پۀ اونیزه في البدیهه مشاعره کې د شاعرانو بیتونه!

۲۳/ربیع الثاني/۱۴۴۴

(د ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې اوونیزه مشاعره کې د شاعرانو بیتونه.

ــــــــــــــــــ
بیت!
شک د کافر او د مشرک زياتي پر ما نه کوي
چا چي نږدې نـه زه يـوه لحظه لـيـدلی يمه
محترم اشرف مفتون صاحب
ــــــــــــــــــ

تندې به واخيستم چښلې به مې ستا خبرې
همدو خبرو بېرته ورو ورو زه خوړلی يمه
نور قانع

بيا به مې ونه وينې نورمې په دعا يادوه
زه له دې ستړې دنياګۍ نه کوچېدلی يمه
هاشم ذاکر مهاجر

د ولو منځ سړي ته نه ښکاري او تاته سترګې
جانانه زه یې دغه درې میاشتې خوړلی یمه
اسرار عواد

ما پسې مه ګوره بیا خدای خبر چې ستا دې شمه
دنګه لالیه تا پخوا لا زه بایللی یمه
عزیز الرحمن ایاس

له بېلتانۀ بې تابه خلکو زه هم نه یم ارام !
دیار په مخ کې دحیاء سړو نیولی یمه
محمودي انصار

هره ښېګڼه هر احسان را یادوي وژني مي
د وخت یارانو خو له خوږ ګوتې نیولی یمه
همت کوچی

طالب يم تل مې په تورتم د نورو مرسته کړې
لکـه د شمعې سوځېدلى بهېدلى يمه
اکرام الدین مفتون

د حُريت په نوم چې چېرته هم چا چغه کړې
پسې زغاستلي مې دي، زه ورپسې تللى يمه
نورالحبیب نثار

حقه خبره یم، ترخه یم خو اثر لرمه!
د زهرو غړپ یم بیخي کمو خلګو څښلی یمه
راشد کامران

سپېڅلیه عشقه ! دا ستا رغندو او تاندو څړیکو
لکه زېړی مازدیګر داسې زېړ زبېښلی یمه
منصور درمان

ځارېدل څنګه وي د ميني اظهار څنګه وکړم؟
لکه ګلاب دي قدمونو ته شیندلی يمه
شفاعت ریحان

تۀ راغږېږه! چې د زړۀ څړیکو خوړلی یمه!
تۀ راغږېږه! زۀ یې اورم! درته غلی یمه!
جهادي عمري

خود به راوړم ستا له کوڅې نه په بڼو ګردونه
چې دې په خپلو مینانو کې منلی یمه
شرر ساپی

ستا دښایست مثال هېڅ چرته او بیخي نشته دی
ستا د ویصال په تمه تمه پایېدلی یمه
نسیم منصور

اوس یې تعبیر ته سرګردان مه شه خبره واوره
زه هغه خوب یم چې تا تېره شپه لیدلی یمه
عبدالغني وفا

بې داغه ګل یې دښکلا باغ کې شین کړی ېِ خدای
بې جرمه زاغ یم په پڼو دي ځړېدلی یمه
رحمت الله ګرم

ما دې ټيټ نه ګڼي خورا دنګه ځواني لرمه
هغې! نامردې! زۀ مېلمه تکیه لیدلی یمه
م سبحاني اغا

د زمانې لباسي ډېر راپسې وخندیدل
لکه شلیدلی ګریوان، تار – تار یم ګنډلی یمه
غالب خوستی

اوس مې په ډیرو د رښتیا مینې باور کم شوی
ځکه څو ځل په انتخاب کې تېروتلی یمه
نقیب الله حنیف

که تۀ مې یاد نکړې، ملګري مې بدبخته بولي
که تۀ مې یاد کړې بیا په ټولوکې ښاغلی یمه
عنایت الله عرفان

ما کې نور خاص حسن کمال نشته عادي انسان یم
بس د حضور په جنتي سنتو ښکلی یمه
دانش ملنګ

د بیلتانه په بیابان کې مې مزل کړی ده
د وصال جام راکړه قربان تندې نیولی یمه
یعقوب شجاع

ته سر راپورته کړه فضا ده ټوله ستا په خوښه
دغه دی تا ويل چې نه راځې؟ راغلی يمه
سید امين امين

زه یې پنځه وخته لمانځه کې هم نامۀ یادوم
رب زه په داسې نازولي نازولی یمه
شفق

که زړه یې ښه وي او که بد وي څه پروا نه لري
ګوره ناڅاپه به جنت ته ور رغلی یمه
خلیل ذاکري

را پورته کېږم زرغونېږم ترقي کومه
جهانه زه دا څلوېښت کاله ځورېدلی سمه
تسل منیب

دميني زور وو چې جهان راباندې هېچ ونکړل
دميني زور وو چې له هر توره وتلی يمه
مفتي لاهوتي

زه په جهان کې په جنګي هيواد شهرت لرمه
افغانستان يم په جهاد او غزا ښکلى يم
عبدالستار رسان

ډيمو کراتانو، ګير خرېيلو، غرب ته وسپارلم
خو استشهاد, ټوټه ټوټه وجود ګټلی يمه
تراب تګابي

د ازادۍ د لېونۍ جذبې اثر دی کنه
چا – چا چې نه منلم ټولو اوس منلی یمه
همت کوچی

ما د مغرورو د سیاست ملا په سیاست ماته کړه
د ننګ میدان ته هم راغلی ملا تړلی یمه
مشهود

د تورو شرنګ ، د غشو شڼ ، لرم ششنا د اسو
افغانستان یم ، حماسو باندې پوښلی یمه
منصور درمان

افغانستان يم ، د جنګو له غېږې ووتمه
دا دی د امن په زمزم اوس لمبېدلی يمه
ملا مقدام

د زمانې غوږونه توان د سماعت نه لري!
کني په څو څو واره سپین سپین غږېدلی یمه
مجروح محسود

زه مې قاموس کې غلامي او چاپلوسي نه لرم
افغانستان یم د غیرت او همت کلی یمه
راشد کامران

ډیرو پريښی یم او ډیرو سره زړه کې اوسم
هر چا د خپل ضمیر په تله کې تللی یمه
ثناءالله معصوم

زه د مکې په طرف، زه د مدينې لاروى
ځکه خو داسې پاکيزه يمه سپېڅلى يمه
نورالحبیب نثار

زه پدې ویاړم چي سرتېر وم د هر څۀ پر وړاندي
خو په هرڅه کې ربه! تاته ژړېدلی یمه
رحمت الله ګرم

وطن د شنو ونو په شال پټې کړې توري زلفې
زه یی لمنه کې یو ګل راټوکیدلی یمه
حنیف مظهري

د مینې حد یې د یو نوي ژوندون کیف راکړی
هیواد د ګل په څېر پۀ خپل اوربل ټومبلی یمه
رحماني اشنا

اوس به رغېږم دنړي سره سیالي به کوم
افغانستان یمه بلها جنګوځپلي یمه
طاهر شیرزاد

رسول الله صلاة سلام مې له عجمه واخله
درتللی نه شمه خپل خوار قسمت تړلی یمه
تسل منیب

هو ګناهکار یم خو په دې مې هیله بیا ژوندۍ شي
ستا د بېلتون له زوره حتماً خدای بخښلی يمه
شفاعت ریحان

ستا غزلیز قلم قربان سمه شاعره یاره
څه په هنر دې تار دمیني کې پېیلی یمه
حافظ کامیاب

ستا دښایست ومدرسې ته مې طالبې سترګې
چې یار ور واچولې خود به خوبولی یمه
طالب سحر

ستا له سپرلین حسن بې برخي یم ناچاره مَیَن
لکه چنار په نرۍ ملا را نړېدلی یمه
نبیل شباب

چې د ماښام لمن خوره شي! د درد کډه راشي
ورته حیران یم! چې زۀ ولې د غم څلی یمه؟
جهادي عمري

لکه د مات نښتر رامات یمه پۀ خپله تنه
د هجر درد د ملا پۀ تیر باندې وهلی یمه!
عمر حماس

هرې خبرې دې په زړه باندې  داغلی یمه
خو بیا هم چوپ یمه، خاموش یمه او غلی یمه
شرر ساپی

څنګ ته مې راشه غلی کېنه ډېر مې مۀ غږوۀ
جانانه! زۀ د زړۀ لۀ زوره غورځېدلی یمه
عرفان الله عرفاني

لکه پخوا چې و هماغسې اوس نه را ګورې
ستا خو لۀ هسک نظره زه غریب لویدلی یمه
خالدأنس

داسې دِ وسوځي چې اور شي ورته ګوته په غاښ
ستا د احساس کسات ته دومره لمسېدلی یمه
حامد ناصر

تنها خاموشه غوندې ناست يم ، غلی-غلی ژاړم
ستا بېلتانۀ له هره کاره اچولی يمه
وصاف

لیونی نه یم پیره ولې تعویذونه واخلم؟
فقط د عشق په زرین ټال کې زنګیدلی یمه
امین زرګر

د زمانې نادودو دومره کړم بې قدره غوندې
لکه غبار هر چا له خپل اوربل څنډلى يمه
ادیب جواد

نن مې هغه هم درناوی کړي احترام مې کوي
چا چې بدل د څو ډالرو کې پلورلی یمه!
صفي الله رائد

زه د یو چا له قصده تل په ډانګ پېیلي وایم
ځکه نامردو له دې کلي نه شړلی یمه
مهاجر فراهي

مکړئ د ډيرو ازموينو تجربې ملګرو
بیا به ارمان کوئ او بيا به مو بايللی يمه
نقیب الله همدرد

ډير د هجرت او د هجران په لمبو سوی سوی
غېږ کې مې ونيسئ ملګرو دردېدلی يمه
عاطف لاروی

شاید سکوت یې داقرار په معنا وبلل سي
زه خپل ساکتو حاسدانو هم منلی یمه
مامون

وجود مې ستړی سرګردانه لالهانده ګرځم
د عشق لۀ واره بیخي ډېر ډېر دردېدلی یمه
محسن احسان

ګمان مې نه کیږي چې لاړ شم د خوښۍ تر کلي
زه مې جانان په غمو دومره زيات وډلی یمه
محبوب آغا

تور بېلتانۀ دې خوښۍ واړه را نه تېتې کړلې
د زندګۍ له ذوقه شــــــور بيخي لوېدلى يمه
معاويه زيارمل

جانانه نه شاباس نو دومره بې ننګي کوي څوک؟
تل ستا په مخ کې رقيبانو ډبولی يمه
محبوب آغا

ټول راته یاد دي، انتقام ته انتظار دې کوي!
چا چې وژلی یمه! چا چې ډبَوُلی یمه !
مهاجرمسجون

تر تا ونۀ رسېدم یاره بخت یاري ونکړه
تورو لېوانو نیمایي لار کې داړلی یمه
اسد صارم

ته به داشک او دا ګمان کوې چې نه م ویني
درنه پټ نه یمه او لا هم درته غلی یمه
سجاد جرس

وتور رقیب ته دسپین یار سپارل مې زړۀ نه مني
دننګ غیرت په تاریخونو کې ویاړلی یمه
سعید مل

بیا رغیدل مې ناممکن دي یاره ښه به نۀ شم
د جادوګرو سترګو سخت ګزار خوړلی یمه
کلیم الله ذاکر

بس دی راستون شه نور دې تاب دبیلتون نلرمه
زه دې نشتون په ورځ کې زرځله وژلی یمه
عنایت الله عرفان

تا خرڅولم بيا دې خرڅ کړمه او بيا دې خرڅ کړم
بازار ډير ګرم وو څو ځلې دې پلورلی يمه
امين

پای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button