اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ مېلیونه ډالر مرسته کوي

عزم (چهارشنبه، ۰۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل):  د اسیا پراختیايي بانک اعلان کړی چې له افغانستان سره د بشري مرستو په چوکاټ کې ۴۰۵ مېلیونه ډالر مرسته کوي. یاد بانک ویلي، دغه مرستې به د ملګرو ملتونو د څلورو بنسټونو له لارې په افغانستان کې د غذايي امنیت، روغتیا او پوهنې په برخه کې ولګول شي.

د اسیا پراختیايي بانک د مسوولینو په خبره، د خوراکي توکو د خوندیتوب، د افغانانو لپاره د اړینو روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو د تر سره کولو لپاره یې ۴۰۵ میلیون ډالر مرسته تصویب کړې ده.: «د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو پروژو تر سرلیک لاندې به د اسیا پراختیايي بانک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو څلور ادارې تمویل کړي.»

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، اوسمهال په افغانستان کې ۲۲.۸ مېلیونه خلک د خوراکي توکو د نه خوندیتوب سره مخ شي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخه کړي.

له بل لوري د افغانستان بانک مسوولینو ویلي، د بشري مرستو په لړۍ کې یوه بله ۳۲ مېلیوني ډالرو کڅوړه پرون افغانستان ته راورسېده.: «د افغانستان بانک هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هر کلی او په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي. همدارنګه باید یادونه وشي، هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، د افغانستان بانک یې ستاینه کوي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: