له ملي تلويزيون سره د دفاع وزير؛ مولوي محمد يعقوب مجاهد د مرکې مهم ټکي

ليکونکی: سليمان سعيد

یادونه: دلته مو د خبریال له پوښتنو پرته، یوازې د ښاغلي مولوي محمد يعقوب مجاهد صاحب د ځوابونو مهم ټکي په مختصر ډول راټول کړي.

ــــــــــــــــــــــــــــــ

د افغان پانګې په اړه د امريکا فيصله کاملاً په ظلم ولاړه ده، هيڅ افغان ته د منلو نه ده او حتی خپله امريکايانو هم د بايډن دغه پرېکړه غندلې ده، دوی بايد پر دغه فيصله له سره غور وکړي. دوی ډېره ناوخته کړه، شل کاله وروسته دوی هغوی ته له افغان پانګې ديت ورکوي! حال دا چې د سپتمبر بريد کې هيڅ افغان نه ؤ ښکېل. نو دغه پرېکړه يې په هيڅ صورت د توجيه وړ نه ده.
د فتحې پر مهال ما د اسلامي امارت د مرستيال په توګه له ټولو برخو نظارت کاوه، واقعاً هر څه ګډ وډ ؤ، وزارتونه او ټولې ادارې چور شوې وې، نظام شړېدلی ؤ، ځکه چې لوی تحول رامنځ ته شو. بيا چې کله زه دفاع وزارت ته راغلم، نو ومو ليدل چې پوځ هم له منځه تللی ؤ، نو د نوي پوځ د رامنځ ته کولو، د هغوی د روزنې او هوايي ځواک جوړولو لپاره موږ هڅې وکړې، څلويښت الوتکې تر اوسه جوړې شوې دي، لس نورې تر کار لاندې دي. همداراز تر لس زرو پورې موږ نوی پوځ روزلی او د اتيا زرو شاوخوا کې مو د نور پوځ لپاره هم ثبت نام کړی، کوم نظامي وسايط چې تخريب شوي يا بې ځايه شوي ؤ، هغه موږ بيرته جوړ کړي او منظم کړي، اوس هم پرې لګيا يو. زه اميد لرم چې په نژدې وخت کې به موږ پر خپلو پښو ولاړ پياوړی پوځ ولرو. ډېر ژر به موږ داسې منظمه اردو ولرو، چې په خپلو پښو به ولاړه وي، هيچا ته به احتياجه نه وي، خپل هېواد او خاوره په په خپله ساتي، موږ به ان شاء الله په دغه عزم کې کاميابېږو او ډېر پرمختګ به وکړو.
اوس سمدستي موږ غواړو چې په لومړي پړاو کې شاوخوا يو لاک او لس زره پوځ ولرو، دا ابتدائي پرېکړه ده، بيا به د هېواد وضعيت، حالاتو، ګټو او پرمختګونو ته ګورو چې موږ څومره اردو ته ضرورت لرو، بيا به هماغه شان پرېکړه کوو.
د پخوانۍ اردو خلک اوس هم پوځ کې موجود دي، کارمندانو کې خو نوي سلنه پخواني دي، همداراز کوم چې بهرنيو هېوادونو ته زدکړو ته تللي وو، هغوی موږ راغوښتي، خپلو برخو کې به کار ترې اخلو او کوم چې په زدکړو بوخت دي هغوی ته مو هم ډاډ ورکړی چې خپلې زدکړې بشپړې کړئ او راشئ په ګډه به کار کوو.
موږ له اولې ورځې دا ويل چې له هېواده مه وځئ، بيا هم چې څوک وتلي، ټولو ته مو حال ورکړی چې بيرته راشئ، موږ به خپلو برخو کې درته د کار زمينه برابره کړو. پنځه تنه پيلوټان راغلي، مجلس مې ورسره وکړ او وعده مې ورسره وکړه چې تاسې زموږ وروڼه ياست، تاسې ته به خپلو برخو کې د کار زمينه برابروو.
موږ د پخوانۍ اردو ټولو کارمندانو ته د کار زمينه برابروو، هر څوک چې بهر دي، موږ سره دې رابطه ونيسي، موږ به دلته ټولو ته خپلو خپلو برخو کې د کار فرصت برابر کړو.
پاکستان ته د وسلو انتقال حقيقت نه لري، که لومړيو حالاتو کې څه ګډوډي پېښه شوې وي، امکان لري، مګر کله چې موږ مکمل واک تر لاسه کړ او ګډوډي ختمه شوه، نو موږ ډېره کلکه پابندي لګولې، حتی که په دې اړه څوک ونيول شو د کلونو کلونو حبس سزا پرې ټاکل شوې، هغه څه چې بهر ته وړل شوي، هغه خو خپله د امريکا په حضور کې وړل شوي او هغوی خپله يو څه وسايط پاکستان ته ورکړل. اسلامي امارت، خپل ټول وسايط تر پخوا په ښه انداز ساتي.
موږ هڅې کړې دي، چې بهر ته وړل شوې الوتکې بيرته تر لاسه کړو، د بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه هڅې کړې دي، دا الوتکې د افغانانو ملکيت دي، هيڅوک يې نه شي سلب کولی، موږ سره ټول لستونه موجود دي، هر څه ثبت دي، موږ هيچا ته دغه الوتکې نشو ورپرېښودلی، لانجه نه غواړو خو خپل حق غواړو.
موږ خپلو ځواکونو ته ويلي چې له ګاونډيو هېوادونو سره ښه چلند کوئ، مګر متأسفانه ځينې وخت د ګاونډيو هېوادونو له خوا لانجې رامنځ ته کيږي، چې عاملين يې هغوی په خپله دي. ايران ته غير قانوني مواد انتقاليدل، زموږ ځواکونو يې مخه ونيوله، هغوی ډزې وکړې، موږ ځوابي بريد کړی. همداراز کله چې ترکمنستان سره مشکل جوړ شو، لامل يې دا ؤ چې ترکمنستاني ځواکونو يو ملکي افغان شهيد کړ، بيا يې ژمنه وکړه چې بيا به داسې څه نه پېښېږي، مګر بيا يې يو افغان ډېر سخت په بې رحمي وهلی ؤ، نو ځکه د خپلو خلکو د دفاع په خاطر نظامي برخورد رامنځ ته شو، موږ له هغوی څخه د شهيد د کورنۍ لپاره لس لکه افغانۍ واخيستې، همداراز د زخميانو لپاره مو هم تاوان ترې واخيست. زه سيمې ته تللی وم، د سيمې خلکو ويل د افغانستان په نژدې تاريخ کې داسې نه دي شوي چې له ګاونډي هېواد څخه يې د خپلو اتباعو پوښتنه کړې وي او تاوان يې ترې اخيستی وي. مګر موږ له خپلو ګاونډيو هېوادونو او هيچا سره جنجال نه غواړو، البته که زموږ پر خاوره تجاوز کيږي او زموږ خلکو ته تاوان رسږي، نو موږ حتماً د خپل سر په بدل کې هم دفاع کوو او له هيچا څخه ډار نه لرو.
د تېرې ادارې له خوا پاکستان ته د ازغن تار تېرولو اجازه ورکړل شوې وه، اوس ډېر لږ محدود ځای پاتې دی، موږ تر اوسه چا ته اجازه نه ده ورکړې چې ازغن تار تېر کړي، موږ لا تر اوسه په دې اړه فيصله نه ده کړې، دا موضوع له مشرتابه او وزيرانو شورا سره شريکه شوې ده، هر ډول تصميم چې ونيول شو، هماغسې اقدام به کوو.
داعش د افغانستان لپاره هيڅ ګواښ نه دی، افغان ولس تجربه لري، هغه جهتونه پېژني چې داعش هڅوي او غټوي، په لوی لاس داعش ته کمپاين کيږي. موږ تر نوي سلنې د داعش مخه نيولې، زموږ استخبارات ډېر فعال دي، ډېر متوجه دي، هيڅکله به چا ته اجازه ورنکړو چې زموږ هېوادوالو يا زموږ نظام ته خطر پېښ کړي.
د پاکستان هغه ادعاوې چې ګويا د افغانستان خاوره د هغوی پر ضد کارول کيږي، حقيقت نه لري. موږ په قطر کې ټولې نړۍ سره ژمنه کړې چې زموږ خاوره به د هيچا پر ضد نه کارول کيږي، موږ خپلو تعهداتو ته ژمن يو، څو چې هغوی ژمن وي. دا تورونه چې پر موږ لګيږي، بې ځايه دي او هيڅ حقيقت نه لري.
راتلونکي پسرلي کې د افغان حکومت پر ضد د مقاومت پيلېدو اوازې هسې بې ځايه درواغ دي، هيڅ حقيقت نه لري، موږ به هيچا ته اجازه ورنکړو چې د نظام پر ضد ودريږي، ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې موږ ستاسې د ساتنې لپاره شپه ورځ پر کار بوخت يو، هيڅوک به هيڅ ډول مشکل ايجاد نه شي کړی.
د پخوانۍ اردو د اتباعو وژل يا ځورول هيڅ حقيقت نه لري، دا اوازې فقط د خلکو د تشويش کولو لپاره خپريږي. زه د پخوانۍ ادارې ټولو کارمندانو ته ډاډ ورکوم چې تاسې په امن ياست، که چا ته څه مشکل جوړيږي موږ سره رابطه وکړئ. دفاع وزارت، داخله وزارت او استخبارات خپلې شمېرې لري، موږ سره دې اړيکه ونيسي.
د امنيتي ځواکونو لپاره د يونيفرم په جوړولو کار روان دی، موږ هغه وخت يو شخص ته يونفرم ورکوو چې نوم يې ثبت وي، د بست تعين يې شوی وي او ټول نظامي کار يې تمام وي. د وسائطو د تنظيم لپاره هم هڅې روانې دي، يو هيئت ټاکل شوی چې هغه به د دفاع وزارت مهمات او وسائط دفاع وزارت ته سپاري، داخله وزارت ته خپل او استخباراتو ته خپل. د دغه هيئت لپاره طرز العمل چمتو دی، ډېر ژر به خپل کار پيل کړي او هر څه به منظم شي.
زموږ نظام ټولشموله او افغان شموله دی، ابتدائي حالت دی، ممکن څه نيمګړتياوې موجودې وي، مګر په هره اداره کې د افغانستان د هرې سيمې، هر رنګ او هرې ژبې خلک موجود دي. البته که له ټولشموله څخه د چا هدف دا وي چې بيرته پخوانۍ ناکامه څېرې حکمومت کې شاملې شي، دا امکان نه لري، ځکه هغوی امتحان ورکړ او ناکام شول. موږ نه غواړو چې خپل اسلامي حکومت کې هغه ډول فاسد خلک شامل کړو. زموږ حکومت به له فساده پاک وي، موږ به ژمن حکومت لرو، زموږ حکومت به د اسلام او هېواد ګټو ته ژمن وي. موږ هڅه کوو چې ټولې ادارې نورې هم تول شموله کړو او دغه کم شمېر نيمګړتياوې هم حل شي.
دښمن د اسلامي امارت د وحدت خلاف تبليغات کوي، حال دا چې اسلامي امارت يو امير لري او هيڅ اختلاف پکې نشته، يو نظام دی، يو رهبر دی، ټول اطاعت کوي، موږ به هيڅ ګډودي ته اجازه ورنکړو. موږ غواړو قوي حکومت ولرو، نه غواړو چې هر مشر بېلې بېلې ډلې ولرو. ما له ملا برادر او خليفه صاحب سره ډېر زيات وخت تېر کړی، هيڅ مشکلات يې تر منځ نشته، زموږ تر منځ داسې ګزران دی لکه د وروڼو، حتی په خبرو کې مو هم يو جزئي اخلاف تر اوسه نه دی راغلی، موږ ټول د اسلام او خپل وطن ګټو ته ژمن يو، زموږ پاليسي او هدف يو دی، دښمن به حتماً زموږ خلاف تبليغات کوي، مګر افغان ولس بايد هيڅکله د هغوی ناوړه او درواغجنو تبليغاتو ته غوږ ونه نيسي.
شخصي ژوند:
شاوخوا لس کاله مخکې مې واده کړی دی، پنځه اولادونه لرم، غټان يې درس وايي، نور واړه دي او شخصي ژوند مې ډېر ښه تيريږي. چې وخت پيدا کړم ورزش کوم، مګر ډېر نه اوزګارېږم. الحمدلله ښه ژوند مې دی، له الله تعالی څخه راضي يم.
افغان ولس ته پيغام!
زه ټولو افغانانو ته؛ اسلامي امارت سره موافق وي، که مخالف، ټولو ته دا پيغام لرم چې د افغانستان لپاره متحد شئ، افغانستان ډېر وځورېد، خلک شهيدان شول، کورونه ونړېدل، هر ډول وحشت وشو. راشئ، که ډاکتر يې، تجار يې، شخصي يې که نظامي يې، راشئ د وطن خدمت وکړئ، ولې پرديو استخباراتو ته کار کوئ او ځان د هغوی اله ګرځوئ، يا د داعش په نوم، يا د مقاومت او قوميت په نوم. راشئ لاسونه سره ورکړو او افغانستان جوړ کړو، که تاسې د دې نظام مخالفت کوئ، يا ورڅخه تښتئ، دا به مو له وطن او افغانانو سره ډېر لوی خيانت او لويه ناشکري وي. زما مسؤليت دا دی چې سرحدات وساتم، ستاسې امنيت وساتم، که تاسې ته څه خطر وي، راشئ ما سره رابطه ونيسئ، هر ډول خدمت چې کوئ، زمينه درته برابره ده. نور بايد د قوم او سمت په نامه ونه غولېږو، دښمنان همدا ډول هڅې کوي، موږ بايد نور خپل اسلام، ملت او هېواد ته ژمن شو او ښه په اخلاص او صداقت کار او خدمت وکړو. اينده لسو کلونو کې به په سيمه کې د افغانستان په شان جوړ، اباد او خوشحال هېواد نه وي، ان شاء الله…!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: