پر شامپوګانو مه تېروځئ!

شامپو يواځې پرېمنځونکې ماده ده چې د وېښتانو د پاکوالي سبب کېږي او د وېښتانو په ږمنځولو کې مرسته کوي، همدارنګه د پوستکي په ځینو ناروغیو اغېز لري. لکه: د سر پخه او پسوریازیس.

شامپو د وېښتانو پر ټینګوالي او تويېدو باندې هېڅ اغېز نه لري، د ښې او بدې په نوم هېڅ شامپو نشته، شامپو کېدای شي چې د وېښتانو په نرموالي او ساتنه کې د کیفیت له نظره توپیر ولري، خو د وېښتانو په وده کې هېڅ اغېز نه لري او نه شي کولی چې د وېښتانو د تویېدو څخه مخنیوی وکړي.

د وېښتانو تویېدل بېلابېل سببونه لري نو ځکه د وېښتانو د تویېدو درملنه هم د هغه د سبب له نظره توپیر کوي.

شامپوګانې په لاندې حالاتو کې اغېز لري:

۱- د پوستکي د غوړ له منځه وړل:

د شامپو کارول د پوستکي طبیعي غوړ په اوبو کې حل کوي چې په پایله کې یې د سر طبیعي غوړ له منځه ځي.

د پوستکي د غواړو سرچینه د سباسیو غده ده چې د بلوغ څخه وروسته فعالېږي او د پوستکي دغوړېدو لامل کېږي. ځینې خلګ غلط فکر کوي چې د سر غوړ د وېښتانو تویېدل زیاتوي، دا یواځې تشه اوازه ده. اما د وېښتانو غوړ کېدای شي چې په سر کې د موجودو فنګسونونو د ودې او د سر د پخې د زیاتېدو لامل شي، په داسې حال کې د وېښتانو پرېمنځل د سر د پخې پر کمېدو اغېز کولی شي.

۲- د سر د پخې سره مقابله:

شامپوګانې په دوو میکانیزمونو سره د سر پخه له منځه وړي.

الف- شامپو د داسې موادو درلودونکې ده چې د سر پخه په اسانۍ سره کنټرول کړي.

ب- کېدای شي چې شامپو د فنګس ضد موادو درلودونکې هم واوسي او د سر پخه کمه کړي.

۳- شامپو وېښتان نه شي اوږدولی:

سوداګریز اعلانونه وایي چې شامپو د وېښتانو د تویېدو څخه مخنیوی کوي یا وېښتان اوږدوي دا خبره اصلآ د منلو وړ نه ده. هېڅکله په دې باندې باور مه کوئ چې شامپو د وېښتانو د اوږدېدو او قوي کېدو سبب کېږي، که څه هم شامپو د نباتي موادو درلودونکې واوسي.

ډېری کېمیاوي او نباتي دواګانې چې د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي په خاطر بازار ته معرفي شوې دي، د پوستکي د نړيوالې ټولنې لخوا تایئد شوي نه دي.

که چرته شامپو په رښتیا هم د وېښتانو د تویيدو ضد موادو درلودنکې واوسي، خو د دغه موادو د اغېز او جذب لپاره پوره وخت نشته، ځکه چې شامپو پر وېښتانو باندې د ډېرې مودې لپاره نه پاتې کېږي، نو به دې خاطر نه شو کولی چې شامپوګانې د وېښتانو د تویېدو څخه د مخنیوي په نوم وپېژانو!

لیکنه: ډاکټر عارفه ځدراڼ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: