له اتحاد پرته، پرمختګ ناممکن دی!

سليمان سعيد
خپل منځي وحدت د هرې ډلې، قوم او ملت د کاميابي او پرمختګ لپاره لومړنی او اساسي شرط دی. کاڼی له وړو، وړو ذرو جوړ شوی، که همدا کلک کاڼی ميده شي، نو هيڅ هم نه دی. د خښتو له يو ځای کېدو څخه لوی، لوی ديوالونه جوړيږي. اوسپنه هم د همداسې کوچنيو ذراتو مجموعه ده. واړه، واړه تارونه او پخې سره يو ځای کيږي او قوي ټوکر ترې جوړيږي. که خپل چاپيريال ته نظر وکړو، اکثره شيان همداسې د وړو، وړو ذرو له يو ځای کېدو څخه رامنځ ته کيږي.
وايي: يو سپين ږيري د زنکدن پر مهال خپلو زامنو ته د اتحاد، زغم او يووالي وصيت کاوه. غوښتل يې هغوی ته عملي درس ورکړي، نو يوه ګېډۍ لښتې يې راوغوښتې. يوه، يوه لښته يې هر زوی ته ورکړه او د ماتولو يې ورته وويل. ټولو خپله، خپله لښته ماته کړه. بيا يې ټولې لښتې يو ځای سره وتړلې او خپلو زامنو ته يې ورکړې، ويل: دا ګېډی مات کړئ. هر يو خپل زور وازمايه، خو ګېډی يې مات نه کړ. نو پلار خپلو زامنو ته وويل، که متحد واست، هيڅوک به تاسې ته ضرر نه شي رسولی. خو که سره جلا او خپلو کې مخالف شوئ، همداسې يو، يو به ماتېږئ!
دغه راز؛ يوه بله کيسه ده، وايي: يوه ځنګل کې درې غوايي اوسېدل: سور، سپين او تور. د زمري پر دوی درې واړو يو ځای زور نه رسېده، نو پلان يې جوړ کړ، چې دوی سره تقسيم او بيا يو، يو نوشي جان کړي. نو تور او سپين غوايي ته ور په څنګ شو، هغوی ته يې وويل: تاسې دواړه ډېر ښايسته ياست، خو دا سور بې چاره بيخي بدرنګه دی، غوايی خو يا تور وي او يا سپين. همداسې نورې پارونکې او اختلاف اچونکې خبرې يې هم وکړې. تر دې چې بالآخره يې دوی دواړه دې ته اماده کړل، چې د سور غوايي پر ضد راپاڅي، هغوی وويل: نو چاره څه ده؟ زمري وويل: تاسې ترې بې غمه شئ، زه به يې درته دانګې، وانګې کړم. هماغه ؤ چې سور غوايی يې راچپه کړ، خو هغوی نورو دوو يې په خوشحالي سيل کاوه. بيا يې څه موده وروسته تور غوايي ته وويل: فقط ته اصيل غوايی يې، دا سپين خو ډېر کبرجن دی، تا سره يې هم چندان جوړه نه ده ، يوازې يوازې ګرځي. دا به هم ختم کړو، بس زه او ته به بې غمه خپله ملګرتيا پالو. تور غوايي هم ورسره ومنله. بالآځره چالاکه زمري، سپين غوايی هم له ستوني تېر کړ. بيا يې نو پر تور غوايي هم زور بر شو، خو هغه سره يې هيڅ بحث او مناقشه ونه کړه، فقط يوه غوټه کې يې ټوټه، ټوټه کړ!
د اتحاد په اړه ډېرې کيسې شته، په خپل ژوند کې هم په دې اړه ډېرې تجربې لرو او د عقل فيصله هم دا ده، چې د کاميابي راز «اتحاد» دی.
همداراز؛ په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې هم ډېر ځايه موږ ته د اتحاد او اتفاق لارښوونه شوې او د اختلاف په صورت کې د سخت عذاب وعيدونه راغلي.
ولې د اسلامي په اوايلو کې مسلمانان کامياب وو، خو اوس له ذلت او ناکامي سره مخ دي؟!
ځکه چې هلته مسلمانانو اتحاد الهي حکم او د کاميابي راز ګاڼه، مګر نن موږ د دښمن لومو کې ګېر يو، يو د بل پښې وهو او اختلافات خپروو. نن زموږ مسلمانان وروڼه د کفارو تر حکم لاندې ژوند کوي او د هغوی په غلامي کې عزت لټوي، خو د خپل مسلمان ورور حکم ته غاړه نه ږدي. پخوا مسلمانان ځکه کامياب وو، چې هغوی يو امت وو، مګر نن اسلامي امت په لسګونو برخو وېشل شوی او بيا هر هېواد پر لسګونو ډلو تقسيم شوی. نو حتماً به کمزوري يو!
موږ د افغانستان په جغرافيه کې ژوند کوو، نو ټولو افغانانو ته دا توصيه کوو، چې راځئ هر ډول اختلافات شاته وغورځوو او په مشترکاتو سره راټول شو. جزئي ستونزې هر چېرته شته، خو بايد زموږ تر منځ د اختلاف او تجزيې لامل نه شي.
اوس چې الحمدلله؛ په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې او د پرمختګ لپاره مو يو چانس تر لاسه کړی، نو بايد له دې فرصت څخه جدي استفاده وکړو.
نسبت نورو اقوامو ته، د افغانستان اکثريت ولس ډېر دينداره دی، اکثره کورنيو د اسلامي نظام د حاکميت او خپلواکي تر لاسه کولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې. نو هغوی خو بايد حتماً د دغه اسلامي نظام حمايت وکړي، تنظيمي تړاو او ګټو څخه بايد تېر شي. دا د ټولو مسلمانانو ګډه کښتۍ ده.
له اسلامپالو ور هاخوا، نورو هېوادوالو ته وايو: راځئ له دغه سوله ييز فرصت او ثبات څخه استفاده وکړو او له مادي اړخه خپل هېواد د نورو سيال کړو. د پرمختګ لپاره عياشي او فحاشي نه ده شرط، امنيت شرط دی او همت په کار دی. اوس الحمدلله، د هيڅ ډول پرمختګ مخه څوک نه نيسي، هر څه مو په خپل واک کې دي او نظام مو د هرې پروژې پوره قدرداني کوي. همداراز؛ د اسلامي امارت مسؤلين هم بايد پوره زغم او حوصله ولري او په هيڅ صورت دښمن ته فرصت ورنه کړي، چې د افغان ملت تر منځ اختلاف واچوي. اوس بايد د طالب او غير طالب له نومه تېر شو، دا وطن د ټولو کور دی. واک دې له علماؤ سره وي، همدا د الله تعالی حکم دی او علماء د ځمکې پر مخ د خلافت مسؤليت لري، مګر په نورو چارو کې بايد هر چا سره همغږي او تحمل وشي. نبي عليه السلام له يهودو سره تړون وکړ، تر څو د مکې له مشرکينو سره مقابلې ته فارغ شي. نو اسلامي امارت هم بايد ټولې وړې لانجې هاخوا کړې او د نظام د پرمختګ او بقا لپاره شپه، ورځ کار وشي. تر خپله وسه بايد هڅه وشي، چې يو افغان هم مرور او جدا پاتې نه شي، ټولو سره بايد د خپلو مشترکاتو پر اساس يو تړون او اتحاد ولرو. تر څو دښمن زموږ خپل وروڼه، زموږ پر خلاف ونه کاروي. همدا د نظام او ملت د کاميابي او پايښت يوازنۍ نسخه ده!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: