شریعت ورځپاڼه: د اشغال له ماتې وروسته، د افغانانو پر خلاف تبلیغاتي، اقتصادي او جاسوسي جګړې زور اخيستی

عزم ــ (پنجشنبه، ۳قوس، ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مرکزي نشراتي ارګان، شریعت ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو، منفي تبلیغاتو او استخباراتي جګړې بحث کړی.
يادې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ویلي: “په دې کې هیڅ شک نشته چې موږ له څلورو لسیزو بې مثاله قربانیو وروسته ایله په دې وتوانېدو چې خپل هېواد د پردیو جنګې ځواکونو له تاړاکونو، چاپو او پلټنو خلاص، ګډوډي او فساد ختم او ګرد سره ملکي او نظامي ادارې ایکي یوه مرکزي نظام پورې وتړو. افغان ولس د همدومره لاس ته راوړنې بدل کې انتهایي درنه بیه پرې کړې او بې شانه کړاوونه یې زغملي دي. دا چې په یاده موده کې د وارسا او ناټو دواړو ځواکمنو لښکرو سره زموږ مېړنیو شازلمو تر هغه بریده سختې او خونړۍ جګړې پرمخ یووړې چې اخر پای یې له دې خاورې په شړلو مجبور او ګرده نړۍ کې بې حیثیته کړه، طبیعی ده چې اوس به یې زموږ پر خلاف زړونو کې دحسد او کینې سختې لمبې بلې وي”
سرمقاله کې ویل شوي: ” له همدې امله اوس دا کړېدلی ملت لا هم د ټولو غرضي هېوادونو په سخته تبلیغاتی، اقتصادي او جاسوسي جګړه کې ګیر دی. دا جګړه سخته په شدت روانه ده. ځکه له یوې خوا همدغو کینه کښو هېوادونو خپل ټول تبلیغاتی ماشین ته افغان ولس په هدف کې ورکړی، چې شپه – ورځ یوازې منفي ټکي، ښکرور دروغ او لمسوونکي بیانونه خپروي، بل پلو یې زموږ د اقتصادي بسیاینې او پرمختګ د مخنیوي لپاره بندیزونه لګولي او شتمني یې را کنګل کړې او بل لور ته یې داسې پټه استخباراتي جګړه شروع کړې، چې د اجرتي قاتلانو پرمټ زموږ امنیت ګواښي. مثلاً اختطافونه کوي، په مذهبي مراکزو، جوماتونو او تعلیمي ادارو کې بې رحمه چاودنې کوي او د مهمو شخصیتونو په ترور پسې لګیا دي. دغه تخریبکاره ډله اوس مهال د بهرنیانو له همیانۍ د څو ناچیزه پیسو ټکو ګټلونه پرته بله هیڅ کومه اجنډا او داعیه نه لري، خو باداران یې بیا د ازادۍ او بشري حقونو لپاره یوه مقدسه ملي مبارزه بولي”.
د سرمقاله لیکونکي په باور، دغو ټولو ستونزو څخه د وتلو یوازنۍ لاره دا ده چې ټول افغانان یو بل ته لاس ورکړي او له هر ډول تبعیض پرته، شپه ــ ورځ د خپل هېواد د قوت، پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره کار وکړي.
سر مقاله کې ټینګار شوی، چې افغانان اوس فقط له ظاهري اشغال څخه خلاص شوي، خو بشپړه خپلواکي او کامیابي تر لاسه کول نور ډېر کار غواړي: ” تر څو چې افغانان د خپل نظام د قوت او خودکفایي لپاره جدي ګامونه وانه خلي، نه به نړیوال د سړیتوب په سترګه ورته وګوري، نه به یې پت او ناموس خوندي شي او نه به د پردیو له احتیاجه خلاص شي”.
د سرمقالې په پای کې ویل شوي:
“بنا پردې اوس وخت راغلی چې ملا، طالب، استاد، سیاستوال، ملک، مخور او هر ټولنیز او مسلکی شخصیت د موجوده لاس ته راغلې خپلواکۍ قدر وکړي، د نظام د اصلاح او استحکام لپاره ګټورې مشورې ورکړي او د ملی ګټو د ساتنې لپاره بشپړ جدیت څرګند کړي. همدا رنګه بله ضروري خبره داده چې باید ټول مشران او کشران له وړو او فرعي مسایلو تېر او د غټو او مهمو مصالحو لپاره کار وکړي. په کار ده چې زموږ د ټولنې د هرې طبقې غړي دا واقعیت هیڅکله له یاده ونه باسي چې موږ خپله دینداري، ناموس داري او خپل پت و عزت یوازې د هېواد په خوندیتوب، خپلواکي – سوکالي او له پردیو د استغنا په صورت کې ساتلی شو.
نو راځئ له هوسونو تېر شو، هر یو خپل ځان لا هم د جګړې په نویو سنګرونو کې محاصره وګڼو، شپه ــ ورځ د خپلو بې شمېره دښمنانو د شیطانی دسیسو او دجالي پلانونو د شنډولو لپاره فکر او سوچ وکړو او د غوره اغېزناکو تدابیرو په چمتو کولو سره له موجوده ستونزو ځان او هېوادوال وژغورو”.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: