عمري عدالت په قاموس او اصطلاح كې! / درېيمه برخه

جبريل سعد
۴- په غونډه كې د مېرمنو له منځه يوه پر گونډو درېږي او د ايات شريف پر استدلال يې د ولور پر پرېكړه نيوكه كوي، عمر رضی الله عنه نه يواځي دا چې نېوكه يې مني، بلكې له خپلې پرېكړې هم پر شا كېږي، په سړه سينه خپله تېروتنه هم مني او زياتوي: ټول خلك له عمره زياته پوهه لري يا دا چې: مېرمن په خپل اند كې بريالۍ، خو د عمر اند ناسم وخوت. درس: په عمري عدالت كې پر شرعي عدل ولاړ هر او د هر چا(كه څه هم ښځه وي چې زموږ د ټولنې تر ټولو ټيټه رتبه كې ده)اند آن د وخت امير المؤمنين تر اند هم لوړ ځای نيسي او نوموړی له هرڅومره پوهې، مادي او معنوي برترۍ او لوړ مقام سربېره نشي كولای خپل اند ته پرې لومړيتوب ور كړي او دغه پر عدل ولاړ اند د چا، څرنگه او ولي(چون وچرا)؟ په پلمو له پامه وغورځوي. همدارنگه د نظر ازادۍ، د مېرمنو حقوق او ترې د ننگې اړوند له بېلابېلو زاويو ډېر هغه څه ترلاسه كولای شو چې په عمري عدالت كې يې پراخ او امن ځای درلود.
۵- په كلي او كوڅو كې شپنۍ پټې گزمې كوي، زموږ پر اصطلاح د پرديو كورونو او نامحرمه ښځو خبرو ته غوږ نيسي، كورنۍ مسئلې يې آن د مېرمنو تر نفسي غريزو-تی رودونكو اولادونو ته د شېدو وركولو يا نه ور كولو، د خلكو د غواگانو د شيدو او دا ډول د انساني او حيواني ژوند هرې برخې، اړخ او اړتيا كه په ننني عمري عدالت كې زموږ پر اصطلاح هرڅومره شخصي هم وي؛ حال يې اخلي او بيا يې په اړه پرېكړه هم كوي چې د مېرمنو د نفسي غريزو له وجې به څوك په جهاد كې(لاهم)تر څلورو مياشتو زيات وخت نه تېروي، له شېدو پرې شويو ماشومانو ته چې نظام څومره پيسې ور كوي؛ تی رودونكو ته به يې هم ور كوي، څوك به د خپلو څارويو په شيدو كې اوبه نه گډوي او د همدې زموږ پر اصطلاح شخصي او كورنيو مسئلو پلټلو او د شيدو د مالومات له لارې زوی ته كوزده هم انتخابوي. درس: عدالت يواځي الهي، اسلامي او شرعي دی چې د انساني ژوند هر اړخ، هره برخه او هره اړتيا ورباندې ولاړه ده او د دا ډول عدالت بنسټ ښودلو د انسان د وس خبره نه ده، عمر رضی الله عنه يواځي ترې د خپلې وړتيا او ښو مواصفاتو پر مټ يو ځانگړی ټول بعديز روش جوړ كړی او د هغه له لارې يې د خپل رعيت بشپړ ژوند پوري د عدالت رسولو هلې ځلې كړې او تر خپل توان پورې يې رسولی هم دی، د بې عدالتۍ هيڅ(قومي، كورنۍ، شخصي او…مسئلې)پلمه نه په اسلام كې وه، نه شته او نه هم د عمر رضی الله په روش كې ځای لري.
۶- په ځخمي حالت كې د مرگ پر بستر پروت دی، لكه چې نبي عليه السلام په همدې بستر لاهم د خپل امت له غم او فكره كړېد او بيا يې له ښخولو وړاندې د ځای ناستي او خليفه ټاكلو غم خوړل كېد، عمر رضی الله عنه هم د خپل رعيت فكر پرېشان كړی و او په همدې حالت كې د خپل ځای ناستي او درېيم خليفه ټاكلو پر تړاو له اصحابانو پوښتي او مشورې ترې غواړي، د حديثو مشهور او برجسته عالم مغيره بن شعبه رضی الله عنه ورته وايي: زه يې در ښيم ! عبدالله بن عمر رضی الله عنهما(ستا زوی)، عمر رضی الله عنه ورته كوي: خدای ج دې مړ كړه، په خدای ج كه دې دا خبره د خدای ج لپاره كړې وي، يانې د چاپلوسۍ په غرض دې خپل زوی را وښود او بې عدالتي دې وكړه. درس: په عمري عدالت كې د مغيره رضی الله عنه صحابي توب، علميت او په اصحابانو كې مقام يې هم په درد ورته ونه خوړل، چاپلوسي خپله يوه بې عدالتي او بيا په نظام كې خپلوي پالل بله بې عدالتي او تر ټولو ستر خيانت او جفا ده، نو عمر رضی الله عنه يې د مرگ پر بستر او تر ټولو سخت حالت كې هم مخنيوی كړی او ځان، اولاد او رعيت يې ترې خوندي كړی.
۷- بوډا شاقه او سخت كار ته ملا تړلې، ډبرې ماتوي، يا د سوال ذلت پر ځان مني او په كوڅو او دروازو كې خيرونه ټولوي، عمر رضی الله عنه پرې پېښ شو او ترې پوښتي: ولي…څه در شوي؟ همدا وخت د ځواب په ترلاسه كولو سره پوهېږي چې يهودي د جزيې فكر دې كار ته اړ كړی، عمري عدالت يې جزيه ورته بښي، پالنه يې په غاړه اخلي او عام تام فرمان صادروي چې له سپين ږيرو او ناوسه هغو به جزيه نه اخيستله كېږي، بلكې د مياشتينۍ په ور كولو به يې عمري عدالت پالنه كوي. درس: اسلامي عدالت د جنس بشر او انسانيت لپاره دی، هيڅ ملت، مذهب، قوم، قشر، لږكی، ډله، خپل، پردی او د انساني ژوند كومه ښكاره-پټه-شخصي-عامه اړتيا او اړخ ترې مستثنا نه دی، بلكې چې د دې نړۍ نظام جوړوي؛ په ټولو كې د پلي كېدو وړ دی او پلی كېږي. د عمري عدالت همدا څو بېلگې بسنه كوي. كه د اسلامي امارت شرعي عدالت پلي كول په دې مانا عمري عدالت وي چې د لوی ملاصاحب رحمة الله عليه د داعيې او فكر په بشپړ ډول ترجماني كوي، نو مرحوم ملا صاحب چې په يو مورد وايي: ماته له خپل نوم څخه حياراځي…، مانا يې دا وه/ده چې نوم مې د عمر رضی الله عنه او په عدالت پلي كولو كې مې روش بيا بېل وي؛ داعيه او فكر مې څه چې حيا مې يې هم نه ايجابوي او نه يې مني، نو د ملا صاحب داعيه او فكر لكه چې و همداسي پرې د عمري عدالت نوم ښودلو سره د اسلامي امارت شرعي عدالت پلي كول يې هم بېرته د عمر رضی الله عنه عدالتي روش ته ور گرځوي او دا مانا لري چې د اسلامي امارت شرعي عدالت پلي كول د حضرت عمر رضی الله عنه روش دی، نو د ملا صاحب د داعيې او فكر پر بنسټ پلي شوي عدالت د جلا بېلگو هم اړتيا نشته. نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: