رسنيز او تبليغاتي پوښښ په ځان كې بايد څه ولري؟!

جبريل سعد
د رسنيز او تبليغاتي پوښښ په اړه اوس عام فكر دا دی چې د پېښو، پرېكړو، پاليسيو، موقفونو، څرگندونو، غبرگونونو، پرمختگونو او لاسته راوړنو او داسې نورو ور كړل شوی خبر، اړوندې تبصرې، ارزونې، تحليلونه، غبرگونونه، انځوريزې صحنې او… تر ممكن حده تكثير او خپاره شي او د سطحي يا هم پراخ رسنيز پوښښ معيار هم د خپرونو دغې لړۍ كچه وي چې د بېلابېلو ټكو، اندازونو او توكو له لارې يې په تكراري ډول-يو له بلې په اخيستنې زياتر او كه ووايو دوه برخې يواځي ستاينې، نيوكې او غندنې وي؛ لرې به نه وي، نور دېته پاملرنه پكې نه كېږي چې په كومو غوښتنو يې پوره دي او له كومو يې نيمگړي؟ ترڅو بيا په ورته نورو تبصرو، ارزونو، تحليلونو او غبرگونونو كې نيمگړتياوې ور پوره شي او رسنيز پوښښ يې اړوند وضاحتونه او همدارنگه څرگند او ناڅرگند پيغامونه، دلالتونه، شونتياوې، اړخونه او… همدارنگه ننگونې، ممكن غبرگونونه، زيانونه، پوښتنې، اندېښنې، اټكلونه، برداشتونه او ځوابونه يې بشپړ را ونغاړي او په ټوله كې له رسنيزې او تبليغاتي مخې ټولې غوښتنې او بشپړتياوې ور پوره كړي. له دې ور هاخوا پكې د رسنيز او تبليغاتي پوښښ موخې هم په پام كې نه نيولې كېږي چې يوه مهمه هغه يې د اړوندو دښمنو حتمي او احتمالي تبليغاتو او تبليغاتي استفادې چانس له منځه وړل، جراثيم يې په خپلو خلاياوو او حجراتو كې شنډول او له رامنځته كېدو سره سم يې اغېزې ختمول او مؤثر مخنيوی دي او همدارنگه پر اړوند عام فكر او احساس بشپړ كنترول ترلاسه كول، پر وخت يې مديريت، د اړوندو حقائقو او واقعيتونو په اسانۍ سره منلو ته يې اماده كول او د عام فكر تر كچې په پراختيا ور كولو سره يې فكر عامول او اړوند عام پوهاوی او فكر را منځته كول هم د رسنيز او تبليغاتي پوښښ له لومړنيو او سترو موخو څخه دي او په چاپي او برېښنايي شكل يې امكانات، وسائل او لارې چاري كه څه هم پكې پر اسلام او جهاد پالنې گڼ محدوديتونه شته؛ هم اوس په اړتيا پوره او د يو څه په اړه د عام فكر او پوهاوي را منځته كولو كې تر عمل او مشاهدې هم ډېر اغېزمن دي.
د برېښنايي توكو د ډېرو وگړو د ژوند د برخې په گرځېدو سره چې اوس د رسنيز او تبليغاتي پوښښ دغه لاره تر چاپي هغې اسانه-ارزانه-پراخه هم ده، پېرودونكي او مينه وال هم ترې په مراتبو زيات لري، په برېښنايي نړۍ كې يې اغېزې تر يو قشر-يو ملت-يو مذهب-يوې جغرافيې-د سايس بيكو رامنځته كړې كومې پولې پورې هم ځانگړې نه دي او بالآخر د انټرنيټ نړۍ اړوند رسنيزو كاريالونو له اړخه يې بازار هم ښه تود دی؛ له لارې يې پر تول پوره رسنيز او تبليغاتي پوښښ كه په تېر كې و، د نن لپاره بسنه كوي يا لږ تر لږه اسانتيا را منځته كوي، كه نن وي هغه سبا او داسې هر وخت د بشپړ راتلونكي لپاره…، بلكې د نن رسنيز پوښښ د پروني ورته مورد نيمگړتيا، د پرون هغه د وړمې ورځې او داسې مخ پر لوړه هم د هر وخت او ټول تېر نيمگړتياوې پوره كولای شي، ډېر داسې موارد اوس هم شته چې په تېر كې تر پوښښ لاندې راغلي، خو د مبارزينو له پامه پر وتو يې دښمن ترې په استفاده د همغو مواردو له لارې پر نوي تكتيك او بڼه رسنيز او تبليغاتي ډگر ته ښكته شي چې تېره يوه اونۍ كې يې هم دوه پېښې را منځته شوې او بيا مبارزين ورته نوي غبرگونونه لټوي او ځينې وخت له اړوندو له پامه وتليو مواردو او پوښښونو سره هم پكې ټكر راشي، دښمن ترې ناوړه گټه پورته كړي او ياد منفي ټكي لا زياته مرسته ورسره كوي، خو كه مبارزين لږ وپلټي؛ ښايي د همدغو پخوانيو مواردو له څرنگوالي او پوښښونو اوس هم گټه پورته او پرې اساني رامنځته كړای شي چې د تېر برياليو مبارزينو او مبارزې د تجربو په توگه به تر نويو هغو ځواكمن او اغېزمن هم وي، په ټكر كې به هم ورسره نه راځي او ترې په استفاده پر دښمن كارنده گوزار شي يا لږ تر لږه به ناوړه گټه ترې پورته نكړای شي.
تېره اونۍ يوه د كلونو پخوانۍ، د همغه رژيم او همغو واشنگټن او د واشنگټن د همدې(انځوريز كليپ كې ښودل شويو)گټو ساتونكو يوه ويډيو پر خواله رسنيو خپره كړه چې پر خپل وخت يې هم همدې خواله رسنيو كې گڼ غبرگونونه او رسنيز انعكاسات لرل، خو دا ځل دښمن بياهم همدلته پر خواله رسنيو؛ خو د اسلامي امارت مجاهدينو د رسنيزې او تبليغاتي بدنامۍ لپاره ترې استفاده وكړه او بيا كه څه هم يوه شنډه هڅه ثابته شوه، خو د تازه رسنيز پوښښ او غبرگون پر مټ نه، بلكې پر تړاو يې هماغه پخوانيو غبرگونونو او رسنيزو پوښښونو ښودلي د پخواني واقعيت څرنگوالي ته د عامې لاسرسۍ پر مټ. په همدې اونۍ كې د پكتيكا يو تن د اشغال تپلي رژيم او د واشنگټن د گټو ساتونكی قوماندان چې د هغه مهال وحشيانه مخينې سربېره د اسلامي امارت د عامې عفوې فرمان ته منفي ځواب او گاونډي هېواد ته له تېښتې وروسته يې بيا هم د مخالفت له هوډ سره بغاوتگرانه تخريبي ناكامې هلې ځلې كولې؛ په خوست كې له نيول كېدو او اعترافونو وروسته د كړيو شهيدانو د خپلوانو له لوري ووژل شو. په خواله رسنيو كې دې پېښې څه ناڅه غبرگونونه چې په يو ډول له عامې عفوې پر سرغړونه او د مشرانو پر بې اطاعتۍ را څرخېدل؛ له ځان سره لرل او پكې د عامې عفوې پر څرنگوالي، تفسير او پولې يا حدودو چې له لومړي سره پرې پر خپل وخت د پوره او پراخ رسنيز او تبليغاتي پوښښ نه شتون له امله گرد پاتې و؛ اوس بياهم پرې په بشپړ ډول سترگې پټې شوې دي او سره له دې چې د اسلامي امارت د مشرتابه د هغه مهال مرستيال درانه مشر خليفه سراج الدين حقاني عفوه تفسير كړې وه چې نه سياسي ده او نه هم ملي يا دوديزه، بلكې شرعي يې بللې وه؛ بياهم تبليغگر دښمن اوس له ځانه تفسيرونه او وضاحتونه ورته تراشي او پرې د بدو وژل سرغړونه او بې اطاعتي ثابتوي.
حقيقت دا دی چې د اسلامي امارت د عفوې مخاطبين له عفوې سره سم درې برخې شول، يوې برخې د عفوې له مفهوم او ترې د اسلامي امارت له موخې سره سم هغه ومنله، تسليم يا كېناستلي؛ خو له تېرو مخالفتونو لاس پر سر او عادي وكړيز ژوند ته ستانه شول چې اوس په بشپړ ډول مصون او خوندي دي او د همدوی د خونديتابه ته گواښ پېښدل رښتياهم له عفوې سرغړونه او د مشرانو بې اطاعتي كېدلی شي. دوهمې ونه منله او په ښكاره يې ورته منفي ځواب ووايو او درېيمې لومړي سر كې ومنله چې يا تسليم يا پر كور كېناستل، خو دا يا تر فرصت موندلو او ياهم د دښمنانه هڅونو ښكار شول او بيا يې عفوې ته بېرته پر منفي ځواب ويلو مخالفت ته مخه كړه، په دې مانا چې نه د تېر عفوه غواړو او نه هم د راتلونكي مصونيت او په دې ډول يې پر لوی لاس له عفوې ځان ويوست، نو د عفوې مفهوم او ترې د اسلامي امارت موخو كې ځكه ښايي را نشي چې عفوه د خپل تفسير ترڅنگ د هغې پر وړاندې د مخاطبينو د موقف پر تفسير هم ولاړه ده چې نه له پيله او نه هم تر اوسه يې بل تفسير شوی، يواځي همدا وضاحت او وېش يې تفسير دی چې له مخې يې تر عفوې لاندې راشي يا هم ترې ووزي او مستثنا شي. نو عفوه يواځي ستايل شوې او لنډه تفسير شوې وه، نور يې رسنيز او تبليغاتي پوښښ هغه ټول څه چې بايد لرلي يې وای او اوس يې فرصت د دښمن لاس ته لوېږي؛ په ځان كې نه لرل، نو رسنيز او تبليغاتي انعكاس او پوښښ بايد يواځي پر ستاينو، غندنو، نيوكو او يو له بله پر اخيستنې ور ټول نه وي، بلكې له بېلابېلو زاويو پر جلا ارزونې هغه ټول څه په ځان كې ولري چې بايد ويې لري، ترڅو پر معيار پوره، هر وخت د گټې اخيستنې وړ، له تاريخي اړخه بشپړ او هر ډول غوښتنې، پوښتنې، اندېښنې او اټكلونه ځوابولی شي چې د هېواد په كچه وياندانو، ژمنو ژورنالستانو او قلموالو-رسنيو-مدني فعالانو همغږي او گډه شورا يې په ښه توگه تر سره كولی هم شي او د تېر فرهنگي كمېسيون مشران او فرهنگپال يې له پخوا راسي هنر لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button