کمزوری صنعت او د بیا را ټوکېدو هیلې…!

اکرام الله صافی

صنعت د نورو سکتورونو (کرنې، سوداګرۍ، ترانسپورت …) اساس او بنیاد دی او د صنعت په پرمختګ سره د نورو ټولو سکټورونو چټک انکشاف تضمین او حتمي ده. بغیر له وسیع او پراخه صنعتي فعالیت څخه د خود کفایۍ خوب لیدل په ویالې کې د نهنګ نیول دي چې هیڅ شونی نه دی.
لنډه دا چې که په نورو سکتورونو کې څومره پانګونه هم وشي او صنعت له پامه وغورځي د یو هیواد درد نشي دوا کولی. که جهاني اقتصاد ته لږ نظر واچوو نو د (G20 = Twenty of world’s largest economies) یا د نړۍ شل اقتصادي قوتونه یعنې هغه هیوادونه چې د نړۍ په اقتصاد راج چلوي چې په هغو کې چین، جاپان او اندونیزیا هم موجود دي، مونږ به دې پایلې ته ورسیږو چې د هغوی د سریع اقتصادي پرمختګ مهم راز د خپل صنعت په پښو درول او په دې برخه کې په لویه کچه پانګه اچونه وه.

واقعیت دادی چې د افغانستان په تاریخ خصوصاً په تیرو شلو کلونو کې د صنعت په برخه کې هیڅ کار نه ده شوی یا ډیر لږ کار شوی. په دې مهمه برخه کې د نه کار کولو ستر راز په لویه کچه فساد او په فساد کې د ښکیلو وګړو تماس د مافیایي ډلو او حلقو سره وه. متأسفانه د نظام ټول تشکیلات او مهم کلیدي څوکۍ د دوه لارو په کابل کې د امریکا سفارت او دوهم افشن چې د بډو یا رشوت ورکولو لاره وه ډکې دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري د داسې چا په واک کې ورکړل شوې وه چې سر تر پایه په فساد ککړ او ټول فوکس به یې د توکو او مالونو په واردولو کاوه نه په داخل د هیواد کې په جوړولو، ځکه دوی به د هغه مافیایي کړیو سره لاس درلود چې هیواد ته به یې بې کیفیته اجناس را واردول او دوی ته به یې معلومه اندازه د ګټې فیصدي جیب ته ور دننه کوله او په دی طریقه به یې د چارواکو خولې د موچي په تار ګنډلې.

مګر اوس الحمدالله! هغه ټول مفسدین د خپلو خیانتونو له کبله فراري شوي او په بیلا بیلو امریکایي کمپونو کې په ډیر بد حال په طویل المدت ژمنی خوب ویده دي.
د تاریخ نوی باب پرانیستل شوی، پس له ډیره وخته افغانان د خپل د خوښی او په خپل لاس جوړ شوی نظام خاوندان شوي او د نظام له بطن څخه راټوکیدلي اشخاص د نظام په راس کې قرار لري داسی اشخاص چې دنده مسؤلیت ګڼی، نه د پخوانیو هغو غونده د جبر یوه وسیله او زه باور لرم چې همدا خلګ به دا قافله تر خپل منزل مقصود ته رسوی.

ا.ا.ا قدرمن او مهربانه مشرانو هم هڅه کړی چې ملت ته سپیڅلي او متعهد شخصیتونه د خدمت په پار وړاندی کړي.
ما څه موده مخکې د صنعت او سوداګری وزارت قدرمن معین قاري صاحب بشیر ولید ما چې د هغه خبرې د هیواد د پریوتي صنعت او دهغې د بیا اِحیا لپاره واوریدی خورا هیله بښوونکي او خوشاله کوونکي وی ما دا درک کړه چې هغه د هغه لارو چارو په اړه فکر کې وه چې په واسطه یی څنګه کیدلی شي چې افغانستان خود کفا او په ځان بسیا هیواد شي، د هغه ټول تمرکز د صنعت او سوداګرۍ په بهبود او طرقۍ وه.

هغه همدا راز د څو ولایتونو صنعتي پارکونو ته په دی موخه سفر وکړ چې هلته په ولایتونو کې بوختو صنعتکارانو ته دا ډاډ او اطمینان ورکړي چې دوی ته به لازمه توجو کیږي، د صنعتي موادو لپاره به یی ښه مارکیټ پیدا او دوی سره به د دوی د صنعتونو د هر اړخیز انکشاف لپاره به په ټولو برخو کې همکاري کوي.
هغه په خپل وروستي بهرني سفرکې چې د ا.ا.ا پلاوي د تیری جمعی په ورځ د جنوري په څوارلسم اشق آباد ته ترسره کړ هم حضور درلود او هلته په اشق آباد کې یی ترکمن چارواکي دی ته وهڅول چې په افغانستان کې پراخه پانګه اچونه وکړي او ددی هیواد د صنعت په بیا ءِحیا کې اساسي نقش ولوبوي. دغه سفر چې پرون یکشنبه پای ته ورسید د اقتصادي بُعد بله ستره لاسته راوړنه یي داده چې ترکمنستان امادګي ښودلی چې خپل سوداګریز اموال به د افغانستان له لاری سویلي اسیا ته رسوي چې دا په خپل ‌‌ذات کې فعاله ډیپلوماسۍ او د معین صیب د کامیابه اقتصادی ډیالوګ ښه نمونه ده. افغانستان به له دی درکه د ټرانزیټ له لاری ډیره سرمایه لاسته راوړي، د یادونی وړ ده چې مخکې به ترکمنستان خپل سوداګریز توکي د ایران له خاوری څخه په استفادی جنوبي اسیا ته رسول.

د معین صاحب داسې مکررې، بې ریا او صادقانه هڅې او د اسلامي نظام قوت ته پخه ژمنتیا سړی راتلونکي ته خوشباوره کوي او ولس ته دا بشارت ورکوي چې راتلونکي ته د خود کفا، مترقي او په ځان بسیا افغانستان شیبې وشماري.

د یو هوسا او سر لوړي افغانستان په هيله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: