مسؤلینو ته یوه مشوره!

غلام عمر عبدالله
که غواړئ چي نیمه/غیري فعاله اداره بشپړه فعاله او د پرمختګ پر لور یې سوق کړئ نو لاندي اقدامات باید ترسره کړئ؛

– متعهد، أمین او مسلکي کسان پر دندو ګمارل
– مالي منابع ټاکل/معلومول
– همدې کسانو ته بشپړ اداري امکانات او تسهیلات برابرول
– د ادارې اړوند ټول تقنیني او تخنیکي اسناد برابرول
– مسؤلینو ته د هغوی صلاحیتونه او مسؤلیتونه بشپړ سپارل
– د مسؤلینو د کړنو جدي نظارت او څارنه کول
– د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبیقول
– د فساد سره د مبارزې په موخه د کارمندانو معنوي تربیې ته بشپړه پاملرنه کول
– د رهبرۍ په مشوره ستراتیژیکي موخي ټاکل او پرېکړي کول
– په پرېکړو کي له دقت او جدیت څخه کار اخیستل
– د لوړو مقاماتو هدایات اخیستل او پوره همږغي ورسره لرل
– د مشرتابه بشپړ ملاتړ له ځان سره لرل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: