اسلام ماته خوړلې، که مسلمان!؟

فرید احمد مبارز
نیږدې یوه پیړۍ کیږي چي ټولي اسلامي خاوري پر (۵۷) یا زیاتو کم ټو ټو ویشل سوي دي، هري ټوټې ته یې جلا سرحد، بیرغ کلتور او داسي نور څه ورکول سوي دي، په خپلو مینځو کي په اختلافاتو او جنګ اخته دي، په ځینو اسلامي خاورو کي شریعت یوازي په اخلاقو، عباداتو او ځنیو نورو عادي مسایلو کي تطبیق کیږي او پر دې باندي اکتفا کوي، دا عوامل ددې لامل سوي دي، چي یو شمیر خلګ داسي وانګيري چي ګواکي اسلام مشکلات نه سي حلولای او اسلامي مبارزي ډلي د انزوا، کړاوونه، سختۍ او بلاخره دا تفکر رامنځته کیږي چي ګواکي اسلام ناکامه دی، په ځانګړې توګه سیکولران او د اسلام دښمنان د دغه حالت څخه بیا د اسلام د بدنامولو لپاره استفاده کوي، د اسلام پر وړاندي خپلي ناولي خولې خلاصي او پر اسلام نیوکي کوي.
مګر که یو څه ژور فکر وکړو او د اسلامي تاریخ پاڼي واړوو، یو څو پیړۍ مخکي تاریخ مطالعه کړو، نو هلته به د اسلامي اُمت د عروج او عزت پیړۍ ووینو، هلته به د عمر بن خطاب او عمر بن عبدالعزیز (رضي الله تعالی عنهم) عدالت وګورو. هلته به د اسلامي پوځ پیاوړتیا او ځواکمنتیا وګورو، چي د روم او فارس تاریخي امپراتورۍ نسکوري وې، هلته به د اسلامي خاوري سرحدونه د فرانسې تر څنډو وګورو، د مځکي پر مخ چا د اسلام لښکر نه سوای ماتولای. اسلامي خاوري د علم او ساینس مرکزونه وه، د اسلامي خاوري په پراخه جغرافیه کي چا د فقر کرښه نه پیژندله، یو مسکین او فقیر انسان هم نه پیدا کیدی. یهودو به اسلامي خاورو ته د عیسیویانو د شکنجو او ظلمونو څخه راتښتیدل، د اسلامي دولت څخه یې پناه اخیسته. یعني اسلامي خاوره د امن، سکون، عدالت، ساینس، پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا خاوره وه.
دا هر څه افسانې نه دي، په دغو واقعیتونو باندي تاریخونه ډک دي، حتا غربیان هم دا خبره مني. پورتني بریالیتوبونه د ځینو خلفاوو او د اسلامي اُمت د مشرانو کمال نه ګڼل کیږي، بلکي دا کمال د اسلامي شریعت وو، د اشخاصو او افرادو رول یوازي دومره وو، چي د اسلام سم پوهاوی یې درلود، اسلامي شریعت یې په سمه او پوره توګه پلي کوی.
اسلام کابو (۱۳) پیړۍ حاکم وو، او د پوره حاکمیت پر مهال اسلامي دولت د نړۍ لومړۍ مهم ځواک وو، اسلام هغه وخت د بشر ټولي ستونزي حلولې، نو د نن عصر څخه نیولې د قیامت تر ورځي پوري هم د بشر ستونزي حلولای سي، دا ځکه چي د نن ورځي او د زرګونو کلونو مخکي انسانانو اصلیت او ماهیت بدلون نه دی کړی، د انسانانو اړتیاوي او غرایز نه دي بدل سوي.
بله بنسټیزه خبره دا ده چي اسلامي شریعت بشري پدیده او زیږنده نه ده، چي د پخوانیو وختونو د واقعیت د معالجې لپاره رامنځته سوې وي، بلکي اسلامي شریعت د الله سبحانه وتعالی وحي ده او بشر د الله سبحانه وتعالی مخلوق دی، الله سبحانه وتعالی خپل مخلوق تر هر چا ښه پيژني، نو دا ممکنه نه ده چي الله سبحانه وتعالی دي خپل وروستی شریعت یو داسي شریعت رالیږلی وي، چي یوازي د یو څو پیړیو ستونزه په حل سي، وروسته د بشر ستونزي نه سي حل کولای او بلاخره ناکام وبلل سي، اسلامي شریعت د الله سبحانه وتعالی وحې ده او الله سبحانه وتعالی داسي شریعت نه دی نازل کړی چي هغه دي مشکلاتو ته جواب نه سي ویلای، بلاخره ناتوانه سي او ماته وخوري.
دا به ددې معنا ولري چي نعوذ بالله د الله سبحانه وتعالی وحي ماته وخوړه او نعوذ باالله، الله سبحانه وتعالی داسي څه نازل کړي وه، چي د بشر ستونزي یې نه سوای هوارولای، په داسي حال کي چي د الله سبحانه وتعالی وحي یعني قرآن کریم او سنت هم سته، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د حکومتولۍ سنت او تګلاره، همداراز د خلفای راشدینو، اموي، عباسي او عثماني خلافت تګلاري او تاریخ هم سته، مګر بیا هم مسلمانان ناکامه کیږي، نو اصلي ستونزه چیري ده!؟
دغه ستونزه دوه بنسټیز لاملونه لري، چي په لاندي ډول دي:
لومړی د اسلام په اړه د حاکمو ډلو ناسم پوهاوی یا د اسلام څخه د حاکمو ډلو ځانګړی تعبیر. زیاتره وخت هغه اسلامي ډلي چي د اسلام تر سرلیک لاندي جوړ سوي دي، د اسلام او شریعت په نامه داسي څه پلي کوي، چي هغه د اسلام د روح سره ټکر لري. د دغو ډلو مشران د اسلام څخه یو ځانګړی تعبیر اخیستی وي او زیاتره وخت د دوی دغه تعبیر سم نه وي. له همدې امله کله چي دا ناسم تعبیر او یا د خپلي نیمګړي پوهي څخه کوم څه د قانون او دستور په نامه تطبیقوي، نو زیاتره وخت د ستونزو د حل پر ځای نوري ستونزي زیږوي، ناورینونه رامنځته کوي او بلاخره حکومت یې ناکامه کيږي.
دوهم د ټولني او یا هم د نړیوالو فشارونو د امله د اسلام ناسم تطبیق، زیاتره وختونه هغه ډلي چي د اسلام په نامه جوړ سوي دي او یا هم جوړيږي هغه څه تطبیقوي چي د ټولني او یا هم د نړیوالو د فشارونو د امله د اسلام ځیني احکام وي. دغه ډول اسلامي ډلي د تدریجي تطبیق تر سرلیک لاندي د اسلام داسي احکام پلي کوي چي د ټولني یوه برخه او نړیوال ورسره خوښ وي، کوم غبرګون نه راپاروي، په ځانګړې توګه کله چي د حکومت د بهرني سیاست او اقتصاد خبره کیږي، دوی د نړیوالو د بیري د اسلام بهرنۍ سیاست نه پلي تطبیقوي.
دا خبره سمه نه ده چي ګواکي اوس مهال اسلام ماته خوړلې ده او یا اسلام د بشر ستونزي نه سي حلولای، په اصل کي مسلمانانو ماته خوړلې ده او دا د مسلمانانو تقصیر دی، چي اسلام یې سم نه دی زده کړی او یا یې سم نه دی پلي کړی. اسلامي شریعت د قیامت تر ورځي د بشر د ټولو ستونزو حل دی، مګر که اسلام سم زده سي او پوره تطبیق سي، نو د اسلامي نړۍ او مسلمانانو ستونزي به حل سي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button