مسیر ورځپاڼه: خلک د لاریون حق لري؛ خو د منل شوو ارزښتونو سپکاوی نه‌شي کولای

عزم (دوشنبه، ۲۷مرغومی، ۱۴۰۰ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په کابل کې په پروني لاریون بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: پرون ځینو ښځو لاریون وکړ او د حجاب پر ضد یې شعارونه ورکول.

«پرون په کابل کې څو ښځو لاریون وکړ او د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د هغه توصیې پر ضد یې غږ پورته کړ چې پکې له ښځو غوښتل شوي وو چې شرعي حجاب مراعات کړي. دغو ښځو نه یوازې دا چې د حجاب پر ضد شعارونه ورکول، بلکې د ښځو چادري ته یې اور واچاوه. دوی په خپلو شعارونو کې وویل چې دا د ښځو خوښه ده چې څه ډول غواړي، هغسې ګرځېدلی شي او اسلامي امارت پر دوی حجاب نه شي اجباري کولی.»

د سرلیکنې له مخې، د دې لاریون پر ضد توند غبرګونه راپورته شول او دغه ډول کړنه د افغاني کلتور او ارزښتونو ته سپکاوی وبلل شو.«د نورو ټولو لاریونونو پر خلاف دغه لاریون ته د خلکو غبرګون ډېر توند او تېز و. خلک وايي چې هر څوک د اعتراض او لاریون حق لري، خو هېڅوک نه شي کولی چې منل شوو ارزښتونو، جامو او حجاب ته سپکاوی وکړي. چادري ته سپکاوی چې په افغانستان کې د ډېرو ښځو له خوا په خپله خوښه اغوستل کېږي، په واقعیت کې د افغانستان ښځو ته سپکاوی دی. خو څنګه ځان ته اجازه ورکوي چې د نورو له خوا کارول کېدونکو جامو ته سپکاوی وکړي!؟ د حجاب س‍پکاوی او پر ضد یې شعارونه ورکول په واقعیت کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سپکاوی او پر ضد یې شعار ورکول دي. دا کار یوازې پردۍ، له خپلو ارزښتونو او فرهنګ لرې او پروژه‌یي ښځې کولی شي. په دې لاریون سره دا ‍د ګوتو په شمېر نامعلومې ښځې ښيي چې دوی د افغانستان له خلکو، ارزښتونو، دین او فرهنګ سره په څومره ژوره دښمنۍ کې دي. د دوی پرونی لاریون د اسلامي امارت خلاف لاریون نه و، بلکې دا د اسلام، اسلامي او افغاني ارزښتونو او فرهنګ خلاف لاریون و چې په هېڅ ډول د توجینه وړ نه دی.»

ورځپاڼې لیکلي: اسلامي امارت د دې لاریون په اړه هېڅ غبرګون ونه ښود او که چېرته داسې لاریونونه ډېر شي، نو زیان یې له مصلحت ډېر دی. «واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یوازې یو څو ښځې دي چې منظم لاریونونه کوي. ویل کېږي چې دا یوه ډله ‍‍‍ښځې دي او د کابل په بېلابېلو ځایونو کې په مختلفو نومونو لاریونونه کوي. دغو ښځو ته نه یوازې له بهره ډېرې پیسې راځي،‌ بلکې پلانونه هم له بهره ورکول کېږي او دوی یې عملي کوي. پر اسلامي امارت تل دا نیوکې وي چې د اعتراضونو پر وړاندې نرمي نه ښيي، خو د پرون لاریون له کبله ‍پرې دا نیوکه ده چې ولې یې نرمې کړې ده او ولې یې دغه ډول لاریون ته اجازه ورکړې ده. پرونیو لاریونوالو ټولې سرې کرښې ماتې کړي دي، د افغانستان میلیونونه وګړي یې ځورولي دي او آن د اسلامي امارت په دننه کې یې ‍‍پر چارواکو اعتراضونه او نیوکې پیدا کړې دي. اسلامي امارت دې خپل مصلحتونه کوي، خو په دې چاره کې یې مصلحت سخت زیان لري. که ددغو پروژه‌يي کړیو سره غوڅ او پرېکنده چلند ونه شي، نو زیان یې تر هغه مصلحت ډېر دی چې اسلامي امارت ورته پام کوي.»

د مسیر په باور، اسلامي امارت باید خلکو ته د لاریونونو اجازه ورکړي؛ خو د هغو لاریونونو مخه باید ونیسي چې زموږ د ارزښتونو سپکاوی پکې کېږي.

«اسلامي امارت باید د لاریونونو او اعتراضونو په اړه لا زیات واضح دریځ ونیسي. هر څوک حق لري چې لاریون وکړي او باید دا حق ورکړل شي. هر څوک کولی چې د چارواکو پر کړنو او تګلارو نیوکې وکړي، خو هېڅوک باید اجازه ونه لري چې زموږ د ارزښتونو پر ضد لاریون وکړي او سپکاوي یې وکړي. هېڅوک نه شي کولی چې د اسلامي احکامو پر ضد ودرېږي او هېڅوک نه شي کولی چې زموږ سرې کرښې ماتې کړي. له همدې امله پکار ده چې اسلامي امارت ددغه ډول حرکتونو مخه ونیسي چې زموږ د ارزښتونو سپکاوی کوي او بهرنۍ ناوړه پروژې پلې کوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: