‏له حرام نظر څخه د سترګو ساتلو فایدې!

عبدالرحمن محمود
(۱) زړه به مو د پښیمانۍ له غمه خلاص وي ، ځکه چي مؤمن د ګناه وروسته د پښیمانۍ په عذاب ځوریږي.
(۲) زړه کي به مو نورانیت او حکمت وي ، مشوره به مو پر حقه وي ، فکر او سوچ به مو نه خطاء کیږي.
‏(۳) د علم دروازې به درته خلاصي وي ، کله کله به په سختو مسائلو کي د الله رب العزت له طرفه إلهام درته کیږي.
(۴) د جهنم دروازې به درڅخه بندې وي ، د شهوت له عذابه به خلاص یاست.
(۵) فراست به ولرئ، باطن به مو د ښه أو بد تمیز په خپل ذوق کولای شي.
المصدر: روضة المحبين لابن الجوزي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: