شریعت ورځپاڼه: د افغان پانګې لوټل د امریکا ذلت په ډاګه کوي

   عزم (یکشنه، ۲۴سلواغه ۱۴۰۰): له کابله خپرېدونکې شریعت ورځپاڼې په خپلې نوې ګڼې کې د امریکايي حکومت له لوري د افغانانو شتمنۍ کنګل کولو ته پام اړولی دی.

ورځپاڼې د سرمقالې په پیل کې لیکلي: امريکا د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته؛ لوټماري ته مخه کړې او د افغانانو پانګه يې لوټ کړه، چې دا کړنه د هغوی ذلت په ډاګه کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي: د سپتمبر په پېښه کې يو افغان هم نه شريک دی؛ خو که بیا هم د پېښې قربانيانو ته له افغان پانګې څخه پيسې ورکول کيږي، نو د نړیوال يرغل په شل کلنه دوره کې افغان قربانيانو ته ولې غرامت نه ورکول کيږي؟!

باید وویل شي چې وړمه ورځ امریکايي ولسمشر جوبایډن هغه فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کنګل شوې افغان زیرمې ۳ نيم ميليارده ډالره د سپتمبر د ۱۱مې پېښې قربانيانو ته ورکړل شي.

بل لور ته شریعت ورځپاڼې لیکلي: «افغان ولس پوهيږي چې د خپلواکۍ بيه تر دغې لوټل شوې پانګې ډېره زياته لوړه ده او ښايي د خپلواکي په بدل کې ماته خوړلي دښمنان زموږ پر خلاف ډېرې نورې دسيسې هم جوړې کړي؛ مګر د ازادي لوټلو ته هيڅوک نه پرېږدو، موږ به خپلواکي ساتو، تر دې چې پر ځان بسيا شو او قوت ومومو».

ورځپاڼه زیاتوي: د امریکا وروستی پست اقدام په ډاګه کوي، چې په نړۍ کې د بشري حقوقو، اصولو او قوانینو په نوم څه نشته.

په ورته وخت کې ورځپاڼې څرګنده کړې، چې د امریکايي ولسمشر وروستي فرمان په افغانانو کې د یووالي نوې ساه پوه کړه او د هرې طبقې او فکر څښتن یې په خلاف غږ پورته کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: