د نظام ساتنه شریک مسؤلیت دی!

خالق یار احمدزی

د اسلامي امارت له راتګ او د یوه سپیڅلي اسلامي نظام تر قیام وروسته مونږ په کمه موده کې د مختلفو مثبتو تحولاتو شاهدان وه، چې تر ډیره هغه فکري تخیلات یې ناسم ثابت کړل چې ګواکې د جمهوریت زوال به، هیواد یوځل بیا د خپلمنځي شخړو پر لور سوق او آن ځمکنۍ بشپړتیا به یې له ګواښ سره مخ کړي.
که له بې ځایه خیاطي او تملق ور تیر شو او عین واقعیتونه په ځیر وګورو، دا به راته جوته شي، چې د اسلامي امارت په زعامت کې څومره ویښ، مدبر او سنجیده مشران شتون لري؛ هغوی چې نه یې شل کلنه سخته او پیچلې جهادي مبارزه کې د تقابل ستړیا محسوس کړه، نه یې هم له بریا وروسته څه له لاسه ورکړل او نه یې هم د حکومتولي څرخ له حرکته ولویده؛ نو د دې توانایي هم لري چې د هیواد او ولس څلویښت کلنې ستړیاوې په دایمي سوکالیو بدلې او دلته د شر وفساد کرل شوی تخم له مخیزه ورک کړي.

که د نجونو د تعلیمي بهیر له موقت بندیز ور آخوا لږ سترګې واړوو، را څرګند به شي؛ چې یو په ټوله مانا سقوط شوی نظام چې له الف نه تر یا پورې یې سمونه او رغونه غوښته، څنګه په دومره کم وخت کې بیرته پر پښو قایم او مسیر ته سم شو؛ باید خپل او پردي یې اعجاز ته ګوته په غاښ شي.
سمه ده د نړۍ په نظامونو کې هم ادلون بدلون عادي خبره ده، خو هلته یواځې د هیواد ټولواک، لیډرشیف او د رهبري برغولی بدل شوی؛ خو دلته د هرې لویې او کوچنۍ ادارې رهبریت او سرپوښ نوی شو او ټولې ادارې سملاسي په تحرک راوستل شوې..

ګرانو هیوادوالو!!
په داسې حال کې چې په کوردننه او بهر دښمنې کړۍ هڅه کوي، اسلامي امارت /فعلي نظام ته په هره برخه کې ننګونې جوړې کړي او هغه مرموزې موخې چې د پردې تر شا یې ترسیم کړي، ترلاسه کړي؛ نو ځوانانو، کشرانو او مشرانو که په هر ډګر کې بوخت یاست درباندې غږ مو دی چې د فعلي نظام ملاتړ ته را ودانګئ او حمایت یې خپله فریضه وګڼئ.
ښایي د شته ستونزو په سیوري کې به ډیرو ته دا پوښتنې ور مخ کیږي، چې نو څنګه په مشکلاتو سترګې پټې کړو او ځینو ته به د بې ځایه خیاطي جامې ګنډل ښکاري، خو داسې نه ده، مونږ چې څه وینو یا یې اورو د پردې ترشا پرې زیات کار شوی او څومره یې چې مونږ انګیرو تر هغه زیات یې مشران عواقبو ته متوجه دي.

ځوانانو! پرونۍ مخالفې افغان نما څیرې که له خپلو فکري استادانو او تمویلګرو سره له دې مقدسې خاورې ووتل، خو خپلې هڅې لا هم د ټولنیزو رسنیو له لارې نه دریغوي؛ هغوی چې د دیموکراسۍ په اخور لوی شوي او د سیکولریزم ناوړه اوبو سیراب کړي، ستونزمنه به وي، چې خپلو اسلامي او افغاني افکارو ته بیرته راوګرځي.
له افغانانو دې جلاشوې کتلې کاش چې په فروعی مسائلو کې اختلاف پاللی او له متنه یې هم علماء او پوهان وای؛ دوی له یوې مخې له اسلامي نظام، او مذهبي مفکورې سره په اصولي اختلافاتو روږدي شوي، نه په کې په دیني مسائلو پوهان علماء شته او نه یې هم د تګلارې د مخته وړلو لپاره د علمي څیرو استدلالات شتون لري…!
بس یواځې د نړیوالې ټولنې د غوښتنو یادونه کوي او داچې اوسنی پېر د مذهبي حکومت لپاره مساعد نه ده.

نو راځئ په اغیزمنه توګه هم د هیواد علیاء ګټې /مصالح وساتو او هم په احسنه طریقه خپل او پردي د ملي او اسلامي ګټو تحفظ ته وهڅووو.

په درنښت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button