نړیوالې رسنۍ: افغانانو په پراخه کچه د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د بایډن پرېکړه وغندله

   عزم (یکشنبه، ۲۴سلواغه، ۱۴۰۰): ګڼو نړیوالو رسنیو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امریکايي ولسمشر جوبایډن پر پریکړې راپورونه خپراه کړي.

اسوشیټيډ پریس اژانس لیکلي: «افغانانو د امریکا د هغه اقدام په وړاندې اعتراض وکړ چې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو لپاره یې ۳.۵ ملیارد ډالر کنګل کړل».

اژانس زیاته کړې: مظاهره چیان چې د کابل د لوی عیدګاه جومات مخې ته راټول شوي وو له امریکا څخه د افغانستان په تیرو شل کلنو جګړو کې د لسګونو زرو افغانانو د وژل کیدو مالي تاوان غوښتنه وکړه.

ګارډین انګلیسي ورځپاڼې بېا د افغانستان مرکزي بانک اعلامیې ته پام اړولی، چې پکې راغلي: امریکايي ولسمشر باید خپل حکم بیرته واخلي؛ ځکه یاده شتمني د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او د کوم حکومت، ګوند یا ډلې نه دي.

الجزیره انګلیسي ویب پاڼې هم د کنګل شوې پانګې په اړه یو اوږد راپور خپور کړی. په راپور کې د شنونکو نظرونه را اخیستل شوي او د جوبایډن پرېکړه ظالمانه بلل شوې.

راپور څرګنده کړې: د افغانستان کنګل شوې پانګه د افغان ولس امانت ده، چې هدف یې د هیواد د اسعارو ملاتړ کول، له پولي پالیسۍ سره مرسته کول او د هیواد د تادیاتو توازن اداره کول وو.

بل لور ته نیوزویک مجلې د بشري حقونو د څار سازمان څرګندونو ته نظر کړی. مجلې لیکلي: که بایډن د افغانانو شتمني د ۱۱ ستمبر پېښې په قربانیانو وویشي؛ نو دا به د افغانانو مالي ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

د یاد سازمان د اسیا څانګې مشر جان سیفټن ویلي: «افغانستان ته له کنګل شوې پانګې د درې نیم میلیاردو ډالرو ورکړه، ښايي د امریکا سخاوت ښکاره شي، خو باید هېر نه کړو چې دغه ټول اووه میلیارده ډالر د افغانانو ملکیت دی.

په ورته وخت کې نیوزویک مجلې د ۱۱ ستمبر پېښې د قرباني کورنیو د غړیو څرګندونې هم را اخیستې.

بروس ایګلیسن او والیري لوچینکوفسکا هغه دوه کسان دي، چې یاده پېښه کې یې پلار او وراره له لاسه ورکړي؛ خو دواړه ټينګار کوي، چې کنګل شوې شتمني د افغانانو حق ده او باید هغوی ته ورکړل شي.

والیري ویلي: موږ افغانستان اشغال کړ او هلته مو خلکو ته ډېر کړاو او ستونزې پېښې کړې، هغوی ځوریدلي او باید چې مرسته یې وشي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې ویلي: د بایډن پریکړه تر ډيره حقوقي اړخ لري او ښايي ګڼ افغانان یې پر وړاندې غبرګون وښيي.

هاخوا بریتانوۍ انډپنډینټ ورځپاڼې په امریکا کې د سولې انسټیټیوټ د یو څېړونکي انډریو واټکېنز له خولې ویلي: که د بایډن فرمان پلي شي؛ نو د افغانستان اقتصادي فضا به نوره هم تنګه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: