د سالنګونو بېا رغونه یو بل ویاړ!

یادونه: نن په افغان فلم ریاست کې د سالنګونو د بېا رغونې په اړه یو مستند فلم نمایش ته وړاندې شو، چې په همدې مناسبت یې مقدمه د لوستلو په خاطر نشرو:

وايي چې له سالم بدن څخه د سالم عقل او کړنو تمه کېږي. همدغه معقوله په حکومت هم صدق کوي، کله چې یو حکومت له فساد پاک وي، چارواکي یې د ولس له منځه راټوکېدلي او د همدې ولس په دردونو پوه وي؛ نو هره چاره یې سمه او زخمونو ته مرهم وي.
په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدلو وروسته دا دی، یو ځل بېا افغانان ارامې شپې او ورځې تجربه کوي او د پرمختګ هیلې ورسره پیدا شوې؛ ځکه اوس د لویو پروژو بودیجې او بهرنۍ مرستې د چارواکو جیبونو ته نه ځي؛ بلکې د همدې ولس په ګټه مصرفیږي او د حکومت نهایي کوښښ دا دی چې وطن ښېراز او اباد شي.
دا چې افغانستان یو غرنی هېواد دی او نیږدې ټولې غرنۍ لارې یې په سړو سیمو کې دي، د واورو له درنو اورښتونو سره مخ وي او تل پکې ترافیکي حادثې پېښيږي؛ مګر له زیاتو اورښتونو سره، سره د لویو لارو، فرعي سرکونو، پلونو او تونلونو خراب وضعیت بل هغه ستر لامل و، چې د موټر چلوونکو او مسافرو ژوند ته ستر ګواښ بلل کېده.
له دغو لارو څخه مشهوره لاره یې د سالنګونو لاره ده، چې که اوسنی حالت یې وکتل شي؛ نو زړه خوشحالوي؛ مګر په تېرو دوو لسیزو کې یاده لاره کنډ و کپر وه، هره ورځ پکې حادثه پېښېدله چې تر شا یې بده مرګ ژوبله هم درلودله او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړول.
له دې پرته په یاده لاره باندې ځای، ځای زورواکي او لنډغر هم مېشت وو، چې د خلکو په لوټلو، ځورولو او حتی وژلو یې درېغ نه کاوو؛ مګر اوس له پوره ډاډ سره خلک په امن کې تګ راتګ پرې کوي.
که اسلامي امارت له یوې خوا اشغال ختم کړ او افغان ولس ته یې د ازادۍ ستر ویاړ او نعمت ور وبښه؛ نو بل لور ته یې د یو غښتلي حکومت بنسټ هم کېښود، چې په ګڼو سترو پروژو یې علنی کار پیل کړ. په لومړنیو څو ورځو کې یې د کابل هوايي میدان او اړوند ټول وسایل چې بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ویجاړ کړي وو، بېرته ورغول.
د پرمختیايي پروژو له ډلې یې په ټاپي، ټاپ او کاسا زر پروژو خبرې پیل کړې او دا امکان یې پیدا کړ، چې ۱۳۶۸ کال کې طرحه شوې ټاپي پروژې ته د تطبیق لاره هواره کړي.
چین سره یې یو ځل بېا هوايي دهلیز پرانیست او ډېر ژر به په ګڼو سرحدي ولایتونو کې د ریل ګاډي د ټرانزیټي پټلیو د تېرېدلو شاهدان هم واوسو.
نوي حکومت په ډېر کم وخت کې د کابل ــ کندهار لویه لاره ورغوله او د مسافرو ستره ستونزه یې حل کړه. که پخوا مو له کندهاره قلات ته نه غزني، زابل او یا کندهار ته د شپې سفر نه شوای کولی اوس یې په ارامه توګه په روغو سرکونو کولی شئ.
دا ده یو بله تاریخي لاره هم ورغېده. د سالنګ لویه لار چې د سمندر له سطحې ۳۹۵۰ متره لوړه ده؛ د هندوکش په غرونو کې تېره شوې.
د سالنګ تونل د ۲.۷ کیلومتره اوږدوالي په درلودلو سره د افغانستان تر ټولو اوږد تونل دی، چې په ۱۳۳۷ کال کې یې د جوړولو چارې پیل او ۶ کاله وروسته په ۱۳۴۳ کال پای ته ورسېدې.
د یاد تونل ټول لګښت ۶۳۶ میلیونه امریکايي ډالره دی.
د سالنګ تونل چې له ستر تجارتي او اقتصادي اهمیت نه برخمن دی، ارتفاع یې ۵ متره او سور یې ۶ متره دی.
که چیرې د سالنګ تونل نه وای؛ نو تجارانو او پانګه والو به په ډیر کړاو خپل مالونه د افغانستان له شمال نه جنوبي او ختیځو ولایتونو ته راوړل، چې بیې به یې هم ډیرې لوړې وای؛ خو همدغه تونل دی چې د هېواد د شمال او جنوب ترمنځ یې سوداګریزه لاره ۱۱۰ کیلومتره را لنډه کړې او په مرسته یې سوداګر د کال په څلورو فصلونو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي د افغانستان ګوټ، ګوټ ته رسوي.
د سالنګ لاره نه یوازې دا چې د افغانستان دوه وروستۍ ټوټې سره یوځای کوي؛ بلکې د مرکزي او جنوبي اسیا د وصل لاره هم ده، چې په مرسته یې د مرکزي اسیا هېوادونه د سمندر له احتیاجه خلاصیږي او کولی شي له دې لارې پېښور او بېا ان د کراچۍ له سمندر سره وصل شي. همداراز د جنوبي اسیا هېوادونه د سالنګ له لارې په کم لګښت وچه کې ایسارو هېوادونو ته خپل صادرات لېږلی شي.
د شوروي یرغل او کورنیو جګړو پر مهال د سالنګ لویې لارې ته زیات زیان واوښته؛ خو له هغې وروسته یې ځينې برخې بېا ورغول شوې؛ مګر د دوو لسیزو په تېرېدلو سره لا هم د سالنګ سرکونه د شاړې دښتې او ویالو په څېر وو؛ ځکه بېا رغونې او ساتنې ته یې لازم پام نه و؛ شوی. مګر اسلامي امارت له راتګ سره سم د سالنګونو بېا رغونه خپل لومړیتوب وګاڼه او ډير ژر یې د دغې مهمې لارې په رغولو پیل وکړ، چې دا دی د حکومتولۍ په لومړنیو ۱۰۰ ورځو کې یې د سالنګونو لارې او تونل په اساسي توګه ترمیم کړل.
باید وویل شي چې سالنګونه به وروستۍ پروژې نه وي؛ بلکې ډیر ژر به په ګڼو نورو ولایتونو کې هم مهمې لویې لارې بېا ورغول شي، چې د ځینو د ترمیم چارې یې پيل شوې هم دي.
له دې ورهاخوا به افغان ولس په سرحدي بندرونو او سیمو کې د سرکونو، پلونو او پراختیايي پروژو پیلېدل هم وویني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: