فضا او د کائناتو وُسعت/ دوه ويشتمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

نپتون:
د لرې والي په حساب- د شمسي منظومې آتمې او د لوی والي په حساب بیا څلورمې سیارې ته نپتون وایي.
دغه یخي سیاره له لمر څخه په اوسطه اندازه شاوخوا څلور نیم میلیارده، یا ځلور زره پنځه سوه میلیونه (۴۵۰۰۰۰۰۰۰۰) کیلومتره لیرې ده.
د ځمکې او نپتون تر منځ نږدې ترینه فاصله څلور میلیارده او دری سوه میلیونه (۴۳۰۰۰۰۰۰۰۰) کیلومتره ښوول شوې.

له مشتري،زحل او اورانوس وروسته د شمسي منظومې تر ټولو غټه سیاره همدا ده.
د نپتون یوه ورځ شپاړس ساعته او یوولس دقیقې (۱۶:۱۱) ده، مګر یو کال یې بیا یوسل څلور اتیا کاله، دوه سوه آته اتیا ورځې (۱۸۴،۲۸۸) ښوول شوی دی.

ویل کیږي چې د نپتون په اتمسفر کې پنڅه اتیا سلنه هایدروجن او پنځلس سلنه هیلیوم وجود لري او هغه ورېځې چې د یادې سیارې له سطحې څخه لیرې ولاړې دي له یخ وهلي میتان څخه جوړې شوې دي.

نپتون په دریو اساسي برخو وېشل شوی (اتمسفر،غوښه او هسته) چې د اتمسفر دمائي حالت یې منفي دوه سوه څوارلس (°۲۱۴-) درجې د ثانتيګراد دی.

نپتون دومره تېز بادونه لري چې سرعت یې له صوت څخه هم تېز دی او یو انسان د دغې سیارې پر سطحه پرته له فضائي جامو څخه فقط یوه ثانیه ژوند کولای شي او بیا د تل د پاره محوه کیږي.

نپتون د ځمکې څلور برابره ده او ټولټال څوارلس (۱۴) میاشتې لري.
ویل کیږي چې د دغې سیارې پر سطحه هم لکه د اورانوس د الماسو کریستالي بارانونه وریږي، سائنسپوهان یې دلیل داسې بیانوي : ممکن د دغو بارانونو منشأ له میتان څخه وي! دا چې په یاده سیاره کې فشار بیخي زیات دی، نو ځکه خو یې له امله د میتان مالکولونه په هایدروجن او کاربون بدلیږي، بیا کاربون تراکم سره کوي او الماس ترې جوړیږي، وروسته د سیارې د جذب تر اثر لاندې راځي او (د باران په توګه) د سیارې د سطحې پر خوا کوزیږي.

که څه هم چې فعلاً نپتون د شمسي منظومې آخري سیاره یادیږي، خو د دغې منظومې ژۍ نشو ورته ویلای! بلکې د لمر له کتلې څخه پنځه څلوېښت میلیارده (۴۵۰۰۰۰۰۰۰۰۰) کیلومتره لیرې د شمسي منظومې ژۍ یا آخرنۍ پوله پرته ده مګر دغه پوله هم یوازې د اوس لپاره د یادې منظومې په ژۍ سره منل شوې تر دې څو واره لیرې یو بیضوي ګرد هم پروت دی چې تر اوسه یې څوک په راز نه پوهیږي.

نور په بله برخه کې.. ان شاء الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: