له عجایبو: د نیوزلینډ په سمندري اوبو کې روڼ کب!

يوه نيوزيلنډي کب نيونکي د خپل هېواد په سمندري اوبو کې داسې کب نيولی دی ،چې بدن یې کاملاً شفاف دی او يوازې له نارنجي رنګه ځګونو څخه یې نور په بدن کې څه شی نه ښکاري !!!
کب نيونکي د نيوزيلېنډ هېواد د کاري کاري ټاپوزمې شمال په ۴۳ کيلومتري کې دا کب نيولی دی ، او چې له نيولو وروسته یې خپلو نورو ملګرو کب نيونکو ته ماهی وروښود ، هېڅ يوه هم ونه پېژانده او نه یې له پخوا څخه داسې کب چېرته ليدلی وو. ، خو د برتانيا د پيلموس د ملي سمندري اېکوريم کارکوونکي ددې حيرانونکي کب په پېژندلو بريالي شول او ددې عجيب کب نوم یې Salpa maxima اعلام کړ. ددې مرکز د څېړونکو په وينا ددې سمندري کبانو بدن د بوشکې په ډول دی او دا چې بې رنګه سپين رنګ لري دا يې هم د کب نيونکو پر خلاف د بدن د دفاعي قوې يو ډول دی ، چې کب نيونکي یې په اساني په اوبو کې پيدا نشي کړای .

نور احمد عایل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: