د شورویانو د تېښتې درې دېرشمه کلیزه…!

خط اول

د خپل هېواد او ملت د مهمو تاریخي ورځو یادښت زموږ یو ملي مسئولیت دی، ځکه په دې ترڅ کې موږ د خپلو اسلافو مبارزې او قربانۍ یادوو او د هېواد ساتنې او خپل پت، ناموس او خپلواکۍ لپاره د هغوی د مجاهدو کیسې کوو، تر څو راتلونکي نسلونه مو هم په هماغه روحیه وروزل شي.
په دې لړکې موږ د خپل هېواد تېره یوه پېرۍ کې درې همداسې لویې او خورا مهمې تاریخي ورځې لرو، چې لومړۍ یې د (۱۲۹۸) هـ ش کال د اسد اته ویشتمه له انګلیسي امپراتورۍ نه د خپلواکۍ اخیستلو ورځ، دویمه یې د ۱۳۶۷ هـ ش کال د دلوې شپږ ویشتمه د شوروي سره پوځ د ایستلو ورځ او دریمه یې د (۱۴۰۰هـ.ش) کال د اسد څلور ویشتمه له صلیبی لښکرو د ټول هېواد خلاصون ورځ ده.
له نیکه مرغه سږکال موږ له هېواده د سره شوروي لښکر د تېښتې درې دېرشمه کلیزه داسې مهال تجلیلوو، چې همدا شپږ میاشتې ړومبی مو یوه بله خوشحالي؛ یعنې له صلیبي اشغاله د خلاصون بریا هم تر لاسه کړې ده.
دا چې افغان ولس ولې تېرو څه د پاسه سلو کلو کې دننه د نړۍ دریو لومړۍ درجه سترو ځواکونو تر یرغل لاندې راغلی، ښايي څو بېلا بېل وجوهات ولري، خو زموږ لپاره یې دوه مهم ټکي دادي چې یو خو به که خدای کول او که د نړیوالو حافظه هم پرځای وه، تر دې وروسته داسې په آسانه بل څوک پر موږ یرغل کولو ته زړه ښه نه کړي. مطلب تر ډېره بریده خلکو درک کړې او اعتراف یې هم کړی چې افغانستان واقعاً د امپراتوریو هدیره ده، دغه روحیه زموږ د ملي وحدت په رغونه او آن د راتلونکي نسل په ښه روزنه کې ډېره مرسته کوي. خو دویم بیا ډېر د فکر او تأمل وړ ټکی دی او هغه دا چې موږ ولې د خپل نظام جوړولو کې تل ناکام پاتې یو؟ په دې اساس نن بیا موږ ته لازمه ده چې د دلوې شپږویشتې یا له هېواده د شوروي ځواکونو د شړلو ورځې په یادښت کې هم د خپلو مېړنیو مبارزینو د سرښندنو کیسې وکړو، چې د نهه کاله او پنځوسو ورځو په موده کې یې له سره پوځ سره څومره زوروره ډغره ووهله او پای کې یې بیا څرنګه ټوله نړۍ هم د سره پوځ له بدماشۍ او هم د کمونیزم پوچې مفکورې له شره یو مخ بې غمه کړله- پرته له شکه چې افغانانو په یاده مقابله کې د تورې، مېړانې او قربانیو یوه داسې بېلګه نړیوالو ته وښووله چې د شوروي او وارسا تر ځغ لاندې لسګونو ملتونو الهام ترې واخیست او د خپلواکۍ څښتنان شول خو سره له دې چې له شوروي لښکرو سره په یاده جګړه کې زموږ هېواد لوټه لوټه شو، یو نیم میلیون مو شهیدان او پنځه میلیونه وګړي مو ګاونډیو هېوادو کې پنا اخیستو ته مجبور شول، مګر بیا هم مشران د یو متحد، مناسب او قانوني نظام په جوړولو کې انتهايي زیات پاتې راغلل. تر دې چې د څلورنیمو کلو په موده کې مو نه یوازې هېواد څو برابره لا نور هم ورانه کنډواله شو، بلکې د جهاد په موده کې تر لاسه شوی ویاړ او نو نښان مو هم له خاورو سره خاورې او راپاتې ملي وحدت مو هم داسې تالا ترغه شو، چې پایله یې د ځینو له خوا هېواد ته د صلیبیانو را دعوتول او شل کاله د هغوی په خوا کې له خپل بې وزله ولس سره جګړه کول و. په هر صورت؛ اوس چې دا دی موږ خپل معاصر تاریخ کې له دریم زبر ځواک نه هم خپلواکي ترلاسه کړې او د کورني انتظام جوړلو په چاره لګیا یو، ضروري ده چې له تېرو تجربو ښه درسونه واخلو او له ناکامو تګلارو په کلکه پرهېز وکړو- اوس موږ ته په لومړي سر کې د هېواد ګردو قومونو ترمنځ د اسلامي اخوت روحیه ټینګلو او د مشترکو ګټو، ښېرازۍ او سوکالۍ تر لاسه کولو او له یرغلګرو بهرنیو دښمنانو ځان خوندي کولو لپاره د همکارۍ او همغږۍ ایجادول ضروری دي.
ښايي اوس به دا حقیقت له هیچا پټ نه وي چې افغاني ټولنه کې دیني او روحاني قیادت خورا اغېزمن رول لري، چې د یوې پېړۍ موده کې دریو زبرځواکونو سره بې درېغه مقابله یې ښکاره ثبوت دی.
نو څرنګه چې اوس مهال له نېکه مرغه د هېواد نظام د دینی علماؤ په لاس کې دی، نو زموږ ټولو قومونو د خپل منځي وحدت ټینګولو خورا ښه چانس ترلاسه کړی دی- ځکه دیني انګېرنې او لارښوونې د ټولو مسلمانانو پر زړونو ژور تأثیر لري او روحاني طبقه د همدغې وسیلې په کارولو سره په دې اړه تر هر چا زیات ښه او ګټور کار کولی شي.
بناء پر دې د اسلامی امارت مشران هم په دې برخه کې دروند مسئولیت لري، څو د ګردو قومونو ترمنځ د اعتماد او ملي وحدت په ټینګولو سره د تل لپاره خپل هېواد او ملت د پردیو له هر ډول مداخلو کاملاً خوندي کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: