي چې د اسلامي هيواد پريښودو ته اړ شي.
د فقهې په کتابونو کې د فقهاوو رحمهم الله يوه تعليل (لئلا يصير حربا علينا) کې مې له ډيره وخته چورت بند دی، تقريبا په اتو مسائلو کې فقهاوو همدا علت ذکر کړی، چې دغه کارونه بايد ونشي ځکه دښمن مو غښتلی کيږي، دښمنان مو زياتيږي، يا په بل عبارت په خپلو لاسونو بايد د دښمن تبر ته لاستی وانه چوو.
جزئيې ډيرې دي، د امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه د پورتني حديث د وضاحت لپاره يوه راخلو، فقهاوو تصريح کړې چې له کوم کافر سره د ذمې عقد وشي بيا حتی الوسع د دې عقد ماتولو ته پرينښودل شي، ځکه په موږ فرض دي چې ذمي کافر له دې ايسار کړو چې حربا علينا (زموږ پرضد جګړه کوونکی) وګرځي، فقهاء حتی تصريح کوي چې که دی نه وي اولاد به يې حربا علينا وګرځي او مسلمانانو ته به سرخوږی جوړ کړي.
د اسلامي نظام سيوري لاندې که کوم ذمي کافر ژوند کوي، هرڅه به يې څارل کيږي او مسلمانان به يې له شر څخه په امان وي.
خو که همدغه ذمي کافر د مسلمانانو د ناسم چلند له امله د اسلامي نظام څخه لاړ شي نو جوته ده چې د مسلمانانو پرضد به وسله پورته کوي، په مال، ځان او رايه د مسلمانانو پر خلاف سپما نه کوي، نو تر هغې دا ښه ده چې د مسلمانانو په هيواد کې د اسلامي نظام تر څارنې لاندې ژوند وکړي ترڅو يې مسلمانان له شر څخه خوندي وي.
د سيمې پر حالاتو نظر ساتونکو ته جوته ده چې کوم افغان له افغانستان څخه وتلی ولو که اسلامي هيوادونو ته تللی، د اسلامي امارت پر ضد يې د دښمنۍ دريځ نيولی، په سيمه کې د دغو خلکو د تشويق لپاره بيلا بيلې رسنۍ او چينلونه جوړ شوي ترڅو يې د اسلامي نظام پر خلاف تبليغاتي او رواني جګړې ته وهڅوي.
اوس نو موږ پورې اړه لري چې فکر وکړو چې ولې خپل راڅخه پردي کيږي؟ د کوم سلوک او چلند له امله خلک راڅخه واټن خپلوي؟ زموږ تصميمونه څه عواقب لري؟ په ځينې مستحباتو شديد ټينګار به اسلامي نظام پايدار او که د استحکام مزل به يې ټکنۍ کړي.؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button