د قومي تعصباتو پر خلاف جدي مبارزه په کار ده!

حقیقت دادی چې ناروا قومپالنه په عمومی توګه د  انساني تو کم لپاره خورا مهلکه ناروغي ده. ځکه ښکاره ده چې هره ناروا کې یوازې له دې امله د یوچا پلوي کول او خواته یې درېدل چې هغه سره قومي، ژبنی یاسیمه ایز تړاو لري، حتما له نورو خواؤ سره  په ټکر اولانجه تمامیږي. همدا ټکی د یوې ټولنې امنیت، سوکالي او نېکمرغي له منځه وړي او کاملا یې د تبایي او بدبختی ګړنګ ته وراچوي- له بلې خوا د قومیت پر اساس د انسانانو وېشل هیڅکله یوازې په لویو لویو برخو کې نه را ایساریږي بلکې هماغسې په ټبرونو، قبیلو پلرینو، کورنیو او اخر پای افرادو ته رسیږي.  مثلا د عربو، ترکانو، افغانانو یا داسې  نورو خپل منځي وړې وړې قبیلی وګورئ چې په  مخه تجزیه کیږی او بالاخره په کورنیو وېشل کیږی- همداوجه ده چې څښتن تعالی خپل سپېڅلي کلام کې د قومی تعصب د مخنیوي لپاره په څرګندو الفاظو اعلان کوي چې بشري ټولنه یې فقط  د خپل منځي پېژند ګلوۍ اسانه کولو لپاره پر جلاجلا قومونو نومولې ده، چې هیڅکله د غوره توب معیار نه دی. همدارنګه داسلام ستر پیغمبر د قومي تعصب راپارول او پر همدې نامه دعوت، اختلاف اوجګړه کاملا یوه جاهلانه چاره بللې او له مرتکبینویې په ښکاره ټکو خپله بیزاري اعلان کړې ده- سر بېره  پردې اوس که موږ د بشر عمومی تاریخ د پلټو یا په خصوصی ډول د اسلامی امت پرحال سرسري نظر واچوو، ګورو چې همدې  معاصره زمانه کې د عثماني خلافت د سقوط یوازنی عامل همدغه د ترک او عرب قومی تعصب ؤ چې بیا ورسره جوخت دعربو خپل منځي پاشل کېدلو او د مګړی پر شپېتو سیاسی برخو تقسیمېدلو زموږ اسلامی  امت له څومره نورو ناخوالو سره مخ کړ. تر یادو تقسیماتو وروسته راځئ د خپل هېواد تېرو ځو لسیزو ناخوالې او بدمرغی هم وګورئ- هغه مهال چې زموږ معاصر سیاست کې د شوروي مداخلو پرمټ کمونیزم هم را داخل او څه موده وروسته یې د قومیت پر تضاد د خلق او پرچم جلاجلا  ډلې اعلان کړې- یادو ډلو خپله څوارلس کلنه دوره کې د افغان مسلمان  ملت ترمنځ د قومی، ژبني او سمتی تعصباتو داسې زهرجن افکار  خپاره کړل  چې تردوی وروسته یې ان پر مجاهدینو هم اغېز وکړ او څلورنیم  کلنه زمانه یې په شرمو و شرمېدله- تردې چې قادر خدای جل جلاله د طالبانو اسلامی تحریک د هېواد پر لویه برخه واکمن کړ خوله بده مرغه د قومی تعصباتو اصلي زړي هماغسې روغ پاټې شول چې بله ناوړه نتیجه یې هېواد ته د یهودا و نصاراؤ راوستل او تر شلو کلونو یې تر صلیبي توغ لاندې اسیر  کول ؤ. اوس چې درې څلوېښت کاله وروسته لوی خدای عزوجل په یو مخیز ډول د مظلومو افغانانو هېواد له بهرنیو یرغلګرو، د هغوی له بې ننګو اجیرانو ،ملحدینو، منافقینو او له ګردو باطلو نظریاتو او عقایدوڅخه پاک وژغورلو او یو داسې نظام او قیادت یې ور نصیب کړ چې خپل ټول رعیت ته د هماغه ایکي یو خدای جل جلاله د بندګانو په سترګه ګوري، پر اسلامی اخوت ایمان لري او د قومی تعصب ډېره اوړه خبره هم د خپل ایمان لپاره ستر خطر او لوی زیان ګڼي،لازمه ده چې ټول ملت یې د زړه له کومې درناوی وکړي او د ملی وحدت د ټینګښت لپاره  یې یوه زرینه موقع وبولي- ځکه زموږ ټول سیاستوال، علما او مخور شخصیتونه باید دا واقعیت ومني چې یوازې او یوازې همدا اسلام دی چې افغان هېواد او  ملت له بهرینو یرغلګرو، کورنیو ګډوډیو او قومی تاوتریخوالي ژغورلی او ډاډ وسکون ته را بللی شي- دغه راز بیاهم یوازې همدغه زموږ دیني او روحاني قیادت دی چې زموږ بېلابېل قومونه او سمتونه په کامله او ډ اډمنه توګه سره نښلولی شي- داچی اوس مهال د  اسلام د نامردو د ښمنانو، منافقینو ملحدینو او پر دیو اجیرانو ټول شان، شوکت او ځواک له منځه تللی  او پر زړو نويې سختې تڼاکې را ختلې ، غواړي يوځل بیا د  افغانانو ترمنځ قومی تربګنیوته لمن و وهي، ګډوډي منځ ته راوړي، او به خړې او ماهیان ونیسي او دا ملت د نفاق او شقاق په اورکې و سوځوي خود خېټومړولو لپاره د هرګبرو ترساله دروازو خپل کچکولونه را ډک  کړي- خوموږ هم په خپل وار یوځل بیا پر دوی غږ کوو چې دغه ناوړه شیطاني هڅې او ناولي تبلیغات به یوازي خپله د همدوی پر سپکاوي او شرمندګي تمامیږي او  که خدای (ج) کول نور به دا ملت هیڅکله د دوی پرغولونکو شعارونو ونه غولیږي- دوی باید و پوهیږی چې افغان مؤمن ملت د اسلام په نامه او د خپل دیني قیادت په لارښوونه د یو سوچه اسلامی نظام د واکمنی په خاطر خورا بې دریغه قربانی ورکړي او هیڅکله به یې چاته د ورانولو او صنایع کولو اجازه ورنه کړي.

له شريعت ورځپاڼې په مننه…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: