د اسلامی اخوت روحیه زموږ د یو والي لپاره پیاوړی ځواک دی!

د خبري سر چینو په حواله ویل شوي چې جمهور رئیس بایډن د افغانستان په اړه خپلو وروستیو څرګندونو کې د خپلو لښکرو د وېستو کلکه دفاع کړي او ویلي یې دي چې که خپل عسکرمو نه وای راوېستلي نو له افغانستانه به مو یوازې جسدونه راوړل، ځکه دا هېواد رښتیا هم د امپراتوریو هدیره ده، خو له بده مرغه افغانان د یووالي وړتیا نه لري. راځئ د نوموړي پر دغه وینا فکر وکړو او معلومه کړو چې امریکایان او نور صلیبی ملګري یې زموږ پر وړاندې نورې څه ډول ارادې لري. موږ ته باید دا حقیقت هم ښه معلوم وي چې لویدیځوال عموماً اروا پوهنه کې مهارت لري او خپلو خبرو او کړو وړو کې یې زیاتره اصول هم په نظر کې نیسي. بیا د هغوی د سیاسي مشرانو ویناوې خو حتماً پوره حسابي وي. مثلاً د بایډن دا سپینه وینا چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، ښايي په دې غرض وي چې له افغانستانه د عسکرو د وېستلو ټول مخالف امریکایان قانع او وپوهوي چې هلته پاتېدل سراسر د دوی لپاره لوي تاوان ؤ او په دې توګه پرخپل حکومت د هغوی د نیوکو فشار کم کړي. د نوموړي دا خبره که څه هم د افغانانو د خپلواکۍ او مېړانې روحیه ډېره او چتوي حال دا چې هغوي زموږ لپاره دا احساس هم نه غواړي، خو څرنګه چې غالباً تر دې وروسته به ټول غربیان لږ ترلږه څو لسیزې وروسته هم پر افغانستان د ښکاره نظامي برید نیت ونه لري او خامخا به له نورو پلانونو کار اخلي، همدا وجه ده چې اوس زموږ د مقاومت ښکاره ستاینې کوي او هیڅ اندېښنه نه کوي چې په دې ډول خبرو به د افغانانو زړورتیا نوره هم زیاته شي- خیر، هر څه چې وي یاده خبره یې زموږ لپاره دومره نه ده مهمه- مهم دا بل ټکی دی چې وايي افغانان د متحد ملت جوړېدو او یو ځای پاتېدو وړتیا نه لري- زموږ په خیال له همدې خبرې د امریکې او نورو غربي سیاستوالو هغه بد نیتي معلومیږي چې کېدی شي هغوی نور فقط له خپلو استخباراتي لارو د افغانستان تجزیې پر نقشه کار وکړي او د یوګوسلاویا په څېریې سره وویشي. ځکه دوی ښايي اوس حتماً دې نتیجې ته رسېدلي وي چې له تېرې یوې پېړۍ راهیسې افغانستان کې د انګلیسي امپراتورۍ، شوروی وارسا او ناټو + امریکې غوندې ستر ځواکونه ماتېدل پرته له شکه د حیرانۍ خبره ده. اوس نو که موږ خپله هم ژور فکر وکړو پوهیږو چې تر دې وروسته به زموږ دښمنان خامخا د څرګند نظامی یرغل پر ځاي د افغانانو ترمنځ د اختلاف تخمونه شیندي او تر هغه به د همدې کروندې اوبه خور او پالنه کوي څو یوې پایلې ته یې نه وي رسولې. که څه هم پردې موضوع انګریزانو او روسانو پخوا هم کار کړی خو دوی بیا هم کولی شي له نویو تدابیرو کار واخلي او لاښه په جدیت کار وکړي. اوس که موږ د بایډن یاده وینا د خپل هېواد او ملت لپاره یو جدی خبرداری وګڼونو بیا لازمه ده چې د هغوی د نوي پلان شنډولو په خاطر موږ هم پر نوي پلان کار وکړو. په دې مانا چې د خپل منځي اختلافاتو او ګوندیو د ختمولو لپاره هغې وسلې ته لاس کړو چې په یقینی ډول د اختلاف له منځه وړلو تر ټولو ښه قابلیت لري او هغه په افغان ولس کې د اسلامي اخوت روحیې ته وده ورکول دي. ښکاره ده چې په دې باب کې زیاتره مسئولیت د سیاستوالو، دینی علماؤ، ادیبانو او نورو پوهانو دی. همدوی مکلفیت لري چې د هېواد ګردسره قومونه په دې وپوهوي چې د قومونو او سمتونو پرنامه د هېوادوالو وېشل او تجزیې ته لار برابرول زموږ د ایمان او عقیدې له غوښتنې سره کاملاً ټکر لري چې د دنیا او آخرت زیانونه پکې نغښتي دي. ټول افغان ملت باید پر دې واقعیت سر ښه خلاص کړي چې د دښمن په تلقیناتو دغه شان ګوندیو ته لمن وهل د خپلو مظلومو خلکو تباه کول او هغه اورته غورځول دي چې همدغو دښمنانو د عراق، سوریې، لیبیا، سودان او داسې نورو هېوادو خلک ور واچول. نو راځئ ټول د توحید پر هغې کلمې راغونډ شو چې زموږ خالق او مالک د هغې په واسطه زموږ تر منځ ورور ګلوي قایمه کړې ده. همدار زموږ هغه ځواک دی چې پرمټ یې دلته د امپراتوریو هدیره جوړه شوي او د نړۍ د لویو کبرجنو ښکرونه پکې مات شوي. همدا وجه ده چې دښمن اوس زموږ پر وړاندې پرته له اختلاف اچولو بله لار نه ویني او خامخا به خپل همدغه پروګرام پرمخ ولي. خو له دې سره سره موږ بیا هم پوره ډاډه یو چې که د خدای تعالی نصرت راسره مل ؤ، د دښمن دغه هڅې به هم هماغسې شنډې شي لکه هغه چې پخوايې ترسره کړې او دا دی اوس هم شپه ورځ د پښېمانۍ او ښکې پرې تویوي- البته د دغې بریا ګټلو لپاره هم یوازنی شرط پرخپل سپیڅلي دین راغونډېدل او منګولې ټینګول دي.
له شريعت ورځپاڼې په مننه…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: