د ریاست الوزرا مرستیال: برېښنا شرکت دې صنعتکارانو ته برېښنا ور زیاته کړي

عزم (یکشنبه، ۲۴سلواغه، ۱۴۰۰): برېښنا شرکت دې د اړتیا له مخې صنعتکارانو ته لا زیاته برېښنا ورکړي.

دا څرګندونې د ریاست الوزرا لومړي مرستېال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي کمېسيون او اړوندو وزارتونو په غونډه کې وکړي.

په یاده غونډه کې په بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوي او د صنعت کارانو د برېښنا ستونزه وڅېړل شوه.

د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: په دغه اقتصادي غونډه کې ملا برادر اخند د بریښنا شرکت ته امر وکړ، چې د صنعت کارانو د برېښنا ستونزه حل او د اړتيا مطابق برېښنا ورته برابره کړي.

خبرپاڼې د ملا برادر اخند له قوله لیکلي: «له حکومتي ادارو څخه دې برق بچت شي خو صنعت ته دې کار وویل شي».

نوموړي منلې چې صنعت کاران د بریښنا له کموالي شکایت کوي؛ خو باید ستونزه یې ژر تر ژره حل کړل شي.

ده زیاته کړې: د بریښنا کموالي د صنعت کارانو پر تولیداتو او کاري بهیر بد اغېز کړی او هغوی یې زیانمن کړي دي.

باید وویل شي چې نور به د ملا برادر اخند د امر له مخې فابریکو ته ۴ ساعته اضافه برېښنا ورکول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: