په وينډوز۱۱ کې د پښتو ژبې اډ کولو ستونزه څنګه حل کړو؟

په نوو وينډوزگانو کې Pashto (Afghanistan) په Pashto (Pakistan) بدله شوې ده، کېبورډ يې هم تغير شوی دی، ليکل هم سم پر نه کېږي، توري نه يو ځای کېږي.

لومړۍ حل‌ لاره:

په سټارټ مينو کې Language Setting پيداکړئ، Preferred Languages کې Add a Language ووهئ.

یو نوی بکس به راخلاص شي، په لټون کې Pashto وليکئ، Pashto (Pakistan) به انتخاب کړئ، Next او بيا Install ووهئ. بېرته به پخواني ځای ته را وگرځئ، د ژبو په ليکلړ کې به مو Pashto (Pakistan) زياته شوې وي، Pashto (Pakistan) به انتخاب کړئ، بيا به Option ووهئ، نوی بکس به راخلاص شي، Add a keyboard ووهئ، په لټون کې Pashto (Afghanistan) وليکئ او انتخاب يې کړئ، بيا به همدلته Arabic (101) انتخاب کړئ او Remove به ووهئ، يوازې به Pashto (Afghanistan) پاتې شي.

پښتو به بېرته د تېر په څېر کار کوي، که يې نه کوی، لاندې حل‌لار عملي کړئ.

دويمه حل ‌لاره:

دا ځل به د تېر په څېر Language Setting ته ولاړ شئ، Preferred Languages کې Add a Language ووهئ.

یو نوی بکس به راخلاص شي، په لټون کې Dari (Afghanistan) وليکئ او انتخاب يې کړئ، Next او بيا Install ووهئ. بېرته به پخواني ځای ته را وگرځئ، د ژبو په ليکلړ کې به مو Dari (Afghanistan) زياته شوې وي، Dari (Afghanistan) به انتخاب کړئ، بيا به Option ووهئ، نوی بکس به راخلاص شي، Add a keyboard ووهئ، په لټون کې Pashto (Afghanistan) وليکئ او انتخاب يې کړئ، بيا به همدلته Dari (Afghanistan) انتخاب کړئ او Remove به ووهئ، يوازې به Pashto (Afghanistan) پاتې شي.

له انځورونو هم گټه کولای شئ!

لیکنه: جمعه خان ناېل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: