نور احمد لکڼوال په IPL کې واخیستل شو؛ خو ۳ نور افغانان نه دي اخیستل شوي

عزم (یکشنبه، ۲۴سلواغه، ۱۴۰۰): د هندوستان تجارتي سیالیو (IPL) بولۍ پرون پیل شوه او نن به هم دوام وکړي.

په دغه مراسمو کې تر دې دمه ۴ افغان لوبغاړي خرڅلاو ته وړاندې شوي، چې له منځه یې تر ټولو کم عمره نور احمد لکڼوال اخیستل شوی.

نوموړی له راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن او ظاهر خان وروسته ۵م افغان لوبغاړی شو چې اي پي ایل سیالیو ته اخیستل کیږي.

نور احمد د ۳۰ لکو روپيو په بدل کې د Gujrat Titans لوبډلې له لوري واخیستل شو.

له نوموړي سره په یاده لوبډله کې بل افغان لوبغاړی راشد خان هم دی.

باید وویل شي چې نور احمد سږ کال هم د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو په لوبډله کې ولوبېده او تازه له نړیوال جام وروسته د پاکستان سوپر لیګ ته را وګرځېده.

بل لور ته د لومړي مقام الرونډر محمد نبي، سوکه توپ اچوونکي مجیب ځدراڼ او قیس احمد بېا نه دي اخیستل شوي.

هغوی نن یو بل چانس هم لري، څو په دوهم راونډ کې د کومې لوبډلې له لوري واخیستل شي.

باید وویل شي چې سږني اي پي ایل سیالیو ته ۱۷ افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده.

په هند غوره لیګ کې ۱۰ لوبډلې شاملې دي، چې د را روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې به د پنځلسم پړاو پیل له پاره یو بل سره ولوبیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: