پاکستان سره سیالیو ته پیل شوی تمریناتي کمپ پای ته ورسید

عزم (سه شنبه، د کب ۱۶مه، ۱۴۰۱): د کرکټ ملي لوبغاړو په کابل کې پاکستان سره سیالیو ته تمریناتي کمپ پیل کړی و، چې پرون پای ته ورسېد.
دغه سیالۍ چې د پاکستان له تجارتي لیګ وروسته به متحده عربي اماراتو کې د مارچ میاشتې په (۲۵، ۲۷ او ۲۹مو) نېټو ترسره شي؛ ملي لوبغاړو ورته تیاری نیولی.
هغه انځورونه چې د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک پاڼه نشر شوي؛ ځینې پخواني لوبغاړي هم پکې لیدل کیږي. په دغو لوبغاړو کې حمزه هوتک، وفادار مومند، افتاب عالم او اکرام علي خیل شامل دي؛ چې وروستۍ لوبې یې په ۲۰۱۹ کال کې ترسره کړې دي.
که څه هم تر اوسه د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤلینو په دې اړه ډیر معلومات نه دي خپاره کړي؛ خو له خپرو شویو انځورونو سره لیکل شوي: «د کرکټ ملي لوبغاړي د کابل په کرکټ لوبغالي کې د راتلونکو سیالیو له پاره د چمتووالي په حال کې دي.»
په ورته وخت کې د تمریناتو پر مهال یو شمېر ځوان لوبغاړي هم لیدل شوي؛ خو دا چې هغوی به د پاکستان پر خلاف سیالیو کې ولوبیږي که نه؛ لا وختي خبره ده.
باید وویل شي چې دواړو لوبډلو تر اوسه خپل سکواډونه نه دي اعلان کړي.
وړاندې ویل کېدل چې دغه لوبې به یو ورځنۍ وي، چې د افغانستان په کوربه توب به اګست میاشت کې ترسره شي؛ خو د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو له خبرو اترو وروسته د لوبو بڼه ۲۰ اوریزو سیالیو ته بدله شوه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button