د کب لسمه؛ په افغان تاریخ کې يوه ویاړمنه ورځ!

خط اول

د (۱۳۹۸هـ.ش) کال د کب په لسمه، د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک شو. د دې تړون لاسلیک او له افغانستان څخه د غربي او امریکايي اشغالګرو د وتلو تصور ډېرو کمو کسانو کولای شوای، یوازې هغو کسانو له افغانستان څخه د بهرنیو اشغالګرو په شړلو باور درلود چې د الهي نصرت له مخې يې د اشغالګرو په وړاندې وسله پورته کړي وه. امریکا او متحدینو يې د ۲۰۰۱م کال د د اکتوبر په ۷مه، پر افغانستان باندې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف یرغل وکړ. د برید پر مهال يې لسګونه کورونه ویجاړ، سلګونه انسانان شهیدان او په پراخه کچه يې افغانانو ته نور زیانونه واړول. پر افغانستان د امریکا تېري افغانانو ته نه یوازې فزیکي او اقتصادي زیانونه ورسول، بلکې په معنوي او فکري لحاظ يې هم سخت زیانمن کړل.
یرغلګرو او د هغوی داخلي ګوډاګیانو؛ هیڅ دا فکر نه کاوه چې د افغانستان له نیولو وروسته به د دوی په وړاندې څوک سر راپورته او مبارزه به پيل کړي. خو له اشغالګرو سره د افغانانو طبیعي حساسیت او په عامو افغانانو د دوی ظلمونه د دې سبب شول، تر څو یو ځل بیا افغان ملت د طالب په مشرۍ میدان ته را ودانګي او د اشغالګرو پر وړاندې مقاومت پيل کړي.
د افغان خاورې یوې ځورېدلې؛ خو با عزمه طبقې، په نه امکاناتو او تش لاس، د نړۍ د کابو پنځوس هیوادونو په شمول، د یوې لويې امپراطورۍ او نړیوال زبرځواک سره ۱۹ کاله جګړه وکړه او بلاخره يې له افغانستان څخه تېښتې ته اړ کړه. ۱۹ کاله دین پرسته او وطن پرسته افغانانو د غربي نړۍ او اشغالګرو پر وړاندې داسې مبارزه وکړه، چې نه يې اشغالګرو او نه يې هم غلامانو تصور کړی وو.
تنکیو ځوانانو په ډېره لېوالتیا ځانونه د خپلې خاورې د ازادۍ او خپل عزت د ساتلو په موخه د اور او بارودو خوراک کړل.
نن دا دی له اشغالګرې امریکا سره  د اسلامي امارت د هغه تړون دوه کاله پوره شول، چې پر مټ يې امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه بهر او افغانانو د نړۍ له یوه لوی ښامار او زبر ځواک څخه استقلال ترلاسه کړ. که ستاسو پام وي، کله چې له امریکا سره تړون وشو، هغه مهال به ځينو خود غرضه او هغو اشخاصو چې د اشغال په دوام کې يې خپلې ګټې لیدې، ویل یې چې امریکا به هیڅکله له افغانستان څخه خپل اشغالګر ځواکونه ونه باسي او دا تړون هسي یو سمبولیک شکل لري. خو د هغوی ټولې هغه خبرې چې په رسنیو کې به يې په هسک سر کولې، دروغ ثابتې شوې او وروسته له شل کلن اشغال څخه افغانستان د ټولو اشغالګرو له شتون څخه پاک او له یوه بشپړه اسلامي او خپلواک نظام څخه برخمن دی.
هوکې! د دې ورځې د راتګ او په افغانستان کې د یوه بشپړ اسلامي او خپلواک نظام د بیا جوړولو لپاره، نه یوازې دا چې تنکیو ځوانانو مو ځانونه په اور لولپه کړل؛ بلکې زموږ امیرانو هم ځانونه لکه شمعې په اور وسوځول. که چېرته د شهید امیرالمؤمنین غوندې مشرانو د الله تعالی د رضاء او خپل مسلمان ملت د ژغورلو په موخه ځانونه په اور سوځولي نه وای، نن به مو له امریکا سره د اشغال د خاتمې تړون نه لمانځه او نن به د کب لسمه زموږ لپاره یوه ویاړمنه ورځ نه وه.  دا د شاهي کوټ، د هغو سپېڅلو شهیدانو د قربانيو برکت دی، چې په لوږه او تنده کې را ایسار وو، خو د دښمن په مقابل کې يې خپل مورال ونه بایله او تر اخېري سلګۍ ورسره وجنګېدل. نن چې موږ د کب لسمه لمانځو او یا يې په راتګ سره خوشحالۍ کوو، د دې ورځې د راتګ لپاره ډېر تنکي ځوانان چاودلې شونډې له دښمن سره مبارزې ته ور مخکې شول او د خپل سر په بدل کې یې دا ورځ تر لاسه کړه.
نن موږ په داسې حال د  کب د لسمې لمانځنه کوو، چې لله الحمد؛ نه مو هیواد اشغال دی، نه چاپه شته، نه مو هیوادوال په خپلو کورونو کې شهیدانېږي، نه په بې رحمۍ سره زندانونو ته لېږل کېږي او نه هم ملوک الطوایفي او د فاسقانو حاکمیت شته. بلکې ټول هیوادوال په یوه ټغر سره راټول او د یو – بل د وژلو پر ځای د هیواد د ښېرازۍ لپاره ګډ کار کوي.
الله تعالی دې موږ ته د هېواد د آبادي، استحکام او دفاع توفیق راکړي، تر څو بیا د یرغلګرو تر پښو لاندې ستي نه شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: