د آينشټين ماتول

“آينشټين” یوه ورځ له یو سړي سره په اورګاډي کې ناست و، ویې غوښتل چې د سړي ذکاوت تجربه کړي، مخ یې وروګرځاوه او ورته یې وویل:
ـ څنګه دې خوښه ده، یوه لوبه ونه کړو؟ زه به درنه پوښتنه وکړم، که دې ځواب رانه کړ، نو (5ډالر) به راکوې، ته به هم رانه پوښتنه وکړې، که مې ځواب درنه کړ، (500 ډالر به درکوم) . سړي ورسره موافقه وکړه
“آينشټين”:
ـ د ځمکې د جاذبې سبب څه شی دی؟
سړي فکر وکړ، خو ځواب یې ونه موند، نو (5ډالر) یې “اینشټین” ته ورکړل .
د سړي نوبت شو:
ـ دا څه شی دی چې غره ته په درې پښو خیژي او په یوه پښه راکوزیږي؟
“آينشټین” په فکر کولو بوخت شو، د خپلو علماو ملګرو نه یې مرسته وغوښته، هیڅوک په ځواب پوه نه شول، له یو ساعت فکر وروسته “اینشټین” (500ډالر) راوویستل او سړي ته یې ورکړل.
“آينشټین” ترې پوښتنه وکړه:
ـ اوس ته ووايه، دا څه شی دی چې غره ته په درې پښو خیژي او په یوه راکوزیږي؟
سړي له جیبه (5ډالر) راوویستل او أينشټین ته یې ورکړل !..
عبرت:
په دې غرور مه کوئ چې تاسې په هر څه پوهیږئ، که تاسې پوهان هم یاست، نو یو نالوستی به درباندې د خپل بسیط فکر پر مټ زورور شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: