د حجاب مخالفت، که د اسلام مخالفت؟!

سليمان سعيد
وړمه ورځ په کابل کې يو محدود شمېر پروژيي ښځو د حجاب خلاف لاريون وکړ او بيا يې د افغانانو يوې مقدسې جامې (چادري/ برقعې) ته اور واچاؤ، دوی ویل چې موږ حجاب نه منو او ښځې بايد خپلې خوښې ته پرېښودل شي چې هر څه کوي!
د دوی په غبرګون کې په ټولنيزو رسنيو کې يو شور جوړ شو چې ولې دغو ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې د افغانانو يوه مقدسه جامه يې وسوځوله او په دې توګه يې د افغانستان د ميليونونو پتمنو او عزتمنو ښځو توهين وکړ.
نو رښتيا هم؛ دغه محدود شمېر ښځې چې کله په يو او کله په بل نوم لاريون کوي، د افغانستان د ښځينه قشر (۱) سلنه هم نه تشکيلوي، د افغانستان ښځې د نړۍ په سطحه ديندره، حياناکې او عزتمنې مېرمنې دي. دغه د ګوتو شمېر پروژيي ښځې د پرديو په اشاره چليږي او تمويليږي.
دا سمه ده چې خلکو ته بايد د لاريون حق ورکړل شي، مګر د نړۍ هيڅ هېواد کې بې پولې ازادي نشته. د لاريون په نوم هيڅوک د ديني او ملي ارزښتونو سپکاوی نه شي کولای. اسلام هر چا ته د حق وينا ازادي ورکړې، مګر ازادي يوازې د (حق) په چوکاټ کې محدوده ده. کله چې د اسلام له چوکاټ څخه خبره واوړي، هغې ته بيا د بيان ازادي نه شي ویل کېدای، بايد چې له دغه ډول خلکو سره قانوني چلند وشي. د بيان مطلقه ازادي د ټولنې په زيان ده، ولسونه تباه کوي، لانجې جوړوي او نظام له منځه وړي.
کله چې يو څوک ځان مسلمان بولي، نو بيا خو بايد د اسلام ټول احکام ومني. خو دغه مېرمنې چې هم د اسلام دعوه کوي او هم د حجاب په خلاف لاريون، دا نو څه معنی؟ د افغانستان ملت خو د نړۍ په سطحه متدين ولس دی او حجاب د اسلام يو حکم دی، نو ولې د حجاب خلاف لاريون؟
حجاب خو څه د اسلامي امارت کوم ځانګړی حکم نه دی، دا د الله تعالی حکم دی او څوک چې ځان مسلمان بولي، بايد د اسلام ټول احکام ومني. ايا د بني اسرائيلو په څېر؛ ځينې احکام منئ او له ځينې نورو منکرېږئ؟!
د مسلماني معنی دا ده چې انسان د الله تعالی احکامو ته په بشپړه توګه او له قيد و شرط پرته تسليم شي، نو بيا ولې په اسلام کې خپل فرمايشات غواړئ، اسلام چې څه وايي هغه ومنئ!
خو اصل خبره دا ده چې دغه ښځې د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په کيسه کې نه دي، دوی خپل ضميرونه پلورلي او د پرديو په اشاره بغاوتونه جوړوي. کله په يو او کله په بل نوم راوځي او د لاريون تر نامه لاندې د اسلام او افغانستان د دښمنانو شوم پلانونه تطبيقوي. د دغو پروژيي ښځو شمېر ډېر محدود دی، دوی بايد وڅارل شي، په هر لاريون کې فقط همدغه محدود شمېر ښځې برخه اخلي، د دوی سرکښانې بايد د استخباراتو رياست له خوا تعقيب او قانون ته وسپارل شي.
د دوی لاريون د حجاب خلاف نه، د اسلام خلاف دی. دوی له اسلام سره حساسيت لري او يوازې له حجاب څخه نه، له اسلام څخه منکر دي. دوی د ټول ملت توهين وکړ، افغانستان کې له يو څو لنډغرو، فاحشو او بې شرمو ښځو پرته، ټولې ميرمنې د عزت ژوند خوښوي، دغو پروژيي ښځو د افغانستان د ټولو مېرمنو بې عزتي وکړه، دوی ته بايد د خپل دغه لوی جرم سزا حتماً ورکړل شي. دغه څو فاحشې اوس مهال په افغانستان کې د غربيانو يوازنۍ پاتې پانګه ده، فقط همدوی ته يې سترګې دي او له دوی څخه د خپلو ناوړه اهدافو د تطبيق لپاره کار اخلي، نو که د غربيانو اهداف شنډول غواړئ، د همدغو خبيثاتو مخنيوی وکړئ.
دوی چادري پردی فرهنګ باله او ظاهراً يې همدا ويل چې موږ ځکه د چادري خلاف لاريون کوو چې دا پردی فرهنګ دی او پر افغان مېرمنو تحميل شوی، حال دا چې د افغانستان مېرمنې په خپله خوښه چادري اغوندي او هيڅ يوه يې نه غواړي چې لوڅ مخ له کوره ووځي، دوی د چادري مخالفت ځکه کوي چې چادري د حجاب لپاره تر ټولو ښه لباس دی.
نو دغه ضمير پلورلې ډمې له اسلام سره حساسيت لري، د کلتور او فرهنګ کيسه کې نه دي، که نه د دوی پر تن تنګ پتلون کله د افغانانو فرهنګ دی…!!
لکه چې ښاغلي نعمان دوست ليکلي:
« په چسپو پطلونونو کې راغلې، د اعتراض په توګه یې چادري ګوزار کړه او په غوسه یې ویل:
فرهنګ پاکستانی را ما نمی خواهیم!
ژر مې سترګې پټې کړې، ما ویل دا له پردي فرهنګ سره حساسې؛ اوس دا بل پردی فرهنګ (پتلونونه) ګوزار نکړي…!»