یونان کې لا هم د ریل ګاډي حادثې له امله د حکومت پر خلاف لاریونونه روان دي

عزم (یکشنبه، د کب ۱۴مه، ۱۴۰۱): درې ورځې وړاندې د اروپايي هېواد یونان د پایتخت او تهیسالونیکي ښار ترمنځ دوو ریل ګاډو خپلو کې ټکر وکړ، چې له امله یې ګڼ شمېر مړه شول.
که څه هم د یادې حادثې درې ورځې تېرې شوې خو ولسي خلک لا هم په ارام نه دي کېناستلي او د حکومت پر ضد یې مظاهرو ته زور ورکړی دی.
د ګارډین انګلیسي ورځپاڼې لیکلي: یاده پېښه کې د لومړي معلوماتو له مخې ۵۷ تنه مړه شوي او له ۸۰ زیات ټپیان دي.
خبر زیاتوي: که څه هم له پېښې سمدستي وروسته د یونان د ټرانسپورټ وزیر استعفا ورکړه؛ خو لاریون کوونکي لا هم غوسه دي او وایي، چې: پېښه کې بې غوري کوونکي مسؤلین باید سزا وویني او حکومت لاس تر زنې پاتې نشي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د یونان لومړي وزیر ویلي: د دواړو ریل ګاډو ټکر انساني غلطي وه، چې باید ومنل شي او د نورو دا ډول پېښو د مخنیوي په اړه اقدامات وشي.
بل لور ته د پېښې عیني شاهدان وايي، چې د دواړو ریل ګاډو له ټکر وروسته ۳ ریل ډبې له پټلۍ لرې وغورځېدې او ۲ کې اور هم ولګېده.
له دې سره دا اندېښنه هم پیدا کیږي، چې ښايي د تلفاتو شمېره لا زیاته شي؛ ځکه په مسافر وړونکی ریل ګاډي کې ۳۵۰ تنه مسافر ناست وو او بار وړونکی ریل ګاډی هم له ډيرو تجارتي موادو ډک و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button