آیا د تور زیړي په نوم کومه ناروغي شته؟

تور زيړی يو عاميانه اصطلاح ده او پدې نامه په طب کې ناروغي وجود نلري. دغه اصطلاح دوو يو بل ته يو څه نېږدې ناروغيو ته کارول کيږي، خو د دې دواړو ناروغېو درملنه او مخنېوی يې يو له بل سره ډير زيات توپير لري. يوې ته هېپټايټس بي او بلې ته هېپټايټس سي ويل کيږي.
هېپټايټس بي او هېپټايټس سي (لومړۍ برخه):
د ځېګر يا ينې پاړسوب د مختلفو عواملو پواسطه منځ ته را تلای شي. يو لدغو عواملو څخه وايرسونه دي. که څه هم ډيری وايرسونه کولای شي د ينې پاړسوب منځ ته راوړي خو تر ټولو مهم يې هېپټايټس بي او هېپټاټس سي دي، ځکه دغه دوه وايرسونه زموږ او ستاسو د بدن له دفاعي نظام سره د اوږدې جګړې وس او توان لري. د دې جګړې په دوران کې لومړی ينه پړسوي او بيا يې خرابوي (د ينې سېروزيس منځ ته راوړي).
⬅️ هېپټايټس بي: هر هغه وخت چې لويان ورباندې اخته شي پس له دريو مېاشتو ناروغ ته زيړی پيدا کيږي. دغه زيړی يو څو اونۍ دوام کوي او بيا پخپله بې له کومي درملنې ښه کيږي. د ډيری خلګو د بدن دفاعي سيسټم وايرس له منځه وړي او رغيږي خو ځني نورو خلګو وجود وايرس له منځه نشي وړلای بلکه يو څه يې کنترولوي. پدغو خلګو کې کېدی شي د ځېنو ينه کرار کرار په مرور د څو کلونو حتا لسېزو خرابه کړي. کله چې ينه ډيره خرابه شي نو نه يوازي ناروغ ته يو ځل بيا زيړی پېداکيږي بلکه دې ځل ناروغ وزن له لاسه ورکوي، کمزوری کيږي او کېدی شي په نس کې يې اوبه راټولې شي. دغه د ناروغې اخېري حد ده.
⬅️ هېپټاټيس سي: پدې وايرس له اخته کېدو سره يو ځای عموماً په ناروغانو کې زيړي منځ ته نه راځي. بلکه کرار کرار د ناروغ ينه خرابه وي او کلونه يا لسېزي وروسته ينه خپل نهايې حالت ته رسيږي. څه وخت چې ينه خرابه شي نو بيا ناروغ ته زيړی پيدا کيږي، وزن له لاسه ورکوي، کمزوری کيږي او کېدی شي په نس کې يې اوبه راټولې شي. دغه د ناروغۍ اخېري حد ده.
واکسين:
– هېپټايټس بي واکسين لري ✅
– هېپټايټس سي واکسين نلري ❌
درملنه:
– د هېپټاټيس بي د درملنې موخه عموماً د وايرس کنترولول دي او خاصو ناروغانو ته د ډير وخت لپاره ورکول کيږي (د دې په اړه به وروسته وضاحت ور کړم).
– د هېپټاټيس سي د درملنې موخه د وايرس په مکمل ډول له منځه وړل دي. د هېپټايټس سي درمل خاصو ناروغانو ته نه بلکه ټولو ناروغانو ته ورکول کيږي البته چې د درملنې وس و لري. درملنه يې د ګوليو پواسطه کيږي او نېږدې ۱۲ اونۍ وخت نېسي.
د هېپټاټېس سي د درملنې فېصله نسبتاً اسانه او سيده ده. ټول هغه ناروغان چې د هېپټايټېس سي ناروغي لري او درمل يې زغملای شي بايد تداوي شي. خو د هېپټايټس بي ناروغۍ د تداوۍ فېصله پېچلې او جنجالې ده. مخکې لدې چې ډاکټر د تداوي فېصله وکړي هغه بايد پدې خبر وي چې د ناروغ په وينه کې د وايرس کچه څومره ده؟ ايا دغه وايرس په ناروغ کې تر اوسه د ځېګر د پاړسوب باعث شوی او که نه؟ ايا تر اوسه دغه وايرس د ناروغ ځېګر ته زيان رسولی او که نه؟ د پورته معلوماتونو په رڼا کې موږ د هېپټايټس بي وايرس د درملنې فېصله کوو. د هېپټاټس بي او هېپټايټس سي درملنه ډيره زياته تجربه غواړي او يوازي مشخص ډاکټران عموماً د ينې/ځېګر او انتاني ناروغيو متخصص ډاکټران يې کوي.
د هېپټايټس بي واکسين له ۹۰ فېصده څخه زيات موثر ده.
هر هغه چا چې د هېپټايټس بي ناروغي تېره کړي وي او يا اوس ورباندې اخته وي هغوۍ ته د هېپټايټس بي واکسين ګټه نه رسوي. د هېپټايټس بي واکسين د هغه چا لپاره ده چې تر اوسه په نوموړې ناروغۍ نه وي اخته شوی.
⬅️ که په کور کې د هېپټايټس بي ناروغ لرئ د کور ټولو غړو ته واکسين و لګوئ.
⬅️ که له ښځې او مېړه څخه يو ورباندې اخته وي، تر هغو بايد جنسي نزدېکت او د اولاد کوښښ و نکړي ترڅو هغه بل نه وي واکسين شوی.
⬅️ که مو وس وي خپل ټول ماشومان واکسين کړئ.
د هېپټايټس سي په نوي درملنه کې ستنې نشته او يوازي ګولۍ دي. د کاميابۍ چانس يې له ۹۰ فېصده څخه زيات ده. د دې درمل پواسطه نوموړی وايرس په مکمل ډول له منځه ځي او همدغه وايرس بيا هېڅکله په انسان نه راګرزي. خو که ناروغ پام و نکړي بيا د نوي هېپټاټېس سي په وايرس لکه بل هر څوک اخته کېدی شي.
 
لیکنه: ډاکټر امان شمس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: